د بشر خورې امريکا د دفاع وزير جيم ماټيس وړمه ورځ د سنا د وسلوالو خدمتونو کميټې ته خبرې وکړې او ويې ويل چې د افغانستان اړوند د ټرمپ نوې ستراتيژي د ټولې جنوبي اسيا لپاره د ثبات او امن ضمانت ورکوي. موږ بايد ضرور په افغانستان کې پاتې کيدل ياد ولرو، تر څو امريکا په امن کړو او په دې متيقن شو چې په جنوبي اسيا کې د امريکايي خاورې، د هغې د شريکانو او متحدينو په ضد حملې نه طراحي کيږي.

نوموړي زياته کړه چې په افغانستان کې سوله او ثبات او د دې مسئلې سياسي حل هله ممکن دی چې د ده په خبره طالبان د تروريستي ډلو له حمايت او خپله له تروریستي اعمالو لاس واخلي.

ماټيس په ډېره سپين سترګۍ له افغانستانه د جګړو ډګر جوړولو خبره کوي، په داسې حال کې چې د دې خبرې هيڅ دليل ورسره نه و، چې په امريکا يا يې د متحدينو په کورونو کې د پيښيدونکو ناخوالو ريښې له افغانستانه وررسېدلې وي. دوه ورځې وړاندې په لاس ويګاس کې د خونړي قتل عام پلان په افغانستان/جنوبي اسيا کې جوړ شوی و او که خپله امريکا کې يو امريکايي له امريکايي ساخت وسلتونونو وسلې تر لاسه او په امريکايانو يې بې درېغه وچلولې؟ دغه راز نورې پېښې هم په لاس ويګاس قياس کولی شو. او بيا د امريکا د امنيت په خاطر له افغانستان څخه د ګردي جنوبي اسيا د کنټرول لپاره د امنيتي پوستې په توګه کار اخيستل به په کوم قانون روا وي او د کوم سالم عقل خاوند ته به يې توجيه د منلو وي؟!

داسي ښکاري چې ماټيس افغانستان ته د ناڅاپي سفر په مهال د مجاهدينو آګاهي او په کابل هوايي ډګر کې د ده په سياسي وفد باندې پروخت او منظم بريد سخت ترهولی دی او د دې حقيقت منلو ته يې مجبور کړی چې طالبان يو قوت او د مسئلې يو لوری وپيژني. خو چې په دې حقيقت يې د خپل امريکايي غرور له مخې ژبه نشوای اړولی؛ نو ځکه يې يو ځل بيا په تروریستانو او د دغسې ډلو حمايت کونکي ياد کړل، تر څو خپلې امريکايي نړيوالې دهشتګردۍ ته توجيه پيدا کړي.

د ماټيس لخوا د افغانستان د مسئلې سوله ييز حل د طالبانو د مقاومت تر توقف پورې تړل هم په هيواد کې د جګړې غزولو، درنو بمباريو، مرموزو چاودنو او وحشيانه چاپو وهلو ته يوه بهانه لټول او د ناوړه پيښو پړه د طالبانو په اوږو اچولو غير معقوله هڅه ده، ګنې ماټيس په دې ښه پوهيږي چې تروريستې ډلې، هدفي وژونکي، غيرمسول وسلوال، شخصي مليشې او اختطافګر راساً د امريکايي استخباراتو او يا په امريکايي ډالرو د دوی د لاسپوڅو لخوا جوړيږي او تمويليږي.

همدا تيره ورځ د سپينې ماڼۍ يو تن چارواکي رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې په نژدې ورځو کې به ۳،۵۰۰ سرتيري افغانستان ته راواستوي، د ډنفورډ په نوم دغه چارواکي دا هم ويلي چې د افغانستان په جګړه کې د امريکا اوسنی کلنی لګښت تقريبا ۱۲.۵ بليونه ډالره دی، او په نوې ستراتيژي کې پرې ۱.۱ بليون نور ډالر هم اصافه شوي دي. مطلب دا چې له دې وروسته به امريکا په افغانستان کې د جګړې د اور په تازه ساتلو هر کال ۱۳.۶ بليونه ډالر مصرفوي.

که امريکا رښتيا هم د افغانستان مسئلې ته د واقعي سياسي او سوله ييز حل په لټه کې وای، نو بيا د تازه دمو عسکرو راليږل د څه لپاره، د امريکا په بوديجه کې د افغانستان لپاره نور ډالري مصارف زياتول د کوم هدف په موخه؟، خو له دې سره سره د ټولو نړيوالو نورمونو خلاف له افغانانو د مقاومت او د ازادۍ لپاره د مبارزې بس کولو غوښتنه کول يوازې د افغانانو قتل عام او لا دربدره کولو ته لاره هوارول دي.

د جيم ماټيس د وينا په اوريدو سره دې يقين ته رسيږو چې امريکا اوس په دې هڅه کې ده چې د ټولې جنوبي اسيا لپاره له افغانستان څخه امنيتي پوسته جوړه او ماټيس يې قومندان وټاکي.