د عبدالرحیم هلال لخوا خپرې شوې لیکنې


غـــــــــــــــــــــزل..... عبدالرحیم هلال

سرتوري مي دزړه هیلي وتې په تاپسې نرۍ لکه بړبوکي تاویدې په تا پسې چي تلي ومه ولاړآن چي ترڅوفناکیدې وهلي مي سلګۍ وړې وړې په تا پسې ستا څه غم دی قربان دي شم ته غوړي څڼي ګرځه زما خودي دزړه ستني کږې په تا پسې

06.10.2010 عبدالرحیم هلال

دنصرت الله الهام تازه غزل

غزل ماڅرنګه راټول په څه هنر  کړلو زړګی تا وخندل اوبېرته دې اوتر کړلو  زړګیهم ستا  مینې خولعل کړلو ګوهر کړلوزړګی چې ما داسې په خپله رضا درکړلو زړګیپخپله مې دعشق دلیونتوب په ورانوسرکړپخپله مې له ځان سره په شرکړلوزړګی دغم بلا، بلا پيټي مې ټول کړل ورپه شا په ځان باندې مې دروندلکه دغرکړلو زړګیسبا به چېرته داسې دبل ښکلي تمه پرې شي که نن مې چېرته یوښګ

04.09.2010 عبدالرحیم هلال

غزل ،عبدالرحیم هلال

ته بي وعدي شوې شوه ښکاره دغره له سره سپوږمۍ بلا دي واخلم  ته رانغلي شوه رابره سپوږمۍ  ددي په وړاندي دیوبل په یادکي څړیکي کوي ددومینوزړونورازدی څڼیوره سپوږمۍ له غرونو هاخوادي پري مینه په سلام ماتوم هم دي دیدن هم ملاقات دی  دزړه سره سپوږمۍ څوک په اسمان وي څوک په مځکه خو په خپل کرامت دمینانو رارسیږي ترځیــــــــــــــــــــــــــــــــــــګره سپوږمۍ په اننګو يي تیروي دسپيـــــــــــنو وړانګــو ګوتــي زه یم کمـ

02.09.2010 عبدالرحیم هلال

ورک شناخت ----- نبيله وفا

  راليږونکی : نبيله وفا  (ورک شناخت نظم ) هغه جنی څوک ده چې هم زما غوندې ده دخو زه ېې نه پیژنم په تن یې سپینې جامې ناسته په سپینه تيږه سپينو اوبو کې خپلې لپې وهي تاج یي د وخت په سرد زلفو هر یو تار د فریښتو ټالونه د هغه سپینه کوره راځي زما په لوري ښاسته سپین ګلونه ما له په لاس کې راوړي سترګو کې زیرې لري لکه چې څه د خوشحالۍ خبره زما نه پټه ساتي

30.08.2010 عبدالرحیم هلال

زين پوښ ،،لنډه کسه-----------ومان نيازى

زين پوښ اوبه يې په كشري كې تويې كړې، څنګلې يې ورواړولې، څولپې اوړه يې له كندو راواخيستل ، مالګه يې پرې ودوړوله ، موڼى يې د كندو په خوله كې كيښود ، ور په زړه سو چې لا لا يې موچڼې غوښتې راولاړه سوه ، وچته ، وچته د دالان پر زينو نوي خونې ته وخته ، په كوڅيو پورې يې څاواره له ولي سره راواړوله، د كونجيو شرنګى سو ، كولپ يې خلاص كړ، تر غوټو لاندې كپۍ يې  راوايستې ، كوړيپې سوې وې ،ژر ، ژر يې د پلو پيڅكه پرې تېره كړه ، لكه چې څنډې يې تر پام ككړې ورغلې، پلو ته يې ناڼې ور تو كړې كپۍ يې ټينګې

30.08.2010 عبدالرحیم هلال

شپاړس كلنه لور------ومان نیازی

شپاړس كلنه لور        د اس په ورږو يې څو واره لاس راتېر كړ، دوه درى واره يې بياتي لكۍ ته ورواچوله كښيناست ، په هګيو لړلي پټۍ يې د آس د مخې پښې له ښي زنګانه راخلاصه كړه ، دزنګانه په سترګۍ يې لاس ورتېر كړ بيا يې ګردنۍ د كښې له خوا وروټكوله ، خلاص يې كړ ، آس په ښۍ پښه نګوښېده ، شان ته يې ورګډ كړ ، آس شونډك اوبو ته وروړ لكۍ يې اړخونو ته واړوله ، لري يې با په خرې سترګې ولګيدې ، غوږونه يې څك كړو  شيبه يې لاندې باندې ورته كتل له

30.08.2010 عبدالرحیم هلال

نس ناسته Diarhea ------ډاكتر نصرالله ناصر

 نس ناسته په ماشومانو كې د مړينې دويم عمده علت تشكيلوي، چې د بدن د اوبو او مالګو د ضاېع كېدوامله رامنځته كېږي او همدارنګه د سوتغذي (خوارځواكۍ) لامل هم كېږي.نس ناسته د نري (ابګين) غايطه موادو خارجېدو ته وايي، چې په ماشومانو كې يو معمول افت دى. يو ماشوم په كال كې د (3_5) د نس ناستې حملې تېروي. څرنګه چې په نس ناستې كې د مړينې واقعات ډېر زيات وي، نو يو شمېر ډېرې ساده لارښوونې كولاى شي د مړينې كچه راټيټه كړي، خو له بده مرغه ددې پرځاى چې د ناروغ ماشوم ضايع شوې اوبه او مالګې جبران ش

30.08.2010 عبدالرحیم هلال

اوبه رنګه،،،،، ومان نیازی

  د جنت رڼا ته جوړه د جنت په اوبو ولې تر خامچكې مڼې سپينه تر هوا پستې څنګلې هر ايت يې په سرو شونډو د باران شنه ترانه ده په كې هر لمونځ روا كېږي د محراب غوندې سينه ده اوبه رنګه شان غرڅه ده ګردې ګردې رڼې سترګې توتكيو غوندې رېږدي كه دې ګوتې كړې ورغبرګې د ژوندي زيارت په څېرېې په ګومبزو كې درزا ده نه يې خال شته نه يې زخه كليمې ته ورته زما

30.08.2010 عبدالرحیم هلال

ملالۍ کلی ته راشه ،،عبدالرحیم هلال

  ټکی نه لرودتوروموقحتي ده هله ژرشه ملالۍ کلی ته راشهته په خپل معصوم وزرکي اوبه راوړهسندرماري توتکۍ کلي ته راشه احساس راووه دټپوژبه رازده کړهدردموشته خوموږسندري هیري کړيشمله ورزلمي مولاس ترزنه ناست ديجرګي شته خوموږخبري هیري کړي رودټپي دی پکی وینی په څپودي دّ‏ځوانانواندامونه اوبوراوړلدګودرټوله صحراپه وینوسره شوه له

30.08.2010 عبدالرحیم هلال

غزل،،عبدالرحیم هلال

دزړه پرهرکې مي ستا درد او یاد ودان  دي  راته زه یم یوازې مګر دوى  دواړه  یاران  دي  راته  وختونه تېرشول بلا ډېر څه  مو تر شا پرېښودل هر څه اسان دي مګر ستا هېرول ګران

30.08.2010 عبدالرحیم هلال

غزل ،،عبدالرحیم هلال

ستا له سترګو خداى شته چې د ډېرو خلکو خيال ساتو مينه خو يو بېل جهان دى دې کې بلا فام کوو چا سره مو څه کار دى ستا قدر به يې نه وي زده مونږ خو په والله په دوه لاسي درته سلام کوو

30.08.2010 عبدالرحیم هلال

جانان،عبدالرحیم هلال

لکه شبنم دګل په پاڼو کي رغښـــــــــــــــــــتلی جـــــانان سم لکه اوښکه په لیمو کي مي نغښتــــــــــلی جانان دزړګي وینه رسوم دپرهرڅړیـــــــــــــــــــــــــــکوپســــي خوږه نغـــــــــــــــــــــــــــــمه ده درباب له تار وتلی جانان لکه درودلکه دوعا لکه ایتی کرســـــــــــــــــــــــــــــــي دسپين ایمان په شاني ګران راته سپيــــــڅلی جانان دی که مي نوم هم چیرته نه اخلي په تشـــــــــــه خولګۍ په ما خوګران دی ما په لوی الله سپـــــ

30.08.2010 عبدالرحیم هلال

غوټې مه سپړه غازونه ---سعیدشاه سعود

غوټې مه سپړه غازونه خلک پوري غاړه ګوري هم له دغودروازونه هغه پوري غاړه ګوري ددي غاړې معرفت دی هم دمیني منظره ده څه وحدت دی څه کثرت دی څه یقین دی څه ګمان دی څه مرموزي اشاري دي څه په جارباندي سعوده دمنصورغوندي نارې دي غوټې مه سپړه غازونه خلک پریږده چي واپس شي دنظردجنازونه۰۰۰۰۰۰۰  

30.08.2010 عبدالرحیم هلال

داستادپسرلي څلورغزلي

داستادمحمدصدیق پسرلي  شاعري له ګڼو ځانګړنو برخمنه ده، هم نازكخيالي په كې په څپو ده، هم حماسي ده، هم ژوند دى په كې او هم د لوړولو فكرونو او خيالونو لېږدونكې ،ولاندي غزلونوته يي ستاسودنظردمارغه الوت رابولم[هلال]   سترګي هم که نه وړي دنظرغوندي خلاصې تڼۍ مه راځه دلمرغوندې اورته یې دخپل هوس خړ مخی کړم یو قدم پرواز هم دشررغوندې چاوې لاس سورۍ نه ده مینادناز غرق مي کړي له کیفه دساغرغوندې وامي وریده زړه مګرښکالودنور

29.08.2010 عبدالرحیم هلال

دعبدالوهاب بازيد، په زړه پوري غزلي

  غزلوخت وو د يارانو د بانډار ومه اوس نه يمهکلي کي دهر ښکلي په کار ومه اوس نه يمهزاڼي په سندرو هر ماښام جو پې جوپې راتليڅه زرغون دشنوونوډک ښارومه اوس نه يمهزه چي کله سيال ومه دتورو زلفو وارمي ووڅنکه دهر چا دسترګو څارومه اوس نه يمهما به لا پخوا دا ستا زړګي ته لاره کړي وهلنډموسم دپېغلي دسينګارومه اوس نه يمهزه په مټ دا ست

25.08.2010 عبدالرحیم هلال

دروئيد همت تازه، غـــــــــــــــــــــزل

  تا باندې چې ګران شوم نور نو څه غواړماوس ايله انسان شوم نور نو څه غواړمستا د محبت په لار چې لاړمهخس ومه سلطان شوم نور نو څه غواړماوس خو ايله خپلو رقيبانو تهتندر شوم طوفان شوم نور نو څه غواړمژوند ته دې يو نوى سکون راکړلوشاړ وم ګلستان شوم نور نو څه غواړمستا مينه کې ياره زه ((همت)) لکهلمر غوندې روښان شوم نور نو څه غواړم

25.08.2010 عبدالرحیم هلال

دسعیدزابلي، تازه غزل

راپه قیسمت ویني  پرهروختونه چي اوښکي اوښکي یواکثروختونه خدایه تیاروکي په دي ورک ولس مي  خیال کي لري لکه دلمروختونه پښتنویوسی نوردخدای لپاره   له دي به څه وي دخطروختونه سعیده ښار کي هیڅ پري پوه نه سومه قربان دکلي مازدیګروختونه

23.08.2010 عبدالرحیم هلال

دمخ اوپوست ساتنه

دمخ اوپوست ساتنه له طب مجلي  ځخه   دا چي په ننی نړئ کي دجوړولواوځان ښایسته کولو لپاره بیلابیل جوړشوی توکي ؛په بازارونوکي پلورل کیږي چي نوموړي توکي یوازي دانسان دښکلالامل ګرزي ،همداتوکي دي چي دوخت په تیریدو سره طبعي ښکلا له منځه وړي او پردي سربیره دغه توکی دیولړستونزواونامل لامل ګرزي چي تر ټولو لویه ستونزه یی دکنسرستونزه ده چي دهمدي ګارکنټس توکوداستعمال  له امله منځ  ته راځي چي ړداژوند ته په خپله دپای ڼکی ایښودل دي ځکه خوو

21.08.2010 عبدالرحیم هلال

دښځي اونارینه ترمنځ توپیرونه

ډاکنرمحمدخالد،یار بیلوژیکي توپيرونه ښڅي اونارینه دجسامت اندامونواوروغتیایی حالاتو له کبله یوله بل سره توپیرلري نارینه دښځوپه نسبت ښه روغتیایی ح

21.08.2010 عبدالرحیم هلال

دروهید همت ،په زړه پوري غزل

 جام راکوه ژرچي جل وهلی  درته راغلم ګوره می ساقی چی زیړ زبیښلی  درته راغلم  غیږراته پرانیزه چی دمه شمه ساواخلم پس له ډیره وخته خوبولی درته راغلم  نن به یی دزلفو په تارونو باندي وګنډېاوښکو باندي لوند ګریوان شلیدلی د رته راغلم  مه پام چی  ورنه شي ځواني یی ده لږودریږه ما خپل ژوندلاسونو کي نیولی درته راغلم  ګوري به چي مینه مواسمانه پوري ورسي ما همت همدغه خوب لیدلی درته راغلم  

20.08.2010 عبدالرحیم هلال

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more