د انعام لخوا خپرې شوې لیکنې


زما منیه شهیده شوه/نهمه برخه

نهم څـپرکی زما مينه شهيده شوه ناول ليکوال او رالیږونکی :شکورالرحمن حميدي دولس غږراډيودنشراتومدير نهمه برخه کله چې عبدالله بيرته راغلو ما ته يې وويل چې قسمت دې روغ دى .سبا به انشاء الله په خپله وظيفه باندې پيل کوې ما له عبدالله څخه مننه وکړه چې زما په خاطر د ځان دومره په تکليف کړ عبدالله وويل له نن نه وروسته ته بايد ماته د ملګري په سترګه ونه ګورې، د يو ورور په سترګه ب

13.02.2012 انعام الله ګوهر

زما مینه شهیده شوه /اتمه برخه

زمامينه شهيده شوه ناول اتمه برخهليکوال  او رالیږونلی :شکورالرحمن حميدي دولس غږراډيودنشراتومديرما او زاهد چې د ماخستن ډوډۍ اوخوړه سمدستي مې د ماخستن لمونځ وکړ او په خپل ځاى څملاستم، زاهد خپل کتابونه راوخيستل د کتابونو په لوستلو بوخت شو، ما ته خوب چېرې راتلو کله په يواړخ اوړم کله په بل د لسو پنځلسو دقيقو لپاره پړمېښۍ وړی وم، ما چې سترګې پرانيستې زاهد ګروپ مړ کړى وو او ويده وو، زه زر راپاڅېدم له ج

10.02.2012 انعام الله ګوهر

غزل//انعام الله ګوهر

غزلاې مه کوه زمونږ په ارمانونو باندي لوبيجانانه ناروا داسي په زړونو باندي لوبيدا ستا په ګلافي مخ باندي یاره خولې راغلېکه پرخه د سبا کړي په ګلونو باندي لوبيد خپل ژوند پروا نه لري چي مینه کي صادق ويکوي لکه پتنګ په سرو اورونو باندي لوبيیو څو کسان له ژوند او محبته منکر شويکوي د انسانانو په مرګونو باندي لوبيګوهره دروغجنه ته بې غمه مین نه یېچی مینه کړي هغه کړي په سرونو باندي لوبيانعام الله ګوهر

07.02.2012 انعام الله ګوهر

غزل// انعام الله ګوهر

ته پریږده چي بې غمه شم ویده لکه ماشومجانانه لږ د ستا په زنګانه لکه ماشومتا چي د فراق درنې څپیړې په مخ راکړېژړیږي په سلګو سلګو مي زړه لکه ماشومستا د خوږو سرو شونډو خوږو پسي ژړیږمجانانه ستا یارۍ کي شومه زه لکه ماشومهر کله چي تاته مخامخ شمه لالیه شرمیږي او غورځیږي مي دا زړه لکه ماشومراشه راپخلا شه او بیا ټینګه غیږه راکړهخفه یې داسي هر وختي په څه لکه ماشومبله ورځ به خیر دی په رضا باندي خوله درکړمګوه

06.02.2012 انعام الله ګوهر

زما مینه شهیده شوه/اوومه برخه

زمامينه شهيده شوه ناول اوومه برخهليکوال او رالیږونکی:شکورالرحمن حميدي حيدرخيل وړانګه کور ته لاړه زه د باندې راووتم، د لمانځه لپاره مې اودس وکړ ، د سهار لمونځ مې چې وکړ کور ته لاړم تر اوسه پورې ما زړه نه وو کړى چې په يواځې توګه د زه د ترور کور ته داخل شم، دا زما لومړى ځل وو ،کله چې انګړ ته ورسېدم ترور مې راباندې غږ کړ ، حميده زويه

05.02.2012 انعام الله ګوهر

زما مینه شهیده شوه/شکورالرحمان حمیدي

زمامينه شهيده شوه ناولشپږمه برخهليکوال او رالیږونکی: شکورالرحمن حميدي خوستشپږم څپرکیدا درې ورځې ډېرې په سختۍ راباندې تېرې شوې دقيقه په دقيقه به مې ساعت ته کتل چې اوس به مې مور راځي اوس به راځي، له بله پلوه دا درې ورځې مې وړانګه هم نه وه ليدلې، که د غرمې يا د ماخستن دې ډوډۍ وخت به شو زاهد به راته وويل چې راځه ډوډۍ به کور کې اوخورو، بيا به حجرې ته راشو

02.02.2012 انعام الله ګوهر

زما مینه شهیده شوه/شکورالرحمان حمیدي

زمامينه شهيده شوه ناولپنځمه برخه ليکوال /رالیږونکی! شکورالرحمن حميدي دولس غږراډيودنشراتومديرکله چې خوست بازار ته راورسيدو، زاهد وويل چې ډېر سره ټينګېږو نه دواړه به زمونږ کره ځو له هغې وروسته به بيا خپل کور ته ځې ما هم ورسره اومنله د زاهد د کور ته چې راورسېدو د غرمې دولس بجې وې د کور دروازه بنده وه ټکنده غرمه وه، زاهد دروازه

30.01.2012 انعام الله ګوهر

زما مینه شهیده شوه/ناول

زما مينه شهيده شوه ناول څلورمه برخهرالیږونکی:شکورالرحمن حميدي خوست ولس غږراډيودنشراتومديرنن ورځ تر مازديګره ډېره ښه راباندې تېره شوه، د مازديګر پنځنيمې بجې وې چې زاهد راغی، زه يې چې خوشاله او روغ وليدم، زاهد هم زيات خوشاله شو راباندې غږ يې کړ حميده ! لکه چې سرخوږی د ورک شو، ما ورته وويل چې شکر دى زاهده اوس روغ او جوړ يم، څنګه ستا هم په سټيډيم کې څه ساعت تېر شو کنه ؟ زاهد وويل چې ساعت مې تېر شو خو زړه مې ډې

26.01.2012 انعام الله ګوهر

غزل /انعام الله ګوهر

د بندي مرغه په څیر تیروم بند،ژوند بې له تا جانانه نه راکوي خوند،ژوند زما ژوند خو بس یو څو ساعته ژوند و زما ژوند خو  وه هغه ستا په مړوند،ژوند

19.01.2012 انعام الله ګوهر

شعر په غږ کې

13.01.2012 انعام الله ګوهر

زما مینه شهیده شوه/دریم څپرکی

مامينه شهيده شوه ناول دريمه برخهشکورالرحمن حميدي خوست ما لنډ ځواب ورکړ ورته مې وويل چې اوس ددې خبرو وخت نه دى د ښوونځي ناوخته دى راځه چې ځو ښوونځى ته کله چې ښوونځي ته ورسېدو د روان شناسۍ استاذ په ټولګي کې ولاړ وو دواړو د ننوتو اجازه اوغوښته ټولګي ته چې د ننه شوو زاهد کښيناست زه لا په خپل ځاى ناست نه وم چې استاذ وويل حميده د روان شناسۍ تعريف که راته وکړې . تېره ورځ مې درته

12.01.2012 انعام الله ګوهر

غزل او څلوریزه/انعام الله ګوهر

غزلماښام د سیند په غاړه او سحر د سیند په غاړهزه ګرځمه یوازي اوس اکثر د سیند په غاړهچې کله مې په زړه ستا د غمونو چپې راشيراووځمه او کینمه بهر د سیند په غاړهجانانه ستا تصویر زما په زړه کې داسي ښکاريته راشه او لږ وګوره دا لمر د سیند په غاړهچپې چپې چپې چې د ساحل په خوا رادروميپه غیږ کې مې ورټینګ کړي زر دلبر د سیند په غاړهته ورشه د څپو غیږ ته ځان واچوه ګوهرهپیدا به نه کړې هیڅکله ګوهر د سیند په غاړه

10.01.2012 انعام الله ګوهر

زما مينه شهيده شو//دوهم څـپرکی

زما مينه شهيده شوه ناول/شكورالرحمان حميديدوهم څـپرکی

09.01.2012 انعام الله ګوهر

زما مینه شهیده شوه/ناول

بسم الله الرحمن الرحيمزما مینه شهیده شوه (ناول) لومړی څپرکی لیکوال : شکورالرحمان حمیدي

07.01.2012 انعام الله ګوهر

غزل // انعام الله ګوهر

د یوه نامعلوم شاعر د غزل په لیکه په زړګې مې ستا غمونه لکه غرونه وړمه دا درانه بارونه لکه غرونه را تاو شوې دې زما او د جانان نه رواجونه ،دیوالونه لکه غرونه زه د عشق په سمندر یم ورګډ شوی دې په مخ کې مې موجونه لکه غرونه زما خیالونه،ارمانونه،امیدونه لکه غرونه ،لکه غرونه ،لکه غرونه د دنیا هر یو ستم ته یې ملا ورکړه پښتانه لري کلک زړونه لکه غرونه د حکمت او محبت ګوهر په کې دي اې ګ

06.01.2012 انعام الله ګوهر

غزل // رحیم خوشال

رحيم خان (خوشال)غزلستوروته به نن شپه دجانان خبره سپېنه کړمسپوږمۍ به ور سره وي دارمان خبره سپېنه کړمژوند هم عجبه غوندي روان ده خيال مي نه ساتياوس درته مرګيه دجهان خبره سپيېنه کړمکلی وو تياره وه ما له ژونده سره لوبې کړيله ځانه ورته تيروم ددرمان خبره سپېنه کړمڅه چي درته وايمه منه يي اعتبار کوهدبل درته څه نه وايم دځان خبره سپېنه کړمتا رحيم خوشال سره خبره تر حد تيره کړهنوره نه سميږي په ايمان خبره سپېنه کړمخوشال پکتيکا ولايت ښر

06.01.2012 انعام الله ګوهر

غزل // انعام الله ګوهر

زما په زړه کې له مودو نه د یو چا تصویر دی ماته خو ښکاري چې جانانه دغه ستا تصویر دی د یوې جینۍ په المارۍ کې تر بنګړیو لاندې په سره رومال کې څو خطونه او زما تصویر دی زما له اوښکو په دې ډکو ډکو سترګو کې پروت د چا د سرو شونډو د مینې د (مسکا) تصویر دی د مخ له جیبه یې راوباسم او ښکل یې کړمه اخ شکر خدایه رالیږلی مې اشنا تصویر دی دا په قبرونو چې دا شنې ،سپینې جنډې رپیږي دا د دې ژوند کیسه او دا ددې دنیا تصویر دی هغه سړي چا

05.01.2012 انعام الله ګوهر

دا دې یو کال تیر شو

دا دې یو کال تېر شو/ادبي ټوټه   دا دنیا څومره بې وفا ده.دا دې د هغه کس نه پرته یو کال تېر شو. هغه کس چې زما سره وه نو ما داسي فکر کاوه چې دا ټوله دنیا زما ده.هغې چې به کله ماته وړې او خ

03.01.2012 انعام الله ګوهر

نوی غزل //انعام الله ګوهر

یار مې ښکلې په زړه پورې ،راته ګوري زړه مې ریږدې،زړه مې ښوري،راته ګوري یو څو ښکلې مې د زړه اسمان کې مېشت دې بس له ورایه لکه ستوري ،راته ګوري زه خو دا له خدایه غواړم چې جانان مې راته ګوري،راته ګوري،راته ګوري چې جانان مې راکتل نه،ها وخت تېر شو اوس خبري کوي نوري،راته  ګوري زه دولت ځکه نه غواړمه چې بیا به ډیر مایوسه، ډیر کمزوري،راته ګوري وې ځه بل وخت به خوله درکړمه ګوهره اوس ډیر خلک له هر لوري راته ګوري

03.01.2012 انعام الله ګوهر

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more