غزل
وخت وو د يارانو د بانډار ومه اوس نه يمه
کلي کي دهر ښکلي په کار ومه اوس نه يمه
زاڼي په سندرو هر ماښام جو پې جوپې راتلي
څه زرغون دشنوونوډک ښارومه اوس نه يمه
زه چي کله سيال ومه دتورو زلفو وارمي وو
څنکه دهر چا دسترګو څارومه اوس نه يمه
ما به لا پخوا دا ستا زړګي ته لاره کړي وه
لنډموسم دپېغلي دسينګارومه اوس نه يمه
زه په مټ دا ستا د دعاګانوساتل شوي يم
موري څومره ډيربه ګناهګارومه اوس نه يمه
ستا ځواني د تير په ډول بيا هم د ستايلو دې
هغه وخت له غمه ليږ وزګارومه اوس نه يمه
------------------------------------------------------------------------

 
غزل
دښکلو نجونو بختورو قدر نه پېژنم
يم سربداله د اکثرو قدر نه پېژنم
تل مې سره زر له لاسه داسي په اسانه درومي
نشته زرګر جانان دزروقدر نه پېژنم
خودبه يې باسي زما له زړه زما دکور له تاخه
زه دياقوتو د مرمرو قدر نه پېژنم
راز دي خوندي نه دی پرمالکه ماشوم يمه زه
جانانه اوس دي د خبرو قدرنه پېژنم
کچکول دي راکړدهرچا درته دي اړ ايستمه
خوزه لا هم دزور اورو قدر نه پېژنم
چې ستا پر سر اورېږي دلته دسنګسار په ډول
بازيد دهغسي ډبرو قدر نه پېژنم