اندونیزیایي ساحل ساتونکې وایي د شپږو کډوالو مړي یې موندلي چې کښتۍ یې د مالیزیا څخه اندونیزیا په لور راتله خو د خرابې هوا له امله د تیرې سه شنبې يه ورځ ډوبه شوه. په دغو مړو کې دری یې ماشومان دي.

له دغه کښتۍ یواځی دوه تنه چې ښځه او خاوند دي د یو ماهي نیوونکې او د کلي د خلکو په مرسته ژغورل شوي.

د ژغورل شوو په وینا په کښتۍ کې تر ۱۲ زیات کسان سپاره وه چې غوښتل یي د مالیزیا څخه اندونیزیا ته لاړ شي خو د سفر د پېل نه څو ساعته وروسته د مالیزیا د (بورنیو) ټاپو ته نږدی یې کښتې د هوا د خرابوالي له امله ډوبه شوه.

تېره میاشت بیا مالیزیایي ساحل ساتونکو د دغه هیواد د (جوهار) ایالت په ساحل کې د کډوالو ځینې جسدونه چې د اوبو د څپو په واسطه غاړه ته شوي وو موندلې ول. دغه مړي له هغه کښتۍ څخه وو چې باور کیږي تر څلویښتو زیات غیر قانوني کډوال یې لیږدول.

په دغو سمندري لارو کډوال هڅه کوي چې ځانونه استرالیا ته ورسوي چې بیا زیات وختونه تری د داسې پېښو راپورونه هم ورکول کیږي.