تود خبر                                              
لکه دنورو ورځو نن هم له نورو همکارانو یوڅه مخکې دفتر ته را ورسیدم . په مخامخ دیوال رازړیدلې ګړۍ ته مې وکتل لاهم لس دقیقې اتوته پاتې وې.دخپل میزشاته ولاړم کمپیوټر مې روښانه کړ یو دوه خبري سایټونه مې راخلاص کړل،لا په لوستلو مې پیل نه وه کړی چې دباندې یو زورور درز شو. له خپله ځایه راپورته شوم ، دخبرخونې(نیوزروم) له دروازې لانه وم وتی چې کمره مین په ورخطایۍ ددهلیز په دروازه راننوت،او پرمایې غږ وکړ،ښارکې چاودنه وشوه،بیړنی خبر نه اچوې؟
ورته ومې ویل دښار کوم ځای کې ده ؟
خدایزده خو زوروره چاودنه ده.
دومره خو زه هم پوهیږم چې چاودنه ده خو ځای یې چیرته دی.
درځه کمره دې راواخله زه هم درځم.
 نطاقانوته مې وویل:
هلکو یو بیړنی خبر یې ووایئ چې نور ټلویزونونه درنه مخکې نه شي.
مرګ ژوبله یې مالومه ده؟
نه یوازې دومره ووایاست چې څوشیبې مخکې په کابل ښارکې یوه چاودنه وشوه دپېښې دلامل او زیانونو په اړه تر اوسه کره مالومات په لاس کې نشته.
نطاق دسټډیو په لور ورمنډه کړه  اوما مخ دباندې هه کړل.
ډریورته مې وویل:
هله ژر شئ چې په ښار کې چاودنه شوې ده.
ښه ده راځه خیژه، چیرته شوې ده ؟
ماته هم نه ده مالومه.
دې وخت کې مې مبایل کې زنګ راغی.
هلو مهرباني وکړئ.
اورې چیرته یې؟
دادی دپیښې دسیمې پخوا ور روان یم.
چاودنه چیرته شوې.
نه پوهیږم خو دښار مرکزي برخه ده.
هوهو وایي چې دنوي ښار خواته چیرته ده.
ډریورته مې وویل:
دنوي ښارخواته ځوو.
ډریور لا موټرسم نه و را تاو کړی چې کمره مین هم راورسیده موټر ته راوخوت،په بیړه دنوي ښار خواته روان شوو.
له دفتر نه لا یو څه لرې شوي نه وو چې تور لوګی راښکاره شو.
ډریور وویل:
اوه بس ځای مې پیدا کړ، پخپله نوي ښار کې شوې ده.
شیبه پس نوی ښار ته ورسیدو.
امنیتی کسانو د پیښې له ځای نه دوه درې سوه متره لرې  برګ سور اوسپین پلاستکي پړي را څرخولي وو. لاربنده وه، یو امبولانس چې مړي او ټپیان پکې ول قیوقیو یې کاوه او زمونږ له مخې تیر شو.
له موټر نه راښکته شوم.
پولیس راته وویل:
موټرمو یوې څنډې ته کړئ چې لاربندوي.
ډریور موټر څنډې ته کړ.
زه اوکمره مین دپېښې داصلي ځای په خوا ورخوځیدو.
له پولیسو او امنیتی کسانو سره مو څوځایه کش اوګیر وکړ اودچا خبره دظالم بچو تڼۍ  را پرې نه ښوده .
له ولاړو خلکو او پولیسو مې حال وپوښت.
خلکو راته وویل:
بمي چاودنه ده دبهرنیانو میلمستون کې شوې ده. میلمستون بیخي اور اخیستی دی،هغه خوخیر یو څوبهرنیان به پکې مردار شوي وي او کنه خو شاوخوا دوکانونوکې یې زمونږ اوستاسې خلک ډیر ژوبل کړي دي. ددوی په ژبه دغریبو اوغوربه خلکو خونې یې ورړنګې کړې.
امنیتي کسانو ډیره بابیزه او دشونډو په سر راته وویل:
هو هاغه ده ته یې هم وینې او زه یې هم وینم چې چاودنه ده ،دبهرنیانو په میلمستون کې شوې ده.
دمړو او ټپیانوشمیر درته مالوم دی.
نه ماته څه مالوم دی .
هسې تخمیني یې که راته ووایاست؟
شاوخوا سل کسه ملکي وګړي مړه اوټپیان دي.
د اور وژنې درې څلور موټر شاپه شا سیمې ته را ورسیدل.
په دې وخت کې له دفتر نه بیا زنګ راغی.
دپیښې ځای ته رسېدلی یې؟
هوهو زه همدا اوس را ورسیدم .
خی همدا اوس دې نیغ په نیغه له سټډیو سره وصل کوم د پیښې حال به راکړې.
سمه ده زه تیار یم.
تر ړومبي ژوندي رپوټ وروسته پرله پسې دوه زنګونه راغلل.
دطالبانوویاند یم دغه حمله زمونږ مجاهدینو کړې ده،شاوخوا شل خارجیان مو وژلې او د لسوو شاوخوا نورټپیان دي.
دده پرټیلفون به لا دوه دقیقې نه وې اوښتې چې دحزب اسلامی ویاند هم دې ته ورته خبره اوکړه او دپېښې پړه يې پر غاړه واخیسته.
خدای مې دې غاړې نه بندوي تر غرمې پورې چې دپېښې په ځای کې وم
لس دولس ځله به له سټډیو سره وصل شوی یم او ما به هم هماغه مالومت په یو څه نوې بڼه ورته ویل.
غرمه مهالې بیرته دفتر ته راستون شوم،دکمپیوټر شاته کښیناستم رپوټ مې ولیکه
دتل په شانې:
چاودنه،دملکي وګړو مرګ ژوبله، څلور پنځه بهرنیان مړه اوټپیان لاسمه روښانه نه ده،دولت پر ترهګرو ډلو پړه وراچوي او طالبان اواسلامي ګوند دپیښې پړه مني.
له هغې پېښې نه دوه درې ورځې اوښتې وې بیاهم  له نورو همکارانونه یو څه مخکې دفتر ته را ورسیدم.
کمپیوټرته کښیناستم کورني اوبهرني خبري سایټونه مې راخلاص کړل.
ناڅاپه مې په یوه بهرني مشهور اومعتبره سایټ کې یوحیرانونکی  عنوان ولید.
دکابل ددوه ورځې وړاندې پېښه کې پخپله امریکانو لاس درلود.
 لاندې بیاپه لږ نریو کرښو لیکل شوي ول.
امریکا ځکه دغه کسان له منځه یوړل چې هغوی په خپل دولت پورې اړوند څه پټ استخاراتي رازونه برملا کړي ول او ویل کیږي چې له ایران سره یې اړیکې لرلې.
                                           د۱۳۸۹لمریزکال د وږې شپږمه کابل