څومره چي په پاكستاني ټولنيز ژوند كي وسا عربلور ساه تنګي شوي وه او دَ دې ځاى دَ خلګو وَ روئيو او خوئيو ته څه ؟ چي په هرڅه هرڅه باندي ورته دَ حېرت ګوته په غاښ وه .. نو هغومره به يې زيات په مينه ځان دَ پښتني كلچر برخه كولو هڅه شايد چي په دې خبره كوله ، چي هغې له سېلاني سره دَ هغه تر توقعاتو هم زياته مينه كوله ­ هم ځكه خو دَ سېلاني په كورنۍ كي هغې ته داسي يوه لانجه هم نه شوله جوړه ، لكه قلوپطره ته چي دَ جوليس سيزر په كوركي په لومړي ځل  ورننوتلو كي له نورو غړو څخه څه ، چي دَ هغه له لومړۍ ښځي څخه لا هم ډېره تنګه شوي وه ­ بلكې هغې ډېر ژر دَ سېلاني په كورنۍكي ځان دَ يوې مهم غړي په توګه ځاى هم كړو -

 ياني لكه څنګه چيَ قلوپطره په روم كي دَ رومنو په زړونو باندي دَ حكمرانۍ كولو په غرضي نيت خپلي موسكاګاني جارَولې او غوښتلو يې چي دگرست روم هم دغه رنګه لاس ته كړي لكه دَ روم  والي جوليس سيزر چي يې ځانته مات كړى وْ ­ هو .. دلته كه څه هم  هغسي كيسه وه او دې ډاكټر وسا دَ سېلاني دَ زړه دُنيا قبضه كولو ورسته دَ ميني په نوم بېرغونه دَ هغه په كورنۍ  كي دَ هر واړه او لوى كس په زړه كي په نه وخت كي لګولي وْ .. خو جذبې يې غرضي ګرسره نه وې ­ ولي چي هغې له سېلاني سره سُوچه مينه كوله او دې ميني هغه هري قربانۍ ته ډېر په خوشالۍ تړلي وه ­ هغه ډېره خوشاله وه او په هېره يې لا هم دَ سېلاني او دَ هغه دَ كورنۍ په باب معمولي ګيله هم نه راتله -  

   هرڅه هرڅه .. خو بلي خواته سېلاني نه غوښتلو، چي هغه دي فقط دَ كور دَ څلور دېوالونو بنديوانه ښځه پاتي شي ­ ولي چي كه څه هم وسا هيڅ نه ورته وئيلو..خو هغه خبر وْ ، چي وسا نه يوازي دَ پراخي فضا مارغه وْ، بلكې يوه ښه ډاكټره او ماهر اّباديات هم وه ­ نو ځكه خو هغې ډېر ژر بيا دَ ځيني انټرنېشنل اين جي اوګانو سره كار كولوكي دَ  افغانستان دَ ښځو او ماشومانو دَ روغتيا او ښېګړي دپاره په " وميز كميشن" پېښور كي په ډېره خوشالۍ او همت باندي دَ ستري مديري په څير كار ته داسي شپه او ورځ يوه كړه ­ چي په لږ وخت كي دَ  افغان وطن دَ هغه تورتمي دور ځناوري روئيو چيچلو ښځو په پُرهارونو باندي دَ ملهم ږدلو په صله كي كه يوې خواته دَ ښې طبيبي په توګه په نړۍ كي نوموړي كېدله لګيا وه ­ خو بلي خواته دَ دې انساني همد ردۍ په بدله كي دَ سېلاني دَ هېواد ځينو مخفي او ښكاره ادارو له خوا نه يوازي دَ انكم ټېكس ، فارن سروس ټېكس او لا ګوره چي په څه څه نومونو دَ كتابي او لاسي قانون له لاري ورڅخه دومره ناروا شكوني شروع كړل شوې ، چي يوه ورځ چي دې هېواد دَ دغو تورمخو دَ زور زياتۍ څخه ساتنګي شوله ..  او وَ سېلاني ته په يې نېغه وَ وئيلو، چي  ..

 " سېلانيه ! ماته داسي ښكاري لكه ستا په هېواد كي چې زه هغه يوازينۍ بهرنۍ ښځه يم .. چا چې له يو پاكستاني سړي سره واده كړى دى "

 " يَه يَه وسا ! داسي خبره نه ده .. بلكې بلا ډېروخلګو دلته له بهرنئيو ښځو سره ودونه كړي دي لكه عمران خان  چي له پيرنګۍ جمائمه خان او ..."

دَ وسا دَ پوښتني په ځواب كي چي څنګه سېلاني دومره لا سم نه وْ وئيلي چې هغې وار لاس ته كړو او وَ يې وئيلو  .. 

" " لاكن هغې خو هم پاكستان او عمران پرېښولو

دا خبره چې څنګه هغې په لغازي موسكا كي سر ته وَرسوله نو دَ سېلاني په بدن كي  دَ برېښنا يوه نرۍ څپه اوځغلېده او دَ يوې نامعلومي امكاني ويري له لاري يې مخ ور واړولو  .. 

" " پوهى نه شوم وسا! .. چي ته څه وئيل غواړې ؟

  " " هيڅ نه .. هيڅ نه

وسا يو دم داسې وئيلو ورسته  يو دوه ګامه ورمخته شوه او په وچو موسېدلو شونډو كي يې ژبه داسي ورته ګويانه كړه  ..

 " ويريږه مه .. زما ژوند او مرګى به لتا سره وي او زه به كله هم تا يوازي نه پرېږدم ، خو اې زما خوږه سېلانيه  ..."

" " خو .. خو څه ؟ وايه وسا

سېلاني چې داسي تپوس په حېرانتيا ورڅخه اوكړو ، نو دَ هغې په سترګو كي نرۍ روڼي اوښكي يو دم راجرګه شولې او په اوږدې سړې ساه كي يې هغه ته داسي وَ وئيلو  ..

" " زه خو والله چي ستا دَ هېواد له دې خفيه ادارو تر پوزي پوري راغلي يمه

او بيا يې په  ژړَغوني انداز كې خبره داسي مخته بوتله  ..

" " سېلانيه ! داسي مياشت نه شته چې زه دَ يوه نا يوه اّزمائشي رپورټ يا سوال ځواب  څخه نه تېرېږم

" " ياني دَ دې دومره  روا او ناروا ټيكسونو وركولو پرته هم

" " هو .. پوهېږم نه چې ولي؟

دومره وئيلو ورسته يې په وړو سلګيانو كي خپل سر دَ سېلاني په اوږو كښېښولو او دَ ماشومي جنۍ په شان په ژړا سر شوه ­ سېلاني ..كه څه هم دَ خپل هېواد دَ ادارو په ناواړو  روئيو خبر وْ او پخپله هم دَ وسا سره دَ شريعت محمدي دَ لاري روا كړل شوي واده په جُرم كي تر هغې لږ نه وْ تنګ كړل شوى ­ خو بيا يې هم هغې ته نه يوازي تسلياني وركولې بلكې په خپل هېواد باندي پړده اچولو هڅي يې هم داسې كولې -

" وسا جاني ! ته زړه مه وړوكى كوه ­ زما دَ هېواد خلګ بد نه دي .. دَ دې ادارو خلګ هسي خپله تسلي كول غواړي او داسي خو په هر هېواد كي كېږي ­ او بيا نن سبا خو په درسته دُنيا كي حالات ښه هم نه دي"

خو هغه وه ، چې په سرو سرو اوښكو ژړېدله او بيا بيا يې ورته وئيلو  ..

" " منم منم هرڅه منم .. لاكن له ما څخه دا قانوني خلګ پيسې ولي بيا بيا غواړي ؟

" " ښه ښه .. نو مطلب دا ، چې تا هغوئ په پيسو روږدولي دي؟

او بيا يې په سر لاس ورتېرولو ورسته لا نور څه ورته وئيل غوښتلو چې هغې ورته په هټكيانو كي په وړه خله وَ وئيلو  ..

 " نو زه څه وَ كړم .. چي پيسې نه وركوم ، نو هغوئ رقم رقم دهمكياني راكوي او داسي لا هم راته واي چي كه دي پيسې نه كړې پرې .. نو هغوئ به په ما باندي داسې او هاسي تورونه اوكېسونه وَتپي ، چي هغه به ټول عمر ځان نه كړي ورڅخه خلاس"

 ..."    " ښه ښه .. خبره تر دې ځايه رارسېدلي ده لاكن

 " لاكن څه ؟ ته هم دَ هغوئ له مخه هيڅ نه شې كولى او نه زه غواړم چي تا له هغوئ سره په لا نجو كي اخته كړم ­ ولي چي هغوئ خو ستا په سر باندي هم ما ته دهمكياني راكوي او واي .. چي موږ به ستا مېړه هم جېل ته بوزو "

 " په څه باندي .. ؟ "

مخته  سېلاني بله هيڅ خبره له خلې څخه ځكه نه ورته وَ ايستله ، چي هغه خپله خو هم په وار وار له داسي امتحانونو څخه تېر شوى وْ او لا دَ هغې په ميني كي تېرېدو لګيا وْ ­ نو په دې خو يې يوه سړه ساه ناببره وَايسته او دَ زړه له سوخته يې داسي اّه له خلې څخه راوَوتله  .. 

 " خدائى پاك مو سړي كړه اې دَ شېطان لعين په لاره روانو نام نهادو مسلمانانو .. تر تاسو خو شنه كافران لا هم ښه دي ­ دَ زړه ترس خو لري ­ اّخر په كوم جُرم مو موږ نيولي يُو؟ "

 او بيا يې وسا په سر څپ كولو سم دستي پخپله هم دَ دې هېواد دَ غړي په حېث دَ خپل راپورته كړل شوي سوال ته دا خبره په ډكو سترګودَ ځواب په هيله داسي سوال كړه  ..

 " په دې جُرم چي .. موږ دَ خدائى او دَ  رسول الله صلى الله عليه واله وسلم په لاراو ليكه  شرعي واده كړى دى؟ او كه  زموږ قصور دا دى چي دَ مروجه ملكي قانون له لاري دلته ژوند كولو ته جوګه شوي يُو؟ "

او بيا يې په زړه زړه كي دَ وسا هغه خبره چي څه ساعت وړاندي يې كړي وه لاهم په داسي صداقت تسليمه كړه چي  ..

" " ښه ښه .. اوس پوهى شوم .. چي زما په دې ملك كي بهرنۍ واده شوي ښځي ولي نه تم كېږي ؟؟

_ 2 _

غرض دا ، چي ډاكټر وسا په قانوني توګه دَ  پاكستانۍ كېدلو په جرم كي نيول شوي هغه وخت لا نوره هم له دې هېواد څخه زړه ماتي شوه گ چي كله يې له هغې څخه دا حق واخيستلو، چي ګني هغه په حېث دَ يوې ډاكټري دَ انسانيت خذمت نه شي كولى ­ ياني .. كه څه هم حكومت  دَ هغې دَ   ايم ډي ډګرۍ په باقاعده توګه دَ ايم بي بي ايس برابره تسليم كړي هم وه ­ ګوا لنډه دا، چي ډاكټر وسا دَ پاكستان شهريت تر لاسه كولو پرته هم پاكستانۍ تسليم نه كړل شوه -

 نو ځكه چي وسا عربلور دَ خپل دې نوي اسلامي هېواد چي ورته دَ اسلام كلا هم وئيل كېږي كي دَ اوسېدولو په جرم چي دَ هغه ځاى دَ خلګو له غېر انساني روئيو څخه تر نپسه شوه ، نو يې يوه ورځ دَ اوښكو په بهير كي دا فېصله هم وكړه ، چي هغه به دا هېواد پرېږدي ­ ولي چي هغې نه غوښتلو، چي خپل صلاحتونه په يو داسي هېواد كي ضائع كړي ، چرته چي دَ سړيتوب په نوم لا هم دَ خلګو په تنديانو كي ځناوري ګونځي راغونډ ېږي ­ چرته انسان او دَ هغه دَ استوګني سوال ؟ چي ځواب يې دَ نړۍ دَ هيڅ يو چا په خوب كي لا هم په ممكناتو كي نه شي راتلى ­ نو هم ځكه خو سېلاني حق بق پاته شو ­ چي نه يې هغه په تللو پيرزوْ كېدله او  نه يې دا غوښتلو، چي هغه دي پاته شي ­ ولي چي هغه خپله خو هم كه يوې خواته دَ خپلوانو په روئيو سركُوزى او دَ هېواد په نامه باندي دَ خپل عزت په تول كي دَ هغې له مخي ډېر زيات سپك شوى وْ .. نو بلي خواته دَ هغه سپېڅلي پښتني احساسات او جذبات هم دَ يوې بهرنۍ مسلماني ښځي سره په واده كولو كي دومره ژوبل ژوبل كړل شوي وْ ، چي كوم طبيب ته به يې هم دَ ګنډلو  دپاره دَ ځيګر په كاسه كي وړاندي كولو ، نو هغه به يې پرهارونه لا نور نور په نُوكانو باندي شايد چي په دې سوب ور پژلو ­ چي دَ هغه طبيب په ټولنه كي په لومړي ځل خو داسي دَ قانون له لاري انساني او مسلماني كار شوي وْ ، چي په كي يو انسان وَ يو بل انسان ته دَ خداى او دَ رسول په لاره باندي دَ تللو دپاره اوږې وركړي وې ­ هو ، كه څه هم هيچا په خلې باندي ورته بد كار نه وئيلو، خو خوښ يې په دې سوب نه وْ، چي داسي كار بې دَ هغه امن پرست او په هره مانا انسانيت ته نيږدې انسان چي خلګو به ورته لېونى او بې لاري شوى سېلاني وئيلو په چپه بل هيچا خو په هېره سوچ كولى هم نه شو - 

  سېلاني ته دَ خپل هغه خواخُوږي دوست دا وينا په بيا بيا يادېدله چي څو كاله مخ كي يې هغه وخت ده ته په ډېر تكرار داسي كړي وه  .. 

 " سېلانيه .. ښه به دا وي ، چي دا خپله بهرنۍ مائينه دي دَ خپل اكا لور په ريكارډ كي ښكاره كړه او پرېږده دَ هغې دا دَ شهريت ستونځي"

خو ده كله دَ چا منلو او په وار وار به يې په انساني او قانوني دليلونو باندي له هغوئ سره داسي بحث كولو  ..

 " زه هيڅكله نه غواړم چي دَ اسلامي شريعت له لاري خپله شوي مائينه په غېر قانوني لارو باندي ځانته حرامه كړم  ..     

هغه دوست كه به هر څو دَ سېلاني سر په دې خبره خلاسولو ، چي په دې هېواد كي سم او قانوني كار ته په بده سترګه كتل كېږي ، او دغه قانوني شهريت به يوه ورځ دَ هغه په غاړي كي ور لوېږي .. خو هغه دَ قانون په ضد هيڅ يو كار ته نه جوړېدلو او په دې خبري يې ټينګار كولو چي هغه به دَ وسا دَ پاره پاكستاني شهريت ضرور دَ قانون له اُوږدې لاري تر لاسه كوي ­  او په څنګه څنګه ستړو او كړكېچنو لارو باندي يې تر خپلي وسا پوري چي څنګه دَ هغې دَ شهريت زېرې راوړلو، نو له هغې ورځي سره سم يې دَ واده دَ رښتې رسۍ په غاړي كي زيندۍ كېدل هم شروع شوه ­  كومه داسي اداره وه ، چي هغوئ يې اوس نه تنګولو ؟ خو لكه څنګه چي هغوئ دواړو قانون ته احترام لرلو ، نو هم هغسي دَ هپچا په سودابازۍ كي ورګېر هم نه شولو ­ نو ځكه خو  هغوئ اوس خپل پاتې ژوند ته اوږې دَ ضمير دَ اطمينان تر حده وركړي وې او په اغزنو لارو باندي يې مزل كولو - 

 خو اّخير تر كومه پوري؟ هغوئ هم انسانان وْ .. له غوښو څخه جوړ نازك انسانان ­ ګوا دغه دوه مئينان چي كله ستړي شولو ، نو په ډكو سترګو يې يو بل ته ور وَكتلو او په اثبات كي يې سر داسي وَ ښورولو، لكه هغوئ چي دې ژوند او په ژوند پوري اړ دَ دې انسانانو وَ ځناوري  روئيو ته  ماته  خوړلي وي -   

هو.. خبره وه هم دغه رنګه ­ هم ځكه خو چي كله  وسا دا هېواد دَ پنځو كالو دَ استوګني ورسته دَ كال 2003ع په مئي مياشتي كي پرېښولو لګيا وه ، نو يې په ډكو سترګو وَ  سېلاني ته په اسلام اّباد ائيرپورټ كي دَ غاړي وتلو ورسته داسي وئيلو  ..

 " زما ګرانه سېلانيه .. ته ښه خبر يې ، چي زه په خپله خوښه نه ځم ، بلكې دلته په دې هېواد كي زما دپاره دَ اوسېدلو ځاى نه شو پاته"

او بيا يې په نره له سترګو اوښكي پاكولو ورسته په دړدېدلي ژغ كي زياته كړه  ..

 " ژاړم په دې نه، چي لتا څخه ليري كېږم ، بلكې ما دَ شهريت هغه ښائسته سند او دغه زرغون پاسپورټ ژړَوي ، چي ماته يې حق دَ پاكستاني كېدلو راكړى دى "  

اوس كه څه هم سېلاني په سترګو كي اوښكي ورته جرګه كړي وې او په زړه  زړه كي دَ خپل يار هغې خبري ته پشېمانه كېدلو، چي هغه به په ډېره خواخُوږۍ ورته وئيلو ، چي ګني  ..

" دا قانون به يوه ورځ ستا او دَ مائنې په غاړي كي زېندۍ شي ­ ومنه .. او دا انجلۍ دَ خپل اكا لور څرګنده كړه " 

خو اوس وخت دَ هغه له لاسه وتى وْ .. هيڅ يې نه شو كولى ­ ولي چي دَ هغه شېرينه  وسا چي دَ ده ژوند يې وسا كړى وْ  اوس په وړو وړو سُلګيانو كي دَ ورستي ځل دپاره  ورته لاس لا سم پورته كړى نه وْ ، چي بيا دَ ائيرپورټ په لومړي انټري ګېټ كي دننه كېدلو ورسته په دويم ګام  دَ پاكستاني كسټم اهلكارانو دَ هغې وَ ژېړو وېښتو ته كتلو سم دستي دَ هغې په بېګونوكي ګوره چي څه لټولو؟ چي تر نيم ساعته پوري يې سيلاني له دباندي څخه په شيشو كي ننداره كوله ­ او داسي يې سنجَولو، لكه هغوئ ياني دَ قام  محافظان چي دَ وسا نه ، بلكې دَ هغې په لاس كي دَ ده  دَ هېواد دَ پاسپورټ جنازه په نره باسي ­ او بيا له كسټم ائيريا څخه لا سمه مخته نه وه تېره شوي ، چي دَ يوې بلي ادارې دوه كسانو يې داسي په چسپاندۍ لاره وَ نيوله، لكه جوړه چي هغې دَ پاكستاني پاسپورټ او شناختي كارډ په ځاى دَ هغوى دَ هېواد په نوم دَ مرګ  فرمانه په لاس كي نيولي وي  - 

 .. نوهم ځكه خو هغې درې پاوْه ورسته دَ ډيپارچر لانچ څخه په فون باندي وَ سېلاني ته وئيلو

 " خيال مي نه كېږي ، چي بيا به كله هم په دې پاسپورټ باندي سفر وَ كړم ­ ولي چي دَ خپلو خلګو دَ لاسه يې دَ بې عزتۍ دا حال دى ، نو ګوره چي لا نور هېوادونه به يې څه حشر كوي"

   .. او بيا يې مخته دَ ښه ډېر ژړلو ورسته په تندكونو كي وئيلو

 " دا مطلب نه ، چي زه به بيا نه راځم .. راځم به .. ضرور به راځم او بلكې هر كال به راځم ­ خو  سېلانيه .!!. ستا دَ هېواد په پاسپورټ نه ، بلكې په خپل پاسپورټ او هغه هم په لګول شوي ويزې باندي  ..."

" " ګوا وسا .. ته نه غواړې چي بيا ځانته پاكستانۍ وَ وايې؟

 " هو، هيڅكله هم نه .. ولي چي زه ډېره درنه وم چي په خپل پاسپورټ او دَ خپل هېواد په نامه راغلي وم ­ خو اوس ..هو ، اوس ته خپله ښه پوهى يې ، چي ستا دَ هېواد نوم زه څومره وَ زورَولم ­ ستا په ياد شي سېلانيه   وايه ؟ "

" " هو.. وسا ، زما ډېر په ياد شي ډېر ښه.. په ياد شي 

سېلاني به لا په ډډن ژغ كي نور څه ورته وئيلو، چي هغه دَ ماشومي بچۍ په شان په ژړا  سر شوه او څو ګهړۍ ورسته يې فون يو دم داسي ناڅاپه كښېښولو، لكه يو ځل چي بيا له هغې څخه يو  چا  دَ هغې دَ قوميت تپوس كړى وي ­  او يا هغې دا تابياكړي وي ،چي هغه به له خپل مئين سېلاني څخه هم په دې خبره دَ ميني او ويني رښته شلوي ، چي هغه خو هم كه نسلاً نه، اصلاً خو پاكستانى دى ­  هم ځكه  خو سېلاني  په لومړي ځل له ځان سره وَبُوڼېدلو  ..

         "  " زه لكه چي بيا يوازي شوم؟

او بيا يې له سترګو څخه اوښكي لا سمي پاكي كړې  نه وې ، چي دَ  واهمي تخيلاتوپه بهير كي يو چا ورباندي ژغ وكړو  ..

         " .. !! " سېلانيه اې زما خوږه  سېلانيه

      " " وسا ..!! خوږې وسا ته   ... ؟ 

خو هلته هيڅوك نه وْ .. بلكې دا دَ سېلاني دَ زړه ژغ وْ ، چي په ورستي ځل يې ده ته دَ  وسا په خواږه ژغ كي هغه تېر شوي وختونه ورپه يادولو، چي ده  به دَ خپل  ژوند اّواز ګڼلو ­ او هغې ته به يې له ډېري ميني دَ ژوند نوم وركولو ­ خو نن هغه \" ژوند\" دئى بيرته په هغسي مړو كي ورګډ كړلو چي ده دې وخت په ائيرپورټ كي دَ ساه اخيستونكو انسان وزمه ځناورو په شكلونو كي ليدلو لګيا وْ ­ او په وار وار يې سترګي دَ هغو خلګو په لور اړَولې ، چي ځانونو ته دَ قام محافظان په ډېره نره واي ­ نو ځكه خو له ټرمينل څخه چي څه وخت دَ ګاړيانو دَ پاركنګ په لور روان شو، نو يې سينه موږلو ورسته فقط دومره ګيله تر خلې وَ وتله  ..

        "  " چي كور وَ سړي ته اور شي .. نو هغه به څنګه كور وي ؟

او په هم دغه ساعت يو سړى ورته رامخي ته شو او پوښتنه يې ورڅخه وكړه  ..

         "  " ټېكسي خو نه غواړې ؟ 

        "   " يَه يَه ..خپله ګاډۍ لرم

سېلاني چي په كومي لاري له وسا سره ګډ تر ائيرپورټه پوري راغلى وْ ، نو له دې خوا په هغې لاري باندي يوازي داسي په ماتو احساساتو روان وْ لكه هغه چي هر څه شاته پرېښي وي ­ هو .. هغه شپه ده سترګه تر بل سهاره پوري په دې نه كړه پټه ­ چي په هغه كي پروت جوليس سيزر دَ خپلوانو دَ لاسه په چړو باندي داسي ويښتل كېدلو ، چي  هغه به څنګه دَ يوه لاس نيولو، نو بل لاس به بيا ورته راغزېدلى وْ او ظلم لا دا هم ، چي دَ احساساتو طبيبانو يې په پُرهارونو باندي دَ ملهم ږدلو په ځاى مالګي لا جلا دُوړَولې لګيا وْ ­ هم ځكه خو په دې بله ورځ دَ لمر له لومړي څرك سره سم چي په هغه كې مېښته  رومن جوليس سيزر څنګه پور پرې كړو­ نو سم دستي په كي دَ جنرل مارك انتهوني اروا داسي په شان وَ زېږېدله ­ چي هغه يې له نوْ عسكري حوصلو سره بيرته ځوان او په هوډو كي پښتون كړو ­ هغه چې څومره دننه مات شوى .. رامات شوى وْ ، هومره خپلي پښتو په ظاهره په منافقانه موسكا روږدولى وْ ­  ولي چي هغه خو لا ماته نه وه منلي - 

_ 3 _  كه څه هم وسا له سېلاني څخه ليري لاړه ، خو دَ هغې په مينه كي هيڅ كمبوت نه راغلو­ او بلكې دَ هغې له خوا دَ سېلاني دَ زړه ساتني چاري لا نوري نوري هم سېوا شوې ­ په دې خو مات زړى سېلاني هم يو ځل بيرته له نوْ هيلو او غښتلو جذبو سره ملګرى دَ هغې په توقعاتو باندي پوره ختلو ته چمتو شوى وْ ­ او كله چي به هم هغه ورته راتله او يا به دئ ورتللو، نو دَ ليري والي احساس به يې تر منځه نه وْ پاته -

 خلګ هم په خپلو اندازو ځكه غلط نه وْ ، چي داسي يې وئيلو، چي ګني وسا دَ همېش دپاره سېلاني پرېښولو­ ولي چي هغوئ دا ليدلي وْ ، چي سېلاني دَ ډېري مودې ورسته يو ځل بيرته دَ يارانو په محفلونو كي زيات ليدل كېدلو او تر اوله يې شاعري او ادبي چاري هم سېوا شوي وې ­ لاكن رښتيا خبره دا وه چي حقيقت دَ دې خبري برعكس وْ او هغوئ تر اوله هم نور يو بل ته نيږدې شوي وْ ­ داسي ورځ نه وه ، چي هغوئ به تر خپلو په انټرنيټ باندي په ګنټهو ګنټهو چېټنګ نه كولو­ په كال كي درې يا څلور ځله به حتماً دَ هغوئ تر منځه دَ دوْ يا درو هفتهو دپاره ملاقاتونه كېدلو­ ګوا كله په الجزائر كي ،كله په پاكستان ، تركي ، مصر يا په شام او اُردن كي ­ خو دَ يوه كال ورسته وَ پاكستان ته دَ هغې په تګ راتګ كي كمبوت په دې سوب راغلو، چي يو ځل بيا  بېلابېلي حكومتي ادارې په حركت كي راغلي وې او دا يې نه غوښتلو، چي دغه دوه مئينان دي په اّزادۍ باندي له يو بل سره وَ ويني ­ نو ځكه يې په يوه نا يوه بهانه دَ سېلاني او وسا په كردار او حركاتو كي خلي لټولو په نيت دَ هغوئ تر منځه بېلتون ځكه غوښتلو، چي هغوئ يې دَ جېبونو ډكولو مروجه دستور نه منلو  ­ خو تركومه پوري ؟

 لاكن دَ وسا په نه راتلو هم لانجه سرته نه وَرسېدله ، بلكې دَ حكومتي ادارو له خوا له سېلاني څخه لا پوښتني نوري هم سېوا شوې ­ ګوا كه څه هم هغه په كال كي يو ځل الجزائر ته له وسا سره ملاقات كولو دپاره تللو، نو هم دَ هغه په دې تګ او دَ وسا په نه راتګ خفيه ادارې پرېشانه وې او له هغه څخه به يې دَ هغې دَ كار او روزګار په حقله تپوسونه څه ؟  چي داسي هم په همدردۍ لاكن منافقانه انداز پوښتلو، چي ..

"  " ستا مائينه څله له تاسره ملاقات كولو ته نه راځي؟

بيا كه به هرڅو سېلاني ورته وئيلو ، چي هغه هلته په يو امريكن اېن جي او كي كار كوي ، نو ځكه دَ هغې دَ مشغولا  له لاري دئ ورته ځي راځي ­ خو دغه دَ ميني او سړيتوب په جرم نيول شوى مجرم په رښتياوْ وئيلو باندي هم سپين نه شو او بلكې لا نور نور دَ خپلو ناكرده ګناهونو په دلدل كي ښخېدلو لګيا وْ ­ ياني هغه اوس تر ډېره هانده ذهني مريض شوى هم وْ ­ لاكن دَ دې پرته يې هم  دَ  خپل زړه سر وسا ته خله په دې سوب هم نه پرېكوله ، چي هغه نه غوښتلو، چي دَ ده دَ هېواد په باب هغه دَ كركي تر هانده رائې حتمي كړي ­ ګوا هرڅو كه به وسا له هغه څخه دَ ژوند دَ شپو او ورځو په باب كولو ، خو ده به په زميني رښتياوْ باندي دَ قامي ننګ او ناموس ژغورلو په ايثاري جذبو له دروغو څخه كار اخيستلو او ورته وئيلو به يې ، چي هرڅه ښه شوي څه، چي ډېر ښه شوي دي ­ نو ځكه به هغې دَ خداى شكر ايستلو ورسته وئيلو  .. 

" " خداى دي لا نور ښه كړي دغه دَ خپل هېواد او قام په نره دَښمنان 

بيا كه به څه هم سېلاني دَ هغې له دې دعا ورسته اّمين وَ وئيلو، خو په زړه زړه كي به يې وئيلو، چي  ..

" " هغه ورځ به خود دَ قيامت ورځ وي ، چي دا ځناور به سړي كېږي

 ورځي شپې دَ خوږو او ترخو تر منځه كه څه هم په ښكاره .. په ډېر خوند تېرېدلې، خو سېلاني په وجود كي نيم هم نه وْ پابته شوى ­ ولي چي هغه دَ وسا په ميني كي په قلندري جذبو باندي چي څومره څومره دَ خداى او دَ خداى دَ مخلوق په لور په مستۍ باندي لاري لنډَولې ، هم هغسي هغسي دَ هغوئ تر منځه مينه خپل ورستني معراج ته رسېدله لګيا وه ­  او په هغه ورځ  دغه دوه مئينان لا نور هم په يوبل كي دَ همېش دپاره پېوند شولو، چي كله دَ هغوئ دَ ژوند په وچي سارا باندي په لومړي ځل اسمان خپله څېره په ګڼو اوريځو كي پټه كړه ­ او بيا دَ تناګانو سره سمه چي څنګه ناڅاپه وربانديي برېښنا وَ پړكېدله ­ نو يې دَ ارمانونو په څانګي باندي يو داسي ښائسته ګل وَ غوړېدلو، چي مخته بيا دواړه دَ هغه ګل دَ ساتني او روزني دَپاره ماليار شولو -

دَ هغوئ تر مينځه لُور دَ كال 2003ع په جولائي مياشتي كي په نهه ويشتمه نېټه دريمه څه شوله ، چي دواړه په خپل خپل ځاى باندي تكميل هم شولو ­ لاكن دَ  ګلالۍ لُور چي دَ هديل برېښنا افضل خان په نوم يې دَ هغوئ دَ ميني دَ نخښي په توګه په الجزائر كي دَ ژوند لومړۍ ساه اخيستي وه ، هم هلته دَ عربي رسم له مخي دَ وسا دَ موركۍ او خور هاجره په نګرانۍ كي دَ روزني په نيت ځكه وركړل شوه ­ چي پلار يې په پاكستان كي دَ خپلو ناتوانو مور او پلار په چوپړ وهلو او مور وسا يې په عراق كي دَ وخت زپلو ښځو په غم كي ورګېر خپلي ورستۍ هڅي كولې ­ ولي چي دغه خو هغه وخت وْ ، چي امريكا صد ر صدام په كوم  ناروا جرم كي بنديوان كړى وْ .. تر  هغه هم يو په لسه يې عسكرانو په عراقيانو ظلم روا كړى وْ -