سېلاني نن سبا په دې خوشاله وْ ، چي په دريمه ورځ هغه دَ يوې مياشتي دپاره اُردن او الجزائر ته له وسا سره دَ چهټيانو تېرَولو په نيت روان وْ ­ نوځكه يې دا هڅه كوله چي خپلي لُور برېښنا خان ته ښې څخه ښې او ډېري جامې ور وړي ­ ولي چي وسا ورته دَ داسي كولو وئيلي وْ -

          خو دَ خداى لكه چي دا خوشالي په سېلاني باندي نه وه پيرزوْ ، چي تر تګ درې ورځي له مخه دَ وسا ټېلي فون دَ يوه غټ درز كېدلو سم دستي دَ هغې په چيغه باندي دَ دې خبري ورسته پرې شو، چي وئيلو يې  . . 

هدیل برېښنا زما په رنګه ده

هم ځكه خو دَ سېلاني له خلې هم ناڅاپه داسي وَ وتلو"

هم ځكه خو يې ته ګار كړې

او بيا يې دَ ټېليفون رسيور له لاسه څه وَ لوېدلو،چي په سترګو يې توره تياره راغله -

 هو .. بيا كه سېلاني هرڅو دَ فون كولو دپاره هڅي وكړې ، خو په رابطه جوړَولو كي بريالى نه شو ­ لاكن هغه دَ لېونيانو غوندي دَ ټېلي فون ډائيل بيا بيا  ترځولو، چي مخته پراته ټېلي ويژن په اُردو لګېدلي چېنل كي يې هغې نرۍ پټۍ ته پام شو، چي  په سكرين باندي يې دَ ډرامه ښكاره كولو په وخت ورو ورو چلېدله ­ نو ځكه سېلاني په زوره زوره وئيل پئيل كړه، چي ورباندي ليك وْ   .. 

بغداد مين ايك اور خودكش حمله. ، جس مين 23  جانين ضائع اور 47 افراد زخمي  . .

او بيا دَ دې  برېکنګ نیوز په اړه  په دويمي ورپسې پټۍ باندي نوشته وْ ، چي  ..

يه خودكش حمله  اّئي اېم سي كې  هيډكوارټر کې نزديك هوا

دومره وئيلو ورسته دَ سېلاني له خلې يوه تېره چيغه وَ وتله ­ او بې خُوده ځكه شو، چي وسا خو دَ دې اّئي اېم سي مشره مديره وه -

          مخته څه وْ ، چي سېلاني دَ لېونيانو غوندي بيا په سرو سترګو كه يوې خواته دَ ټېلي فون ډائيل بيا بيا ترځولو، نو بلي خواته يې دَ خپلي لُور په نامه داسي كركه هم ليكله  .. 

برېښنا ته څه راغلې، چي مور دي هم وَ څټله

او بيا يې په وړو سلګيانو كي وئيلو  ..

خداى دي زما ديد درسره نه وَكړي اې منحوسي برېښنا .. زه له تا كركه كوم كركه .. هو كركه

څو ځله يې نورلا دَ ټېلي فون ډائيل دَ وسا دَ كور په نمبر هم چي به څنګه وَ ترځولو، نو بيرته به يې رسيور ځكه كښېښولو، چي هغوئ په دې هم نه وْ خبر چي هغه نن سبا په بغداد كي ده ..كه په عمان كي ­ ولي چي پرون خو وسا ورته دَ نيټ له لبري په چېټنګ كي وئيلي وْ،چي  ..

ما موركۍ ته هغه بله ورځ دا وئيلي وْ چي ما په عارضي توګه خپل دفتر وَ عمان ته شيفټ كړى دى

او دَ خپل دې دروغ په جواز كي يې دا وئيلو ،چي  ..

" " ماما نن سبا ډېره ناروغه ده او زه نه غواړم چي زما له سوبه ورته شاك وَرسېږي

سېلاني چي به دَ هغې دا خبري په زړه شوې، نو به يې حالت لا نور هم په دې خبري احساسولو باندي خراب شو، چي دَ پروګرام په سمه درې ورځي ورسته به دَ هغه دَ رسېدلو شپږ ګنټهې ورسته خو به په الجېريا كي دَ وسا وَ مخي ته دَ هغې دَ كورنۍ له غړو سره هغه هم ائيرپورټ ته ورځي .. لاكن څنګه ؟ هغه خو لاړه ګار شوله .. دَ خداى په كار شوله ­ خو بيا چي هغه هم نه شي را، نو به يې له هغوئ سره چرته لټوي ؟ او دَ هغې دَ ناخبرتيا په باب به هغوئ ته څه واي ؟

          دا درې ورځي څنګه تېري شوې؟ په دې باندي يو خداى خبر وْ او بل سېلاني ، چي دَ ويښتلي مارغه په شان داسي ټپرېدلو ، چي نه رغېدلى شو او نه الوتلى ­ هر څو كه به يې زړه ته دَ هغې دَ ژوند ۍ پاته كېدلو تسلياني وركړې ، نو يو دم به داسي سوالونو هغه بيرته په وير كولو وَپارَولو، چي  ..

" " هغه كه ژوند ۍ ده ، نو فون ولي نه كوي ؟ او په انټرنيټ باندي ولي له ده سره رابطه نه كوي؟

هو، هغه چي له هري خوا مايوسه شو ، نو يې دغه ورستۍ اّرزو په زړه كي په كوټېد و شو ه، چي بس ژر تر ژره الجزائر ته وَ رسېږي ­ چي كه نور نه ، نو دَ هغې له كورنۍ سره يې دَ مړيني غم خو ښه وَ ژړَوي -  

_ 2 _

          له اسلام اّباده تر دوبۍ او بيا دَ سوريا(شام) تر دمشق پوري پرله پسې فلائټونو چي هغه څومره ستړى كړى وْ ­ تر دې  زيات هغه ته دَ زړه دُوك هغه وخت وَ لوېدلو، چي دَ دمشق په ائيرپورټ باندي په څلورنيمي بجې ياني قضا ماڅپښين خواته كُوزېدلو سم دستي يې په سپيكرانو باندي دَ خپل بل فلائټ ائير الجېريا له خپل اصل وخت ، ګوا له نهه نيمي بجې ماخُستن څخه هم دولس نيمي ګنټهې ځنډ اعلان تر غوږه شو -  

" " ګوا دا غونډ ه شپه به دلته تېرَوم؟

او بيا يې بل سوال په مزغو كي دا راپورته شو، چي  ..

" دلته به كوم څه ؟ "

نو ځكه دَ څه سوچ كولو ورسته  يې ځان دَ ويزا په كاوْنټر باندي ناستي هغې كلركي ته ورسولو، چي يو خو انګلسي نه ورتله او بل يې وَ سېلاني ته په ټرانزيټ ويزا وركولو باندي غوټ ځكه يَه كړو، چي دى پاكستانى وْ ­ خو دَ ډېر بحث كولو ورسته چي هغه بيا خپل حال ټول ورته تېر كړو، نو يې دَ سبا تر اتهو بجو پوري ويزا په كاغذ ليكلي وركړه ­ او دَ هغه پاسپورټ هغې له ځان سره خوندي كړو -

          دَ دمشق ښار په صالحيه نامي ائيريا كي په يو هوټل كي خونه نيولو ورسته يې يو دوې ګنټهې سر وَلګولو ­ خو اّرام نه ورتلو ، نو ځكه يې پام په بله اړَولو په نيت چي څنكه لاندي راكوز شو ، نو يې ټېكسي وَ نيولو او هغه ته يې وَ وئيلو، چي  ..

 "دا ښار را باندي وَ ګوره او بس"

او بيا سم دستي ټېكسي دَ مزا او حميديه په لور پېښه وكړه ، چي مشهوره شاپنګ ائيرياوي دي ­ دلته هلته راګرځولو ورسته ټېكسي ډرائيور ورته وئيلو، چي كه دائى وَغواړي ، نو زباداني او يُوبرُوت نامي ځايونو ته هم تللى شي ­ خو خبره دا ده، چي دا دواړه علاقې دَ دمشق بهرنۍ برخي دي او په تګ راتګ كي به څه زيات وخت لګېږي ­ خو سېلاني ورسره خبره خوښه كړه -

چي دَ دولس نيمي بجې خواته يې سېلانى دَ هوټل مخي ته كُوزَولو، نو ټېكسي ډرائيور ورته وَوئيلو  ..

 "دا صالحيه نامي علاقه هم دَ غټو شاپنګ سټورونو پرته بلا نوري زړخوشياني لري لكه ښه ښه رېسټورېنټونه او  .. "

ډرائيور به لا نور څه وئيلو، چي سېلاني يې خبره په دغه ځاى پرې كړه او كرايه وركولو ورسته يوې بلي خواته په دې وَ ګرځېدلو، چي دا شپه يو رنګه سهار كړي ­ خو شپه وه ، چي ګرسره نه تېرېدله ­ لنډ ه دا ، چي يوه نيمي بجو خواته چي خپلي خوني ته راتلو، نو دَ سوريا تر نيم درځن زيات عربي او يو اخبار دَ انګلسۍ ژبي په لاس كي وْ او بيا تر دوې بجې پوري يې يوې بلي خواته په دې وجه اړَولو، چي دَ بغداد دَ هغې نه هېرېدونكي بم چاوْدني پېښي عكسي تفصيل په كي وَګوري او يا نوم دَ ډاكټروسا ­ ولي چي وسا خو دې وخت دَ رضاكارانو په خاص شخصياتو كي يوه وه ­ لاكن دَ اخبارونو دَ پاڼو اړولو را اړولو پرته هم هيڅ اّئيډيا يې نه كړه ترې لاسه .. نو ځكه يو وخت لكه ماشوم په چوكۍ باندي ويد ه شوى لا سم نه وْ­ چي دَ سهار په اويكنګ كال يې سترګي خلاسي شوې -

          درسته شپه په وېښه تېرِولو ورسته چي سهار په لس بجې دَ ائيرالجېريا الوتكه پورته شوه، نو دَ سېلاني په بدن كي هيڅ سېك نه وْ پاته شوى او نرۍ نرۍ تبه يې هم كېدله ­ دائى په دې سفر باندي تر هغه وخت نه شو پوهـ ، چي الوتكه دَ واړه سټاپ په نيت دَ اُردن په ښار عمان كي نه وه كُوزه شوي ­ لنډ ه دا، چي دَ څلورنيمو ګنټهو دَ مزل كولو ورسته چي دَ دې ځاى دَ وخت په سمه په دوې بجې ماڅښين په بوميدين الجئيرز ائيرپورټ باندي څنګه كُوزه شوله ­ نو سېلاني له تګه داسي لوېدلى وْ ، لكه دَ مودو مودو مريض چي وي ­ خو بيا يې هم شا وخوا سترګي غړَولو ورسته له ځانه داسي څوكه غوندي تپوس وكړو ، ګوا  ..

" ګوره چي وسا به زما وَ مخي ته راغلي وي او كه به زه دَ هغې وَ ګور ته ورځم ؟ "

او بيا يې يوه اوږده سړه ساه اخيستلو ورسته ګوره چي په بې خودۍ كي څنګه تركاونټرونو پوري ځان وَرسولو ؟         

يو وخت چي سېلاني په هوش كي راغلو او سترګي يې وَغوړَولې، نو څه ګوري ؟ چي هغه ته دَ  وسا اوخښي جلالي او  ورور اينجينئير عبدالقادرسكاني اوږې وركړي دي او څوكه څوكه يې دَ هغو دوْ موټرانو په لور بوتللو لګيا وْ .. چي په كي دَ هغه وَ مخي ته دَ هغو دوْ په چپه مهدي ، هاجره، راديه ، امينه هند، سميرا، زوهېب او سيدعلي هم راغلي وْ ­ خو وسا په كي نه وه ­ نو ځكه دَ هغه په زړه كي دا خبره يقيني شوه، چي وسا دَ همېش دپاره ورڅخه بېله شوي ده ­ اوس به يې دَ هغې په باب تپوس ته خله جوړَوله  ، چي په ملا ټكولو ورسته قادر ورته وئيلو  ..

        "  سېلانيه .. ستا ډېر زيات ټمپرېچر دى "

" څه واې ؟ او ما پرېږدئ ، چي خپله درسره تر موټره لاړ شم "

خو هغوئ پرې نه ښودلو، ولي چي سېلاني شاوخواته كتلو ورسته چي خپله  وسا تر سترګو نه شوه ، نو  ئې وَ  قادر ته په مړو  كتلو ورسته په سترګو كي اوښكي مېلمنې شوې او لا ئيې سم دَ  هغې دَ مرګ  تپوس ورڅخه نه وْ كړى ، چي يو ځل بيرته سر ورباندي وَ ځڼېدلو ­او بې هوشه شو- 

سېلاني چي دَ وسا مرګ  ئې يقيني ګڼلى وْ بيرته له هوشه لاس په سر شو ، خو بيا هم هغه اورېدلو، چي عبدالقادر او جلالي وَ نورو ته لګيا وْ وئيلو يې ، چي  ..

 " هله هله ژر يې در واخلئ ، چي وَ دې نيږدې اسپتال ته يې بوځو"

هو .. په دې ساعت دَ سېلاني زړه دا خبره منلي وه ، چي وسا هغه دَ همېش همېش دپاره پرېښودلو  او لاړه مړه شوه ­ نو ځكه خو دَ هغه په سترګو توره تياره راغلي وه ­ دَ هغه هيڅ نه وْ په ياد ، خو بيا هم له ځان سره په وار وار بُڼېدلو او وئيلو يې  ..

 " وسا .. زما خوږې  وسا.. ما كله ته دَ عراق په بمونو پيرزوْ شوې"

 او بيا به له ځان سره دَ وهېدلو ورسته داسي په سُلګيانو سر شو  ..

 " برېښنا ډېره منحوسه ثابته شوه .. زه له هغې نفرت كوم .. نفرت نفرت"

نه يوازي دا بلكې .. وسا وسا وسا غوندي تكراري ټكو سره يې سُلګۍ نوري هم تېزي شوې -   

دَ وسا درسته فېميلي ډېره پرېشانه وه او هيڅوك په دې نه پوهېدلو، چي په سېلاني باندي څه وَ شو ؟ او دې وخت په درځنو ښځي او ځوانان دَ هغه دَ بېډ شاوخوا ته دَ اسپتال په اېمرنجنسي روم كي ولاړ وْ ­ او هر يوه له ولاړي ډاكټري څخه پوښتنه كوله چي  سېلاني به كله په هوش كي راځي ؟ خو هغې دنګي ډاكټري به په وار وار هر يوه ته په خپله ژبه كي وئيلو، چي  ..

 " هيڅ دَ خطرې خبره نه ده.. دا ځوان به ډېر ژر په هوش كي راشي"

خو بلي خواته سېلاني وْ، چي څنګه به ئې سترګي په نيم بې هوشۍ كي خلاسي شولې، نو شاوخواته مړې سترګي اړَولو  ورسته به ئې وسا چي تر سترګو نه شوله ، نو بيرته به بې حاله شو ­  ولي چي وسا په هغو خلګو كي نه وه ­ نو ځكه به دَ هغه په ذهن كي دا سوال هغه بيرته بې خُوده  كړو.. چي ګني كه څه هم هيڅوك نه ژاړي ، او وسا مړه نه  ده ، نو دَ هغه دَ تپوس كولو دپاره څله نه ده راغلي ؟ او بيا به ئې خپله دا خبره حتمي كړه، خود لكه چي هغه مړه ده .. هم ځكه خو نه شته په دې خلګو كي - 

_3 _

دَ سېلاني سترګي هغه وخت سمي خلاسي شولې، چي دَ اسپتال په اېمرنجنسي روم كي  ډاكټرلاميه وړه  برېښنا خان  ورته رامخي ته كړه او ورسره ولاړي خديجه وئيلو ..

         "  " سېلاني سېلاني  .. دا ګوره .. دې خپلي شهزادګۍ ته

        " خان  " شهزادګۍ ؟ ياني برېښنا .. منحوسه برېښنا

دَ سېلاني په سواليه برېښنا باندي ډاكټر لاميه چي دَ وسا دَ كشر ورور مهدي مائينه وه ورته په موسكا وئيلو  ..  

           " هوهو، ستا ښائسته لُور هدیل برېښناخان"

خو سېلاني دَ هغې په خوا لا سم وه هم نه كتلو ، چي مخ يې ورڅخه واړَولو  ..

" " مه يې راښكاره كوه دا منحوسه.. زه ورڅخه كركه كوم كركه

او بيا يې سترګي يوې بلي خواته غړولو ورسته دَ زړه له درده بيرته اوتړلې او يوه  اوږده سړه ساه يې لكه ماشوم له سلګۍ سره ملګري كړه ­ ولې چې اوس خو دَ هغه زړه دا خبره باقاعده منلي وه ، چې وسا مړه شوي ده .. دې وخت كه څه هم څو لاسونه دَ هغه تر سره او سېنې پوري دَ تسلۍ وركولو دپاره رسېدلي وْ ­ خو  هغه دا دومره لويه سانحه نه شوه په اسانه سهلى ­ ځكه چي يو ځل بيا ډاكټرلاميه په ماتي انګلسۍ كې دَ سېلاني پام دَ برېښنا خان په خوا ور اړولو ورسته چې څنګه هغه ماشومه ورته رامخي ته كړه نو سېلاني له خلې داسي لاس واخيستو  ..

         " "  ليري يې كړه .. مه راښكاره كوه دا اروا څټلي

ټولو ولاړو خلګو يو بل ته لا سم په حريانۍ نه وْ كتلي ، چې سېلاني مخته خپله غصه داسي كش كړه  .. 

 "  .... دا منحوسه ده منحوسه .. بلكې دَ بلا بچۍ ده ­ موږ ټوله به داسې اوخوري لكه" 

خبره يې لا سمه سرته په ستړي غصه كي نه وه رسولي ،چي ناببره يې يو ژغ تر غوږه شو  ..

          " دا څه واي سېلانيه..؟

دا ژغ څه وْ ، چي سېلاني په پلنګ كي سپك راكښېنستلو او دَ راغلي  ژغ په خوا يې مخ اړولو سره سم له خلې څخه ووتلو  ..

         "  " وسا ته .. ته وسا ژوندۍ يې ؟

او اوس به لا سېلاني دَ  وسا په خوا ور دانګلو، چي هغه ورته په غټو ګامونو رامخي ته شوه او هغه يې په بيډ باندي بيرته څه سملولو، چي ورباندي راغونډ و شوْ خلګو يو بل ته داسي په حېرانتيا وَ كتلو، لكه په سېلاني چي دَ لېونتوب دوره راغلى وي ­ لاكن وسا ښه پوهېدله، چي داسي شاك هغه ته څله رسېدلى وْ ؟ خو وئيلى يې بيا هم ځكه نه شو ، چي هغې نه غوښتلو، چي په دروغو باندي برسېره يو بل دروغ وَ واي ­ نو ځكه يې دَ سېلاني په غوږ باندي خله ږدلو ورسته څوكه ورته وئيلو  ..

 " دا زما بخت وْ سېلانيه !!  چي زه بچ شوم ، ولي چي دَ بمونو دَ چاوْدنو په وخت زه په دفتر كي نه ، بلكې ورسره جوخت په خپل ګيسټ هاوْس كي وم"

او بيا يې په هغه باندي غوزۍ اچولو ورسته دومره ورسره په ګډه وَ ژړلو، چي دَ ټولو ولاړو خلګو دا پوره يقين شو، چي سېلاني لاړو .. زياته لېونى شو ­ هم ځكه خو دَ هر چا په سترګو كي اوښكي راغونډي شوي وې  -

          دَ دوْ ګنټهو دَ ضروري علاج كولو ورسته  سېلاني خپله لوُر برېښناخان  په غوزۍ كي اخيستي له خپلي شېريني وسا سره څنګ په څنګ په موټركي ناست چي دَ الشراقه په لور رهي شولو، نو دَ ګاډيانو شمېر له دوْ څخه پنځه شوى وْ ­ ولي چي جنرل محمد زناخري، ډاكټر هادي او انكل عمر هم په خپلو ګاډيانو كي بچيان دَ سېلاني دَ حال وَ پوښتلو ته راوړي وْ - 

_4 _

 " ما خو ټول حال نن سهار وَ موركۍ او نورو ته دَ هغي پېښي په باب ځكه وَ وئيلو، چي زه وېرېدمه، چي دا خلګ تا په رښتيا باندي لېونى نه وَ ګڼي"

او بيا يې برېښنا ورته سپارلو ورسته دَ موركۍ په ژغ چي  دباندي ګامونه ږدلو، نو يې ورته په خندا كي وئيلو  .. 

 " برايه شپه خو داسي خركېدلې، چي ټوله خونه دي په سر اخيستي وه"

 ..."   " ولي نه  

اوس به لا هغه هم وَ وسا ته دَ خپلو تېرو درو ورځو او شپو بې خوبي ځواب كوله ، چي په غوزۍ كي ناستي برېښناخان  يې پام دَ خپلي ماشومي خندا په لور داسي واړَولو، چي هغه څپ كولو ورسته له سينې سره وَلګوله او له زړه يې داسي دُعا ورته وَوتله  ..

" " خداى دي ژوندۍ او خوشاله لره ­ ته خو زما او دَ وسا دَ ميني نخښه يې زما خوږې لُوري

او بيا چي يې په غوڅيانو باندي بيرته څپ كوله ، نو وسا خوني ته ورننوتله او په مخامخ چوكۍ كي دَ كښېنستلو ورسته يې چي په ډېر حسرت دَ پلار او لور وَ ميني ته ور وكتلو، نو يې له سترګو څخه څو څاڅكي اوښكي په باړخوګانو باندي شايد چي په دې احساس كښته ايله شوې، چي هغې نوى ژوند له دې ځايه خو پئيل كړى وْ ­ هم دغه وجه وه، چي وسا تر اوله زياته په سېلاني باندي غوړېدله او غوښتلو يې ، چي له نوي سره دَ هغه په ژوند كي دومره مينه وَليكي ، چي هغه لومړۍ مينه يې پرې هېره شي -  

          كه څه هم اوس سېلاني او وسا تر خپلو نوى ژوند اّغاز كړى وْ ­ خو بيا هم دَ سېلاني له فطرته دَ سېل جنون او دَ وسا له فطرته دَ زړو اّثارو سره بې كچه مينه نه شوه كمه ­ ګوا هغوئ غوښتلو، چي تر خپلو دومره مينه وكړي ، چي دَ تاريخ برخه وګرځي ­ ګوا چي بيا يې راتلونكو مئينان په پاته شوْ پُلونو باندي تر هغو پوري دغسي جوړه جوړه  وَرسېږي ، لكه هغوئ چي خپله هم دَ مخته وتو مئينانو په لاره تر دې ځايه پوري رارسېدلي وْ -

هو، نوهم ځكه خو دَ الجېريا دَ  زړَو تاريخي كنډ والو او دَ بېلابېلو ساحلي ښارونو دَ ښائستو سمند ري څنډ و په رېګونو باندي بيابيا نه يوازي راګرځېدلو بلكې دَ خپلي ميني پُولي پراخولو په نيت خلوص رقم كولو او جذبې تاوْولو  په اراده به كله كله دومره مخته هم وَوتلو، چي له يو بل څخه دَ وركېدلو ويرو به بيرته دواړه په راستنېدلو مجبور كړلو ­ او دا لومړى ځل وْ ، چي هغوئ چرته هم  په سېل باندي تللو په وار دَ خپلي كوگرنۍ نور غړي دَ نورو كلونو دَ سېل په رنګه نه وړلو ­ ولي چي هغوئ غوښتلو ، چي يو بل او په خپلو كي هغه لُور احساسه كړي چي له تېر يوه كاله يې دَ پلار او مور تنده په هاجره ، سميرا ، ډاكټرلاميه او امينه هند باندي ماته كړي وه ­ او تر اوسه لا سمه له هغوئ ياني حقيقي مور او پلار سره بلده شوي هم نه وه - 

دَ ماشومي برېښنا خان په موجودګۍ كي كه يوې خواته وسا هوسېدله ، نو بلي خواته يې پلار سېلاني چي خپلي لوُر ته دَ " رُوح " یاني دَ هغه او دٌ وسا دٌ میني رُوح  .. نوم وركولو كله كله دَ خواږه رقيب په توګه هم وَسنجوله او ګيله به يې داسي دَ وسا څخه وشوله  ..

" " وسا .. له كله چي زموږ تر ميان دا برېښنا خان راغلي ده .. ته ماته توجه كمه راكوې 

" " يقينًا .. چي كله اولاد اوشي .. نو ښځه دَ سړي تر مائنې زياته دَ اولاد مور شي 

خو سېلاني به ورته وئيلو  .. 

         "  " منم منم .. لاكن دَ دې مطلب دا خو هم نه وي چي  .. 

" " سېلانيه ..!  ډېر اړام نه شوې دَ دې برېښناخان دَ كېدلو ورسته؟

" زه نه يم خبر وسا..خو زه خپل وخت غواړم، پوهى شوې ؟؟ "

         " " ښه ښه مړې .. ته خو هم

دا او داسي نوري دَ ناز ګيلې چي له اصله دَ ميني معاملې وې دَ هغوئ تر منځه كېدلې ، خو هغوئ به دې ته دَ ميني نوم وركولو ­ او په دې كي شك هم نه وْ .. ګوا دَ هغوئ تر منځه دَ برېښناخان  راتګ مينه په يو نوي پړاوْ ډهېره كړي وه او دې پړاوْ .. يو نوى ژوند په نوي بڼه كي ورڅرمه كړى وْ .. ځكه خو سېلاني  له وسا سره دَ  شارجه او دُوبۍ  دَ تفصيلي سېل كولو ورسته هغه له ځان سره سمه پاكستان ته راوړله .. هو په دې نيت ، چي دَ خپلوانو په ذهنونو كي دَ راپورته شوْ سوالونو ځواب وكړي ­ ګوا هغوئ بېل شوي نه بلكې له يو بله دَ ځينو مجبوريانو له سوبه لري شوي دي -