كه يوې خواته دَ خلګو په ذهنونو كي دې خبري سر راپورته كولو چي .. ګني ډاكټر وسا.. ولي پاكستان ته نه راځي ؟ چرته خو هغې سېلاني دَ همېش دپاره نه پرېښولو؟ هو .. هم ځكه خو بلي خواته يې په زړونو كي دَ هغوئ ترميانه دَ ابدي فراق زېږېدلى  شك لا نور نور هم يقين ته نيږدې په دې شو، چي دَ سېلاني  په بهرنئيو دورو كي هم تر اوله كمبوت راغلى وْ ­  هم ځكه خو به هر ملګري او هن چي دَ كور غړو به لا هم په وار وار پوښتنه ورڅخه كوله چي  ..

څه چل شوى دى ستاسو تر ميانه ..؟ چي نه ته ډېر ډېر ورځې او نه هغه درته راځي

دَ سېلاني په حال يو لوى الله خبر وْ او يا هغه پخپله ، چي دا فراق .. دَ هغه او وسا تر ميانه هغوئ په خپله خوښه نه .. بلكې هغوحكومتي مجبوريانو راويستى وْ ­ چي په پاكستان كي يې دَ خپل شرعي واده دَ اولي ورځي څخه تر هغه وخته پوري  ورڅخه په ګډه تنديان ټكولو ، چي وساپه عزت ورڅخه كوچ نه وْ كړى ­ ياني چي كله دَ قانون په نامه دَ تورو خواستګرو زړونه دَ وسا له خوا مايوسه  شولو ، نو يې دَ هغې دَ تللو كسر دَ خپل هېوادوال سېلاني څخه ايستلو كي پئيل كړو ­ نه يو ورځ وه او نه دوې .. دَ دې چارواكي خواستګرو لاري دَ هغه په لور لنډېدل شروع شوې ­ خو سېلاني هم په خپل ضد كي له چا كم نه وْ ­ ګوا دَ هغو خواستګرو يوه ناجائزه او بې تحريره خبره يې هم نه منله ­ بلكې دَ يو ايماندار شهري په توګه به ورسره په قانوني لارو مخ مخته روان وْ ­ هغوئ چي به هر څو ورته تلكي په بېلا بېلو قانوني بهانو درولې .. نو هغه به يې په شكنجو كي نه راتلو ­ ولي چي هغه په دې خبر وْ ، چي هغه له وسا سره واده دَ شريعت محمدي له لاري كړى دى او خداى پاك به حتماً دَ هغه كومك كوي ­ نو ځكه يې دَ خپل هېواد دَ قانون په احترام كي له دغو چارواكي قواوْ څخه چي به كله دَ عدالتي نوټس طلب كولوخبره تېزه كړه .. نوخبره به دَ يو څو ورځو دپاره سړه شوه ­ خو دَ ختمېدو په ځاى به لا نوره توده ځكه شوه چي زړو چارواكي څېرو به نوي څېرې واغوندلې .. او بيرته به له نوي سره دَ قانون په نامه يوه نوي شرمېدلي لوبه دَ سېلاني په حق كي روا شوه -    

          اوس چي كله دَ خواستګرو دَ پيسو راټولو لاري څنګه په مكمل توګه بندي شولې ، نو هغوئ دَ سېلاني او وسا تر ميانه دَ سفرداسي داسي ناروا خنډونه دَ قانون په نامه درول شروع كړو ­ چي كله په ځنګلي قانون كي هم تاريخ نه  دي رقم كړي ­ نو ځكه خودَ خپل عزت ساتلو په غرض وسا او سېلاني تر خپلو وصالونه نه يوازي ډېركم كړي وْ بلكې سېلاني به په كال كي يونيم ځل .. لاكن وسا به په خپل پاسپورټ درې څلور ځله دَ يوې غلې په شان ورته په پټه راتله  .. هو، په دې هيله چي كېدلى شي يوه ورځ دَ عظيم خداى پاك له خوا دَ دې ځناورو په زړونو كي لږه انساني همدردي پيدا شي ­ او په دې پوهى شي ، چي هغوئ دَ يو څو پيسو دپاره نه يوازي دَ خپل هېواد نوم او عزت تر پښو دلاندي كوي لګيا دي بلكې اسلام ته هم تاوان رسوي ­ نو ځكه  خو يوه ورځ دَ ټېلي فون له لاري ډاكټر وسا دَ خپل ګران  مېړه سېلاني مينه په شدت سره احساسولو ورسته دَ زړه له سوخته ورته وَ وئيلو چي  ..  

 " سېلانيه ..!  كه له ما يوه ورځ خپله ماشومه لوُر برېښنا خان دا تپوس وكړي چي .. ماما ماما .. زما پاپا چرته دى ؟ ولي نه راځي ؟ نو وايه .. زه به څه ځواب وركوم ؟ "

او بيا يې دَ څه لمحو دَ چپيا ورسته په ډډن ژغ كي خبره داسي سرته اورسوله  ..

 " هو .. ولي چي ماته داسې ښكاري چي يوه ورځ به ستا دغه ګران هېواد تاته له خپلي لوُر سره هم دَ ليدلو اجازه نه دركوي او يوه نا يوه قانوني بهانه به درته جوړه كړي"

دَ وسا په دې خبرو كي دَ سېلاني دَ هېواد په باب يو لوى لغاز پټ وْ .. خو سېلاني يې ځواب بيا هم ځكه نه شو كولى چي هغې صحيح خبري خو كولې ­ ولي چي دَ سېلاني سره چي خپل هېواد او هېوادوالو دَ قانون په نامه كوم بد كړي وْ او يا يې كولو ­ دَ هغو بدو په رڼا كي وسا په خپلي وينا كي صادقه وه ، چي داسي يې وئيلو ­ نو ځكه خو سېلاني هم په بې ساخته توګه ځواب كي ورته وَ وئيلو ، چي  ..

 " هو .. برېشنا خان بچۍ كه په رښتيا داسي پوښتنه يوه ورځ وكړي نو ورته وايه چي .. ستا پلار په جېل كي بنديوان دى "

" " جېل ؟ .. په جېل كي خو هم كله كله له خپلوانو سره دَ ليدلو كتلو مواقع وركول كېږي

ډاكټر وسا په ژړغوني ژغ كي داسي په مهرومۍ باندي وار څه وكړو ، چي سېلاني نيم هم نه شو پاته او په اندرون كي دومره مات رامات شو چي دَ نه غوښتلو پرته يې هم په زړه باندي يو غټ كاڼى ږدلو ورسته ورته په ماته خله ورته وَوئيلو  ..

 " اې زما خوږې وسا ..!  نو بيا داسي ورته وَ وايه چي هغه په يوځنګل كي وحشيانو تړلى دى .. چي كله راخلاس شي ، نو به راشي ­ ګني دُعا ورته كوه بچۍ .. چي وحشيان يې ستا دَ پلار كېدو په جُرم كي مړ نه كړي"   

لنډه دا ، چي يو خواته كه دَ وسا او سېلاني تر ميانه زميني فاصلې سېوا شوي وې ، نو بلي خواته يې دَ خدائى پاك په كومك او رضا زړونه لا نور نور په يو بل كي ګنډلو ته دَ انټرنيټ دَ لاري هوسېدلو .. پسخېدلو او هن چي دَ وينو په اوښكو ژړېدلو لا هم ­ او دغه رنګه دَ دوْ  زړونو تر ميانه دَ پاكي ميني ناروا فراق يو نوى غېرانساني باب دَ هغه انسانانو په مخ دَ څاپېړو وهلو په نيت په راتلونكي تاريخ كي رقم كېدل پئيل شو .. چي ځانونه يې تر هيچا هم كم دَ خداى پاك اوحق په لاره نه ګڼلو­ كه څه هم حقه دا وه ، چي دغو انسانانو ښكاره په ښكاره ناحقي كوله دَ شيطان په خوښه .. خو دَ  رحمان او رحمانيانو په زد ­ او هغه هم داسي په نره ، چي مثال يې دَ تاريخ په غښتلو وحشيانو كي نه پيدا كېږي - 

_ 2 _

دَ اوږدو زميني فاصلو پرته هم چي وسا او سېلاني څومره څومره يو بل ته نيږدې كېدلو، نو هم هغومره دَ هغوئ تر ميانه  برېښنا خان دَ خپلي ميني له شدته په كي دريمه كېدله ­ ياني اوس دَ دواړو دَ  ميني اصل محور برېښنا خان ګرځېدلي وه .. نه چي يو بل ته دَ اول په رنګه دَ ميني موسكاګاني ­ هم ځكه خو اوس به هغوئ يو بل ته انټرنيټ په لاري مينه او دَ ميني سلامونه زيات لېږلو او ملاوېدلو به كم كم  - 

دا خبره چي څومره سېلاني په زړه بده اخيستله .. هغومره وسا دې ته دَ شديدي ميني نوم وركولو ­ ورځي په هفتو او هفتې په مياشتو بدلېدلې لګيا وې .. او دغه رنګه يو كال هم تېر شو ­  سېلاني داسي محسوسولو لكه وسا چي له هغه څخه برېښنا خان  ليري ساتل غواړي ­ ولي چي دَ وسا چكرونه پاكستان ته كم او الجزائر ته زيات شوي وْ ­ او بلكې كله كله به يې لا داسي خبري هم وكړې ، چي  ..

" " موږ ته دَ برېښناخان دپاره په الجئيرز كي يو ښائسته كور جوړول په كار دى

 " هو .. ولي نه .. لاكن دا كور چي تا په پاكستان كي جوړ كړى دى ..نو"

" " نو څه ؟ هغه به كله دلته او كله هلته اوسېږي

خبره كه يې څه هم درسته كوله ، خو سېلاني داسي سنجولو لكه هغه چي اوس له ده څخه فرار غواړي ­ خو بيا چي به يې بلي خواته دَ هغې وَ ميني ته پام شو ، نو به يې په خپلو شېطاني وسوسو وَخندلو- 

وسا او سېلاني غوښتلو، چي دَ خپلي ميني اوومه او دَ واده شپږمه كليزه په اُردن يا تركۍ استنبول كي وَلمانځي ­ او هم دغسي وَشولو .. هغوئ دواړو په استنبول كي سره اوليدلو ­ دَ تركي دَ تاريخي اّثارو برخه جوړېدلو پرته دَ سائپرس دَ ټاپو وزمه هېواد كتلو ورسته دواړو مئينانو  ورسته ډېر ژر بيا  اُردن ته پېښه په دې سوب وكړه ­ چي دَ عمان په ښار كي دننه دَ المدرج الرومي ( رومن تهېټر) په هغو تاريخي پوړيانوكي له يو بل سره په څنګ كي كښېني او دلاندي په جوړ سټېج باندي هغه ټول څه دَ زړه په سترګو وَ ويني، چي روميانو به دَ ورځي په رڼا كي ورته دَ بېلابېلو لوبو او غونډ و نوم وركولو ­ خو دَ شپې مال به په كي دَ دې سيمي پېغلي دَ هغوئ په خوښه رقصېدلې  - 

دا هرڅه دَ هغوئ په ژوند كي نوي نه وْ، خو هغوئ ځانونه دائمي كولو ته په بيا بيا ځكه چمتو كولو، چي هغوئ له يو بله بېلتون نه غوښتلو ­ ولي چي دَ هغوئ يوالى دَ اوسنۍ زمانې  په سترګو كي خنډ شوى وْ ­ دَ زمانې تر ګوزار له مخه هغوئ غوښتلو، چي دَ تاريخ داسي برخه وګرځي، چي تر ابد ابده ياد پاته شي ­ نو ځكه هغوئ دَ ميني دَ دې ابدي تړون په غرض هر څه هرڅه په داوْ وَلګولو ­ او ژر تر ژره په تاريخ رقم كولو سر شولو -    

هم په دې خو دَ تاريخي اّثارو سره تړون پيدا كولو په نيت  وسا او سېلاني دَ  اُردن هېواد دَ جرش نامي پخوانۍ  رومن سټي دَ تاريخي اوال پلازه او دَ كولوناديد سټريټ وَ رېږېدلو كالمونو ته له خياله په ګډ ه اوږې هم په دې نيت وركړې ، چي دَ رومن تاريخ دَ دې كالمي ښار هره ستنۍ دَ خپلي ميني ولاړه نخښه وګرځوي ­ خو بيا يې هم ځيني هسك كالمونه له نړېد و نه وَ ساتلو او په مات زړه دَ دې جرش ښار له پخواني ادريان اّرك نامي غټ ګېټ څخه دباندي دَ نننۍ دُنيا په لور راوختلو -

بيا دغه رنګه هغوئ دَ عمان څخه 262 كلوميټره ليري دَ پېټرا نامي تاريخي ځاى په لور پېښه څه وكړه ، چي دَ الدائيرنامي بېخي ستر او زاړه يادګار پرته دَ پيټرا دَ غرونو په پاڼونوكي تراشلو ودانيانوكي جوړي دَ يوې بلي غټي او نوموړي ودانۍ الخازني ( ټرېژري ) نامي وداني په برانډ ه كي وسا عربلور په لومړي ځل ځانته په ډېر وياړ قلوپطره وئيلو ورسته له سېلاني سره ګډ چي كله عكس اخيستلو، نو يې هغه ته په ځاى دَ جوليس سيزر په ډېره مينه مارك انتهوني هم وئيلي وْ ­ خو چي كله هغوئ له دې ځايه څخه دَ قد يم عربو دَ لاسي جوړ شوْ خدائيانو او خدائيګوټو په لور دَ دوْ تنګو پاڼونو تر ميان تېرېدلو ، نو كه يوې خواته وسا څوكه څوكه بيرته دَ رومي تاريخ څخه دَ عربيانو وَ تاريخ ته وردانګلو لګيا وه ، نو سېلاني هم كرار كرار په نره پښتني څېره اغوستلو ته جوګه شوى وْ ­ او دَ وسا په غوزۍ كي ناسته ماشومه برېښنا خان كېدلى شي ، په دې سوب ماڼېجنه وه ، چي مور او پلار يي خپلي هغه خوږې مورنۍ او پلارنۍ بڼي بدلولې وې .. چي هغې دَ خپلي زوكړي په لومړۍ ورځ خپلي سترګي ورباندي خلاسي كړي وې ­ نو ځكه يې ځان دَ ماشوم احساس له لاري دَ خپلوانو په ځاى دَ اغيارو په لاس كي سنجولو  او په زوره زوره داسي ژړېدله چي ازانګې يې دَ غرونو دَ پاڼونو تر منځ په دې جوړي شوي تنګي ګټ وزمه ناوېكي يو ويرجن غوندي فرياد تر ليري ليري پوري خورولو لګيا وْ  -   

_ 3 _

دَ پخوانۍ زمانې څخه راغبرګ  شوي دغه دواړه  مئينان .. كه څه هم دَ نننئيو څېرو په اغوستلو نور نور ښائسته شوي وْ .. خو په روئيو كي يې ورو ورو دَ لباس تر حده اخلاص هم ځاى نيولو ته جوګه شوى وْ­ يوبل ته يې موسكاګاني هم له اوله سېوا شوي وې ، خو دَ ميني هغه بې ساخته او ساده خوږلت يې نه درلودلو ­ نو ځكه خو به يوه نيمه داسي مرڼه هم كله كله دَ هغوئ تر ميانه راغله ، چي دَ ژبو په سرونو به يې يوبل ته خبري لږي تېزي شولې ­ لاكن كركه بغض او كينه يې لا سمه تر ميان نه وه راغلي او نه په دې دواړو كي يوه دا غوښتلو چي ګني دَ بېزارۍ اظهار وكړي ­ ياني دَ هغوئ ازلي مينه دَ دې زماني دَ سياسي او دُنياوي اخلاص په رنګه دليل ته كرار كرار داسي حاجت منه كېدله لګيا وه  ، چي كله به هم يوه مئين وَ بل ته دَ ميني لفظي اظهار نه وكړو.. نو دې بل به خله ګيلې ته جوړه كړه ­ او ورته وئيل به يې  ..  

" " ښكاري راته داسي لكه زه چي دي هېر شوى يا هېره شوي يم

او مخته كه به دې بل مئين هرڅو ورته دَ ميني قسمونه خوړلو .. خو دَ منلو په ځاى به ورته ګيله من اشنا دَ خپلي ګيلې لكۍ دَ خفګان تر حده اوږده كړه او مخ به يې دَ يو څو  دقيقو دپاره په بله ورڅخه واړولو -    

لنډا دا، چي دَ نوي دور په حال او خيال كي مست  دغه وسا او سېلاني په لوړو ژوروكي جوړ دَ عمان په سپينچكي  ښاركي يو څو غرمې دَ وسط المدينه په تنګو بازارونو كي په سوداګانو كولو او مازيګريان دَ جبل الحسېن ، زاهران ، عبدلي او شميساني په لارو كوڅوكي په سېل كولوكي تېرَولو ورسته يوه ورځ  په وادي موسا كي ځكه ورسم شولو ­ چي هغوي غوښتلو، چي خپلي ټولي تاريخي بڼي او زنګ وهلي مخونه چرته تر خاورو دلاندي كړي ­ ولي چي هغوئ مينه دَ انتها وَ انتها ته رسولي وه - 

سېلاني كه څه هم له خپل پرون څخه دَ رښتو شلولو په حق كي نه وْ ، خو دَ وسا دَ خواهش په وړاندي يې داسي كولو ته هم ملا وَ تړله ­لاكن له بده مرغه .. دَ  اُردن په ناوْ كې چرته چي به خاوري وې ، هلته به دَ كډ والو عربيانو توري كېږدۍ ولاړي وې او بيا چي به چرته خلګ تر ليري ليري پوري نه وْ ، نو هلته به خاوري هم نه وې ­ ګوا هر لور به زيږه كاڼي ، ژغل او پلني پرشي وې ­ نو ځكه خو هغوئ څه نور وړاندي په وادي موسى كي تللو ورسته لاره بدله كړه او په وادي لوط كي ورچپ شولو ­ خو له بد ه مرغه دلته هم هغسي كيسه وه ­ نو ځكه خو هغوئ دواړه چي ښه ستړي شولو، نو يې پنډي له اوږو څخه په لويه لاره كي وَ غورځولې ­ او اوس به بيرته دَ شا په لور ستنېدلو ته چمتو كېدلو ، چي مخامخ يې په توربخونو ډم شوْ ولاړو اوبو باندي سترګي وَنخښتلې  - 

 "وسا وسا …!!  دا هغه اوبه نه دي .. چي دَ حفرت لوط عليه السلام ښار يې په خپل شكم كي خوندي ساتلى دى ؟ "

سېلاني چي څنګه داسي خبره له خلې څخه يو دم  وَ ايستله ، نو وسا دَ هغو شنو اوبو په لور كتلو ورسته ورته سر په اثبات كي ښورولو ورسته وَ وئيلو  ..

" " هو سېلانيه.. دا هغه بحرالميت دى ، چي په مړو اوبو كي يې هيڅ يو شى هم ژوندى پاته كېدلى نه شي

" " نو بيا

" " بيا څه .. ؟

وسا عربلور دَ سېلاني پښتون زوى دَ خبري په ځواب كي دومره وئيلو ورسته دَ خپلو پخوانئيو څېرو درنه پنډ ه په اوږو بار كړه او له ځان سره داسي وَ بُوڼېدله  .. 

" " هوهو .. هم دغه خو هغه ځاى دى سېلانيه .. چي موږ يې په لټون كي ستړي شوي يُو

" " ګوا.. دا اوبه به زموږ ستړياګاني وسا كوي وسا؟

دَ سېلاني په دې ناببره تپوس باندي چي وسا دَ هغه په لور سترګي ور اړَولو ورسته اوږده لاكن ډېره سړه ساه څنګه له خلې څه وَ ايستله ، نو دَ سېلاني په زړه كي ناڅاپه يوې ويري ځاى وَنيولو اوخولې ورباندي راماتي شولې - 

اوس به لا هغه تپوس ته خله جوړَوله ، چي وسا ګامونه مخته داسي په تادۍ اوچت كړو لكه هغه چي هرڅه هرڅه شاته پرېښول غواړي  لګيا ده ­ په دې خو سېلاني هم دَ خپلو زَړو څېرو پنډ ه چي په كي دَ جنرل مارك انتهوني څېره هم مرګي حاله پرته وه په ملا باندي واړَوله او ورپسې هغې لور ته روان شو ، چي ورڅخه راستنېدل كله هم ممكن نه وي  - 

هم ځكه خو چي څنګه هغوئ دواړه په اوبو كي ورګډ شولو ، نو دَ وسا په غوزۍ كي ناسته وړه برېښناخان  چي په وار وار يې شاته دَ سېلاني پلار په لور كتلو داسي يو دم په ژړا سر شوله لكه هغه چي په چيغو چيغو كي ورته واي -

 " بس كړه مامابس .. نوره مخته مه ځه .. مه ځه ، مه ځه ماما مه ځه .. مخته اوبه ډېري ژَوري دي او ګوره .. دَ پاپا لامبو هم نه ده زده ... هغه به ډُوب شي ماما"

لاكن وسا وه .. چې تم كېدله نه او مخ مخته روانه وه ­ ياني دا هغه ورستى ساعت وْو چي دَ سېلاني زړه وَچاوْدلو او اوښكي يې له سترګو څخه دَ هغه دَ هغې لمن په لور لاري جوړَول شروع كړې ، چي هغه له عمرونو عمرونو راهسې وَ خالق ته دَ خپل هغه ارمان پوره كولو دپاره نيوله لګيا وْ ، چي نن يې په مجسم شكل كي دَ سترګو وړاندي دَ فنا په لور بيرته ستنېد و  بيرته ­ خو وئيلى يې بيا هم ځكه هيڅ نه شولو، چي هغه دَ خپلي ازلي ميني په وړاندي په پښتني ننګ ابد ته لاري لنډَولې -

        "  " وايه سېلانيه .. ستړى خو نه شولې ؟؟

         "  " يه يه .. ما خو لا ګامونه سم اوچت كړي نه دي

سېلاني  دَ وسا دَ هغه ورستني ، خو ډېر پسخوندي را غبرګ  شوي نظر په ځواب كي چي څنګه له ځان سره داسي وَ بُوڼېدلو ، نو هغې ورته بيرته سترګي په ډېري حېرانتيا په دې را واړَولې، چي دائ اوس دَ خپلي ميني په جنون كي كه څه هم په اّخيري سلګيانو كي دَ ابدي رښتو  وَ ساتلو ته هڅوال وْ ، خو په شونډو باندي يې دَ موسكا تاثر شايد چي په دې سوب لا خو برېښېدلو، چي هغه په خپلو هوډو كي كلك پښتون وْ او پښتانه كله هم ماته خوړلو ته غاړه نه ږدي -

هر څه هر څه .. لاكن خپل ضد ته جوړېدلي وسا ، چي كه څه هم دې وخت دَ خپل پرون څخه دَ فرار په كست دَ راتلونكي څركېدونكي پرون په لور وَ تللو ته جوړېدلي وه .. او نوره نوره مخته داسي په غټو ګامونو روانه وه لكه هغه چي دَبقا نه، بلكې دَ فنا په لور ور رهي شوي وي .. خو بلي خواته سېلاني وْ ، چي دَ خپل صادق زړه سره په ښه نيت مل ښكاره كېدلو او ورپسې روان وْ ­ هم ځكه هغه يو دوه ځله وَ هم درېدلو.. هو په دې هيله چي وسا به يې په لور بيرته راستنه شي او دواړه به دَ وچي په لور لاس په لاس هغسي روان شي لكه څنګه چي په تېرو اووْ اتهو كلونو كي دَ دُنيا په وړاندي ښكاره كېدلو­ خو كستناكه وسا وه ، چي ګرسره يې شاته نه كتلو او په غټو ګامونو مخته روانه وه ­ په دې سوب خو دَ ميني په رښتو كي ورسره تړلى سېلاني دَ نه غوښتلو پرته هم  ورپسې دَ اوبو دَ بهاندو  څپو په زد كه يوې خواته څوكه څوكه ټكېدلو، نو بلي خواته يې دَ اوبو دَ څپو له څرپي سره سم ځُوكلېدلو څه ، چي نور نور په اوبو كي ډُوبېدلو هم لګيا وْ .. اوس كه څه هم اوبه دَ هغه تر اوږو اويښتي وې او دَ هغه تش سر ښكاره كېدلو، خو له خپل ښه بخته سېلاني ډُوبېدلو بيا هم ځكه نه ، چي دا حقيقت دى ، چي دَ بحرالميت اوبه ساداره نه ډُوبَوي ­ هو، په دې سوب خو په هغو دواړو مئينانو كي يو هم نه شولو ډُوب ...او ځان ځانته يې دَ سمندر دَ مستو څپو په زد  بيرته له ژوند سره دَ ساهګانو رښتې ساتلو په نيت له نوي سره لاسونه او پښې وهل پئيل كړو ..لاكن دَ بهاندو څپو سره سم مخته مخته وَتلو په غرض .. نه چي په خپله خوښه ­ خو دَ دې هرڅه پرته هم دَ برېښنا خان په خلې كي هم دغه يوه خبره وه چي تكرار كېدله ، ګوا  ..

" " پاپا .. ماما .. پاپا ماما

او ماما پاپا يې په ماشومو سترګو باندي ليدلو چي دَ هغوئ ژوند دَ سمندر دَ څپو په شمېر نور نور كړكېچن كېدلو او دواړه له يو بل څخه دَ بحرالميت دَ سيند وزمه سمندر څپو ورو ورو لري كولو لګيا وْ ­ كه څه هم سېلاني پښتو نزوى دَ شرق دَ وچي په لور او وسا عربلور دَ غرب دَ ګل وريني څنډي په لور مستو څپو دېكلو ­ خو پرته له دې دَ يو بل څخه بيا هم ځكه نه شو بېلېدلى .. چي هغه ماشومه لُور هدیل برېښنا افضل خان يې تر ميانه دَ ژوند ورستۍ لاكن ټينګه وسيله  پاتې شوي وه ­ هم ځكه خو دواړو په وار وار دَ هغې په لور كتلو ... او هغه وه چي په وړو  وړو سلګيانو كي يې كله مور او كله پلار ته داسي په ډكو سترګوكتلو ، لكه هغوئ چي دَ خپلي ميني دَ كيسې سر فقط دَ هغې دَ ژوند تر اّغاز پوري دَ رسولو كست  كړى وي .. هو، شايد په دې چي هغه به دَ هغوئ دَ ازلي ميني دغه كسيه مخ مخته نه يوازي بوزي بلكې دَ سبا پسې راتلونكي بل سبا ته به يې هم په دې نيت او نصيحت سپاري .. چي دَ  سېلاني او وسا دَ  پاكي ميني كيسه تر ابد ابده پوري په دې رښتوني ثبوت وَ رسېږي چي " 

 " دَ مئينانو تر مينځ لاري خو وختي تړل كېدلى شي .. لاكن مينه تر مرۍ هيڅكله ځكه نشي نيول كېدلى چي مينه دَ هغې ابدي رشتې نوم دى .. چي ابد دَ ازل سره په تړلي وختي بحرانونوكي په " نهه نيوي " داسي  لارو باندي وېښلى لري چي دَ تكميل په نېك غرض هره لاره دَ هغې "سلمي" لوي لاري په لور غزوني كوي چي .. دَ دې درست كائنات اول و اّخر  خالق او  مالك  پرې زېږونه كوي "