دا کلي همداسې دي عبدالقدیم ویاړ
دسهار شاوخوا لس بجې وې چې ټلیفون مې په کړنګیدوشو. هلو اورم: اورې؟نن شپه بیا خارجیانو عملیات کړي، په یوه کور ورننوتي درې کسه یې وژلي او دوه یې له ځان سره بیولي دي. ولې داخلک له طالبانو
میلمه،لیوه،شپون اوکیږدۍ
میلمه له ځان سره اور راوړ کوربه ورته لمن ونیوه چې ګوندې تود به مې کا لمنې اور واخیست کوربه کړیکې کړلې ګاونډي یې لاس ونیاوه پورته یې کړ بیایې ګوزارکړ بیرته **** لیوه په منډو راغی په رمه ګډشو په بیړه
سږنی ژمی / شـــــــــعر
سږنی ژمی سږکال ژمی تود راغیخلک لا له اوسه نیالګی ږديزه په نیالګو پسې ننګرهارته ځمله جلا ل کوټه یوازې یو نیالګی راوړم او هغه به ستاسو دکور مخې ته ږدموايي چې: ماڼو سوچه بوټی دی او نظر وچوي
تود خبر
تود خبر لکه دنورو ورځو نن هم له نورو همکارانو یوڅه مخکې دفتر ته را ورسیدم . په مخامخ دیوال رازړیدلې ګړۍ ته مې وکتل لاهم لس دقیقې اتوته پاتې وې.دخپل میزشاته ولاړم کمپیوټر مې روښانه کړ یو دوه خبري سایټونه مې راخلاص کړل،لا پ
مالـــــــوماتي ټکــــــــــي
ويـــــــــــــــــــــــــــــــاړ 1_ايا پوهيدئ چې د سوسماريا سيمسارې ټپونه مکروب نه کوي ،ځکه چې دسيمسارې په ونه کې داسې مواد شته چې دخيري يا مکروب مخنيوی کوي. 2-دانسان په وجود کې مغز ترټولو زياته انرژي مصرفوي له همدې کبله د بدن له نورو ځايونونه تاوده هم وي. 3-سرکه ترټولو پخواني تيزاب دي چې درې زره کاله مخکې دمصريانو لخو ا پيژندل شوي دي. 4-چين هيواد دنړۍ ترټولو هيوادونو زيات ګاونډيان لري،چين له ديار
مالوماتي ټکي
ويــــــــاړ ۱-جذام یوه زړه ناروغي ده چې دخولې اوپوزې له لارې له ناروغ نه روغ کس ته لیږدیږي.
يوڅو مالوماتي ټکي
ويــــــــــــــــــاړ 1-دجامو درنګ دخوندي پاتې کيدو لپاره دجامو مينځلو تشت له اوبو ډک کړئ او يوګيلاس سرکه او دکاليو مينځلو مايع پکې واچوئ ،وروسته دنيم ساعت لپاره جامې په همدغه محلول کې پريږدئ بيايې ومينځئ او ترهغه وروسته يې په يخو اوبوکنګال کړئ.
ټــــــــــــــــــــــــــــوکه \ويــــــــــاړ
ټــــــــــــــــــــــــــوکه: وياړ يوه ورځ يوې ښځې له خپل خاوند نه پوښتنه وکړه : ګرانه زه دې څومره خوښه يم؟
ماشومانو باندې اضافي نومونه مه ږدئ\\وياړ
وياړ هغه خبرې او چلند چې بايد هيڅکله له ماشوم سره ونشي:
ملا برادر\\غزنوي
غزنوي This is very bad news for all of Afghanisatan muslims people.,because he was the best opossit of american&england sulderes. وياړ:داستاسو نظر دی زه يې هم دهمدې لپاره خپروم چې زما او زما د ويبلاګ بې پريتوب ترپوښتنې لاندې رانشي.
ملابرادر\\سميع
سميع انډیواله سرچینه ورسره ذکر کوه کنهچا ویل چې نیول شویکه ستا زړه یې غواړي. وياړ:ما خبر په بيړنۍ توګه خپور کړی و شايد وروسته مو نورجزيات له نوروسايټونو اوياهم رسنيو څخه اخيستي وي.په داسې حالاتو کې مطلق دخبر رسول مهم وي تاچې څوک يې تاييدوي څوک يې ردوي او چا ويلي دا بيا وروستي جزيات دي چې مطمن يم له نورو رسنيو به مو اخستي وي.
ملاربرادر// عام طالب
عام طالب سلام اول خوله ښاغلي بلاګ چلونکي نه هیله کوم چې خبربشپړنشرکړي اوورسره داسلامي تحریک دویاندانودنظرهم خپورکړي چې داخبره یې یوه افواه بللې ځکه په تیرکال کې څووارې داسې شوي چې وروسته دروغ ثابتې شویدی لکه دمولوي کبیردنیولوادعا داخترمحمدمنصور دشهادت ادعا چې تیرکا دبرطاني دفاع وزیرهم پرې خوښي وښوده خوهغه لاژوندی ګرځي دغه راز نورو دروغ .اوبیاکه نیول شوي زماله انده په سلامي تحریک ځکه بده اغیزه ونکړي چې ملابرادررښتیایومشروه اوصلاحیتونه یې درلودل خودتحریک کار ډول دهغه چاپه لا
چې ستا خوږه خوږه وختونه /محمد کر یم امین
چې ستا خوږه خوږه وختونه/ محمد کر یم امین چې ستا خوږه خوږه وختو نه را په زړه شې کلهدورځی ښه وم ګذراه کړم خو چې شپه شې کلهلکه شبنم دستا یا د و نه می دز ړه په ګلدا نپه ما ور یږې ټوله شپه خلق اوده شې کلهد سبا ستورو نه د هغه وخت پو ښتنه کومچه سپدی وچودي رڼا غوندی خواره شې کلهبیلتون د قدر رامعلوم کړو بیا دنه زاوراومکه می نصیب د دید ن بیا در سره وشې کله امین قسم وکړی په خوله چه نورد نه یاده وم خو چا چه زړه نه کړی تو
ماڼو
ماڼو عبدالقدیم ویاړ سږکال ژمی تود راغی خلک لا له اوسه نیالګي ږدي زه په نیالګو پسې ننګرهارته ځم له جلا ل کوټ نه یوازې یو نیالګی راوړم او هغه به ستاسو دکور مخې ته ږدم خلک وايي چې ماڼو سوچه بوټی دی او نظر وچوي د1388لمریزکال دسلواغي 13مه کابل
بس خداي پاک دي
وحیدالله ځاځی بس خداي پاک دي کرزې ته هدايت ي نيکي وکي او ورسره هغه پښتانه خاين وکيلان چي ده افغان او اسلام ضد او دي افغانستان د کلتور توروريسټ ته يي راي ورکړي تاسو باور وکړي هغه شپه يي چي رهين بريالي اعلان شو او دي هغه نه څو دقيقه ورسته کله چي ملي تلويزيون مي وينوه د (نظر نقد )خپرونه وه کوم چي يو فلمي ډايرکټر يي معرفي کوه اوخپل پښتو ضد ريرغل يي دي دانشګاه او دانشکده په ويلو پيل کړ چي راته ډير دردهونکي ښکاره شه نو خداي دي خير را پيښ کړي
ورورګله
ټيکاو ورورګله، پښتانه که د کرزي خان د حکومت یوه چوکۍ خو څه چې ټول کرزی جمع بهرني خره، جمع کورني ډبیان له لاسه ورکړي نو هم یې نه ده بایللې. نن پښتانه د نړۍ د سیاست یو قطب دي. خلک هسې وایي چې نړۍ یو قطبه ده. د نړۍ دوهم قطب پښتانه دي. پښتانه په دې ډول دسیسو او بحرانونو کې له پېړیو پېړیو را لوبېدلي خلک دي، خو د بیاپاځېدلو استعداد یې هم بې سارې دی. د دې خلکو په هره انتهاء که یوه ابتدا غلې ده. چرت به نه خرابوې. دلته امریکا په ګونډو ده، رهینیان مهینیان خو مو د نیم اودس هم نه دي.
دلته د بیشرمه ګاونډ ،
نيک محمد ولاړ دلته د بیشرمه ګاونډ ، دود، فرهنګ او ژبې لپارهد مشراکت په نوم د رهین دوباره اختیار دی خوندورمعامله ګره وکیلان د تنظیمونو استازی وزیرا ندسولې او دیموکرسي په نامه د خنجروار دی خوندوردلته سرزوري ده دلته بې عدالتي ده ځکهدلته د ډارن مشر خپ خپ رفتار دی خوندوردلته په خوند کي خوند دی خوندپه خوندیوازی ټوپکمارو اوپردو ته دا مدار دی خوندورکمیسون پر کمیسون کمیسون او کمیسوندرواغ پر درواغو د درواغو باربار دی خوندورد جنګسالارو،
ما فکر نه کاوه
هوسۍ ویاړ صیب ما فکر نه کاوه ،چې ستاسې په ویبلاګ کې به دومره پوچي خبرې کیږي خبره دهېوادمل صیب او یون صیب په اړه وه دا ډول پیغورونه او تورونه دا په ډاګه کوې ،چې څومره له عقدې ډک یاست . په هر صورت زه چې تر کومه هېوادمل صیب او یون صیب پيژنم داخبرې له څيرمې ناروا او ناسمې دي په هر صورت دکرزي په په پلیت نظام کې داشخاصو خبره مهمه نه ده ، بلکې دا ګرد نظام باید ړنګ شي ځکه همدې کرزي پر پښتنو ځمکه تبۍ کړې ده په دومره ناوړه او مردار نظام کې دهیوادمل او یون غوندې
واقعآ چې دمخدوم
مليارملاتړ ورورجانه واقعآ چې دمخدوم په ګټلوپښتنووبايلله خوهغه فرهنګيان چې كرزي ته يې كمپاين كاوه هوغوي هم دپښتنوپه غم كې مړه ندي هغوي صرف دقدرت لپاره دخپل ځانونو شهرت غواړي خوكرزي په يوخرواليټي كې هم حساب نكړل يوخره نه چاپوښتنه وكړه چې څنګه بارته وړي اووربشي خلك اس ته وركوي خره ورته په جواب كې وويل چې زمالپاره همداافتخار بس ده كله چې سوك خپل مينځ كې سره جنګ شي نومايادوي نه اس.
ویاړ صاحب مننه
محمدالدين حقمل ویاړ صاحب مننه ستا احساس دقدر وړ دی موږ باید خپل دغه قسم خوړلی دښمن وپیژنو اوزموږ هغه وکیلان چې دښځو وزیرې ته وایی ((باغ زنانه دهقاني نارینه کوي که ښځې؟))باید نور خپلو ملي ګټو ته متوجه سي دباغ زنانه دهقاني که هرڅوک کوي مهمه نه ده داچېزموږ په کلتور څوک واکمن دی دامهمه ده خو دجبار شلګري او نورو اخوندي وکیلانو دې ته پام نه وي هغه دین چې خدای ج یې ساتي دوی یې ګټي او اسمعیل یون قانع او ... هم باید نور پوه سي دښمن ته کمپاین ونه کړي