مامينه شهيده شوه ناول دريمه برخه
شکورالرحمن حميدي خوست

ما لنډ ځواب ورکړ ورته مې وويل چې اوس ددې خبرو وخت نه دى د ښوونځي ناوخته دى راځه چې ځو ښوونځى ته کله چې ښوونځي ته ورسېدو د روان شناسۍ استاذ په ټولګي کې ولاړ وو دواړو د ننوتو اجازه اوغوښته ټولګي ته چې د ننه شوو زاهد کښيناست زه لا په خپل ځاى ناست نه وم چې استاذ وويل حميده د روان شناسۍ تعريف که راته وکړې . تېره ورځ مې درته د روان شناسۍ تعريف کړى وو . ډيرو شاګردانو راته وکړ خو ډېر مات ګوډ وو .
شاباس ته د روان شناسۍ تعريف وکړه ما چې په ذهن هر څومره زور راوړ يو تعريف مې په کې پيدا کړ خو استاذ راته څلور تعريفونه کړي وو. ما په لنډو وويل چې روان شناسي هغه علم دى چې د ژونديو موجوداتو کردار ، راوش او سلوک تر څيړنې لاندې نيسي استاذ وويل شاباس يواځې تا وکړاى شول چې تعريف په سم ډول سره راته وکړې ته کښېنه شاباس .
بيا يې زاهد ته وويل چې ته پورته شه ته راته ووايه چې کردار ، راوش او سلوک څه ته وايي؟ زاهد کله لاس سرته پورته کړي سروګروي بيا لاس ښکته کړي کله يوې خوا شي کله بلې خوا زاهد ځواب پيدا نه کړ، زاهد ته يې وويل ته کښينه استاذ دې کردار ، راوش اوسلوک په اړه ډېرې خبرې وکړې، زما سترګې استاذ کې وې ناست روحاً دلته وم خو روح مې د وړانګې په کور منګولې خخې کړې وې زمونږ د روان شناسۍ او پښتو معلمان به دې انسان پر زړه ډېر ښه پوهېدل چې څه ډول ستونزه به وه نو د هغې د ستونزې په لور به لاړ .
دهغې په اړه به يې خبرې وکړې نو زه لا د وړانګې په فکرونو کې وم چې راباندې غږ يې کړ حميده ! څنګه په کردار ، راوش او سلوک باندې خو پوه شوې ؟
خو د استاذ خبرو باندې زه پوه نه شوم، زاهد په څنګلې سره اوخوزولم چې استاذ تاته وايي لکه يو څوک چې اوس له خوبه رابيدار شي سر مې پورته کړ غږ مې کړ چې استاذه ماته وايې، استاذ اوويل چې هو تاته وايم، ما ورته وويل استاذه څه ډول پوښتنه د اوکړه استاذ وويل چې د يوسف او زليخا کتاب ختم شوخو پرې پوه نه شوې .
ددې خبرې سره ټولو شاګردانو وخندل استاذ لاس پورته کړ شاګردان غلي شول استاذ د روان شناسۍ نوټ کېښود او په خبرو يې شروع وکړه، زه ډېر هک پک شوم لکه استاذ چې زما په زړه خبر وي او يا چا څه ورته ويلي وي چې حميد په دې ډول کش مکش اخته شوى دى ،استاذ وويل چې څنګه مينان شوي خو به نه يي ؟
ټولو شاګردانو وويل چې نه استاذه له مونږه مين توب څه غواړي ، استاذ خبرې ټولو شاګردانو ته کولې خو په خبرو ، خبرو کې به يې ماته ډېر کتل،استاذ وويل چې ګورۍ تاسې خو شکر دى سږ کال فارغېږى بيا که خداى کول کوم پوهنځى لولى تاسو بايد ديوې کوچنۍ پېښې په مقابل کې ځانونه تسليم نه کړى، تاسو بايد مقاومت وکړئ ، ترڅو بريالي شى استاذ په خبرو خبرو کې يو مثال راوړ، که يو څوک په يو چا باندې په يو نظر مين شي نو سمدستي هغه ته خپل واک او قدرت ور نکړي هڅه دې وکړي څو مقابل لورى هم معلوم كړې چې هغه هم ستا په شان دى او که يواځې تا پر هغې زړه بايللى دى شکر دى تاسو ځوانان يى، په همدې سره د ښوونځي زنګ وترنګيده او رخصتي شوه .


دريم څـــپرکی

د جمعې شپه ډېره په سختۍ راباندې تېره شوه د جمعې ورځ وه زاهد وويل چې راځه چې د سټيډيم په لورې لاړ شو هلته به لږه د لوبو ننداره وکړو بيا به راځو.
ما ورته وويل چې ته لاړ شه او زه غواړم چې لږ ارام وکړم بيګاه شپه مې د سرخوږۍ له امله هيڅ خوب نه دى کړی. زاهد وويل: چې دا څنګه سرخوږى دى هر وخت چې زه درته ووايم چې چکر ته ځو ته راته وايې چې سر مې خوږيږي کله يوه پلمه او کله بله پلمه اخر په تا څه شوي دي او څه درباندې وشول؟
په ډېره عاجزي مې ورته وويل چې زاهده هيله کوم تر دې نور راسره ټينګ نه شى زاهد هم غلى شو او د باندې په نه زړه روان شو زه هم د کوټې په کونج کې په دواړو پښو کښېناستم او سر مې د زنګنو په منځ کې کېښود او له ځانه سره مې ښه ډېر وژړل په ژړا ، ژړا کې مې له خولې دا لنډۍ راووتې .
افسوس ، افسوس ارمان ، ارمان دى
خالي ميدان دى سترګې چا ته واړومه
اور د هجران راته بليږي
قطرې قطرې غوښې د زړه پرې پخومـــه
د جنت حورې زما مينې که حال مې وينې ليونۍ در پسې شومــه غمه راځه چې غم ونکړې زړه مې پښتون دى ميلمه نه خفه کوينه اى پيښوره بختوره ! دخوست پيغلې ، لا مې لنډۍ پوره کړې نه وه چې موبايل ته مې زنګ راغی کله مې چې موبايل ته وکتل د زاهد د خور وړانګې نمبر وو زړه مې په درزه شو لاسونو مې په رپ رپي شروع وکړه لاسونه مې ډېر سخت رپېدل ، زړه مې دګ ، دګ کول موبايل مې اوکې کړ په ماته ګوډه ژبه مې وويل أ ، أ ، أ ، الو ، الو، د هغې خوا خوږ غږ راغی بلې حميده! وړانګه يم د زاهد خور ما ورته وويل اوه، ه، ســـــ ، ســــــ، سمه ده و ،ه ومې پېژندې څــه ، څــه ، څـــه څنګه يې وړانګې له خندا شنه شوه چې په دې ژبه دې څه شوي دي سم غږېږه ما وويل چې هــ ، هـــ ، هسې هيڅ راباندې نه دي شوي .
هسې لږ روغ نه وم وړانګې وويل خه زاهد چېرې دى؟
ما ورته وويل چې هغه سټيډيم ته تللى دى لږ وروسته به راشي وړانګې وويل چې يوه پوښتنه کوم ما وويل يوه نه سل پوښتنې خو اوکړه د وړانګې ژبه بنده بنده کېده داسې يې وويل اغه...اغه څو ورځې وړاندې مې چې له ...له ...له تاسره ....خبرې يې بندې شوې ما ورته وويل چې څه له ماسره هغې وويل چې له کومې ورځې مې له تاسره خبرې کړي له هغې ورځې وروسته مې دا ، دا ، دا زړه داسې بل ډول دى ستا د ليدو په ارمان
خداى شته چې دا خبره په ما داسې ولګېده لکه په خوږ شوي ځاى چې ملهم کېږدې.
زه تر ډېره غلى وم نه هغې څه ويلى شول او نه ما ، زړه مې لږ سره کلک غوندې کړ ورته ومې ويل چې وړانګې ګرانې زه هم همداسې يم خو ښه شوه چې تا په خپله راته وويل ما خو زړه نه شو غټولى چې درته مې ټيليفون کړى واى او يا مې درته ويلي واى وړانګې وويل جانه غوږ شه چې څو لنډۍ درته ووايم .

اول مې فکر درته نه وو
اوس مې د زړه ستنې کږې در پسې دينه
چې نيمه شپه شي راپه ياد شې
بيا ترسهاره ياره ويښه ناسته يمه

وروستۍ لنډۍ يې چې وويله نو راته غږ يې کړ جانه ، وجانه ! خبرې مې اورې
ما ورته وويل بلې ګرانې خبرې دې اورم هغې وويل سمه ده جانه د اوس لپاره هم دومره خبرې بس وې بله ورځ به بيا سره غږېږو د خداى په آمان ما چې خوله خداى په امانۍ ته جوړوله ، هغې مې بيا خبره پرېکړه يوه خبره بله کوم جانه ، اى جانه ! زه ، زه ، زه له تاسره مينه لرم له همدې ويلو سره يې اړيکه پرې کړه ما هم داسې موبايل غوږ ته نيولى وو په مغزو کې مې د وړانګې خبرې انګازې کولې جانه ، اى جانه! زه له تاسره مينه لرم .