تا باندې چې ګران شوم نور نو څه غواړم
اوس ايله انسان شوم نور نو څه غواړم
ستا د محبت په لار چې لاړمه
خس ومه سلطان شوم نور نو څه غواړم
اوس خو ايله خپلو رقيبانو ته
تندر شوم طوفان شوم نور نو څه غواړم
ژوند ته دې يو نوى سکون راکړلو
شاړ وم ګلستان شوم نور نو څه غواړم
ستا مينه کې ياره زه ((همت)) لکه
لمر غوندې روښان شوم نور نو څه غواړم