ملګري ملتونه په یوه راپور کې ویلي چې تیر کال د افغان وژل شویو او ټپي شویو ماشومانو شمیر د ټولو هیوادو په تناسب زیادتره وو. د ملګري ملتونه سازمان په خپل وروستي راپور کې، د "ماشومان او وسله واله جګړه،" تر عنوان لاندی لیکی، چې: تېر کال (۲۰۱۶م.) په افغانستان کې د افغان ماشومانو د تلفاتو شمیره له (۳۵۰۰) څخه زیات وو!

آیا دا تریخ واقعیت زمونږ ټولو افغانانو لپاره، او بلخصوص زمونږ همهغه جګلییزه اتل افغانانو لپاره چې خپل دَبَل بریتونو او دَبَل ږیره د خپل اتلتوب سمبول په حیث ټول نړی ته ښکاروی، د یو دول شرم، حیا او خجالتی ځای نه ده؟

یوازی تېر کال په افغانستان کې د افغان ماشومانو تلفات له (۳۵۰۰) څخه زیات وو!

د ملل متحد د راپور کولای شو، چې، مونږ په داسی دول هم تعبیر او تفسیر کړو، چې، مونږ افغانان خو متاسفانه نه د خپل ځان او نه هم دخپل ماشومانو د اړتیاوی په قصه کې یو، نه د ژوند مسله په قصه کې یو، نه د ژوند ډول یا د ژوند څرنګوالی په قصه کې یو، نه د ژوند سویه په قصه کې یو، نه دخپل نفوذ په هکله او نه هم د خپلو ماشومانو د نفوذ په هکله دقیق معلومات لرو، خو په هر صورت اوس یو بین المللی سازمان مونږ خبر کړ، چې، یوازی تېر کال په افغانستان کې د افغان ماشومانو تلفات له (۳۵۰۰) څخه زیات وو!

اوس څه به وکړو؟

بی له شکه چې زمونږ ټولنه د څلویښت کلیز جګړو په ذریعه یو دول نه، یو دول مجنون ټولنه یا جنون وهلی ټولنه شوی ده، چې، په لمړی ګام کې مونږ یو دقیق او صادقانه بین الافغانی سوله ته شدیداً اړتیا لرو، تر څو ورپسی له سوله څخه، خپل نورو مشکلاتو ته رسیدګی وکړو!

---------------------------------------------------------------
به امید اصلاحات وسیع اجتماعی در افغانستان عزیز
به پیش به سوی مبارزه با فساد اداری و آوردن صلح بین الافغانی!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!
به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!
به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!
به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما