" " څنګه دا غونډ ه هفته تېره شوه .. خو ګرسره پرې پوهى نه شوم
دَ ائير الجېريا په الوتكي كي ناست سېلاني چي وَ وسا ته داسي خبره وكړه ، نو هغې له مخه ژېړي زلفي په دواړو لاسونو شاته اړَولو ورسته په وياړ ورته وئيلو ..
" دا زما او زما دَ كورنۍ له تا سره مينه وه ، چي ته يې په يو څو ورځو كي وَګټلې"
... " " هو، ته صحيح واې لاكن
" " لاكن څه ؟
" " دا چي .. زه خو نو هم سړى وم
دا دَ سړي خبره چي يې څنګه له خلې وَ وتله ، نو هغې وَ سېلاني ته داسي سترګي ور واړَولې ، چي هغه ته په وسا كي دَ راناشامۍ څېره تر سترګو شوه او يو دم يې په وړو ورته خله ويړه كړه لاكن هغې ورته وَ وئيلو ..
..." " يې خو سړى.. لاكن
" " لاكن څه؟
هغه دَ سوچ كولو ورسته په موسكا كي ورته ګويانه شوه ..
" " هغه داسي .. چي زه خو هم ښځه يم
" " ته هم ښځه يې؟
سېلاني دا خبره دَ وسا په باب نه ، بلكې له خياله دَ رانا په اړه له خلې څه وَ وتله ، چي وسا لږ غوندي ماڼېجنه شوله او مخ يې ورڅخه په بله واړَولو-
" دا مي څه ورته وَ وئيلو؟ "
سېلاني به لا نور ځان ملامتولو ، چي سوپيس يې په مزغو كي لوړه سپره شوه او هغه يې يو ځل بيا له وسا څخه دومره ليري بوتلو، چي هغه كه هر څومره نارې ورته وهلې ، نو هغې نه اورېدلې او بلكې يو وخت داسي هم راغلو، چي هغې له پرسه هغه چاړه راويستله او په هغه باندي يې ګوزار هم وكړو ، خو هغه له ښه بخته ژوندى پاته شو-
" " ته زما په ژوند كي هغه څلورم سړى يې ، چي زه يې وژل دَ خپل ژوند لوى مرام ګڼم
دومره وئيلو ورسته چي هغې په غاوره انداز څنګه خله خندا ته جوړه كړه ، نو سېلاني يې اژدها وزمه داړي تر سترګو څه شولې ، چي له خلې يې داسي وَ وتلو ..
" " يه يه يه .. ته ما نه شې وژلى
لا به يې نور ځان له سوپيس څخه پېچلو، چي وسا ورباندي ژغ وكړو ..
" " سېلانيه! څه كيسه ده ؟
سېلاني چي اوس يې بېرته دَ هوش وَ نړۍ ته كوچ راكړى وْ له تندي خولې پاكولو ورسته خبره داسي واړوله ..
" " وسا ګوره ګوره چي ما يوازي نه پرېږدې .. زه بې تا هيڅ نه يم
" " رښتيا؟
او بيا چي يې بيرته له نازه دَ هغه په اوږو سر ږدلو، نو په الوتكي كي دَ قاهره په ائيرپورټ باندي دَ كُوزېدلو اعلانونه كېدلو لګيا وْ -
_ 2 _
نن دَ كال 1998ع او دَ جون دَ مياشتي پنځلسمه نېټه وه ، چي سېلاني دَ سي ډي سي دَ ګرلز هاسټل په غټ هال او كاريډ ور كي دَ سي ډي سي دَ درستو لوستونكو پرته خورا ډېري مصرۍ ، فلسطينۍ، عمانۍ او سوډانۍ پېغلي چي دَ وسا او منال خوندكياني وې هم دا پارټۍ په خپلو ښكلاګانو باندي كه يوې خواته درنوله ، نو بلي خواته سوډانۍ سندرغاړي نوال ، چي له سند رو وئيلو سره يې سم بېلي او سوډاني رقص هم كولو محفل دومره تود او ښائسته كړى وْ چي روسۍ پېغلو له مستۍ باګي شلولې او په ګيړدكو كي په ډېر هوسي انداز رقصېدلې -
دَ ملګرو له خوا دَ وسا او سېلاني په اعزاز كي دَ اهتمام شوي دې پارټۍ خوند او خوشالي په خپل ځاى خو زياتره څېرې او بڼي په هغه زاړه رنګ كي مونېدلې .. چپ له سوپيس ، چي نن بيرته په خپلي لومړنۍ بڼي كي راغبرګېدلو ته چمتو شوي وه ګوا څنګه څنګه چي په مستۍ كي راتله ، نو هغسي يې مسلماني بڼه هم ورو ورو بدلېدله لګيا وه او هغه وخت خو ټول ملګري حق بق او وازه خله پاته شولو، چي كله هغې دَ تهائي رقص په ورستنئيو مستو لمحو كي سكارف هم بيرته په مځكه باندي وَغورځولو او په لُوڅ سرباندي يې په زلفو وسا ويښتل پئيل كړه داسي چي يې كولو ، نو سترګي يې په سېلاني كي ښخي كړي وې او په تهائي ژبه كي يې خود لكه چي داسي توري ايستلو ورته ..
" وَ دي كتلو زما دَ زړه دَ ماتولو انجام ، چي دا ستا دَ خوښي انجلۍ مي هم په تا باندي ترځان لومړۍ نه شوه پيرزوْ؟ "
او سېلاني به دَ خلې دَ ځواب په ځاى سترګي داسي كُوزي كړې لكه هغه چي هم دا مني او واي ..
" " ما ماته خوړلي ده درته .. اوس كه ته ما وَ كرار ته پرېږدې
نو هم ځكه خو مخته بيا هغې خپلي زلفي په دهمالي انداز كي يوې بلي خواته څنډلې او په وازه خله يې په انګلسۍ كي دا سي په وار وار وئيلو، چي ..
" " ما جنګ وَ ګټلو .. ما جنګ وَګټلو
خلګو كه څه هم دَ سوپيس وَ دې حركت ته دَ هغې دَ نادانۍ او لېونتوب نوم وركولو، خو سېلاني دَ سوپيس داسي ناڅاپه مستي او خوشالي دَ خپلي ماتي خوړلو په ځواب كي دَ هغې له خوا جشن ګڼلو او خبره وه هم دغه رنګه لاكن هغې ورسته بيا په ډېر هنر باندي دَ دې خبري مانا دَ ملګرو له خوا راپورته شوْ تپوسونو ته داسي ځواب كوله چي دَ هغې له دې خبري څخه مراد دَ وسا او دَ سېلاني دَ جنوني خوشالي ليدلو څخه وْ -
كه څه هم دَ سوپيس دا خبره نورو ملګرو وَمنله او هغه يې دَ دې مينناكي جوړې رښتوني خواخُوږي وَګڼله ، خو په داسي كولو باندي هغې دَ سېلاني وَ زړه ته يو ځل بيا دُوك تر دې هاند ه ور اچولى وْ ، چي هغه ته به كله كله شېطاني وسوسو داسي فكر هم ور په برخه كړو، چي ګني ..
" " سېلانيه.. چرته له وسا سره په واده كولو كي دهوكه خو نه شوې ؟
او يا ...
" " دې دواړو پېغلو خو چرته دَ يو بل په اوږو باندي خپلي څېرې نه دي كرلي ؟
دَ هغه وهم به هغه وخت لا نور دئ په سوچ كي واچولو، چي وسا ته به يې پام شو كومه چي نن تر ضرورت زياته او په وار وار داسي په سوپيس باندي غوړېدله ، لكه هغه چي يې خور وي .. سكه خور -
هو، ولي نه .. دا خو نو يو سېلاني خبر وْ ، چي دَ هغې دَ خوشالۍ تر شا يوه غټه اونه هېرېد ونكي قربانۍ پرته وه نو ځكه خو چي هغې څومره څومره خوشالي كوله .. نو هغومره به سېلاني ورته په زړه زړه كي يښېدلو ولي چي اوس كه څه هم سوپيس له سېلاني څخه لاس اخيستى وْ ، خو له خپل شېطاني فطرته مجبوره وه او كله كله به يې سېلاني په وړاندي داسي اشارې هم وكړې ، چي كه څه هم ورسره ناستي وسا ورباندي خوند ونه اخيستلو لاكن سېلاني ورباندي سم دلاسه مړ كېدلو او ژوندى كېدلو -
هر ملګري غوښتلو، چي دا وخت دي په هغه ځاى تم شي او نور نور په محفل كي تاوْ راپيدا شي خو يو سېلاني وْ ، چي ځان يې له دې حاضر وخته هم هغسي په تادۍ خلاس غوښتلو، لكه دَ خپلي ماضي له ګيړدكوڅخه چي يې په منډ ه ځان رابهر كړى وْ اوبيا بيا يې ګهړۍ ته كتلولګيا وْ -
" " دا نن وخت څله مخته نه ځي؟
يو وخت سېلاني له ځانه دا سوال څه وكړو؟ چي ځواب يې هغه خنجر راوختلو ، چي په خپل وار باندي تهائي ماربچكي سوپيس وَ ډاكټر وسا ته دَ تحفې په توګه پيرزوْ كولو په وخت وئيلو ..
" دا نه يوازي زما دَ هېواد جوړه ښائسته چاړه ده ، بلكې دې چاړې په ما باندي ډېر لوى احسان هم كړى دى نو ځكه هيله كوم ، چي دا به تل تر تله زما دَ نخښي په توګه له ځان سره خوندي ږدې .. هو، كېدلى شي ، چي په بد وخت كي تا ته هم په كار درشي"
او بيا چي وسا له سوپيس څخه هغه خنجر تر لاسه كولو ورسته څنګه سېلاني ته وسپارلو، نو دَ سېلاني له خلې اېله چيغه نه وَ وتله ولي چي هغه له خياله يو دم داسي محسوس كړو ، لكه دا چي چاړه نه ، بلكې دَ هغه اژدها غاښ وي .. چي تهائيانو ورباندي ايمان راوړى دى او سجدې ورته كوي نو ځكه يې خپل ښي لاس ته پراته مېز باندي چي كله ږدله ، نو يې په زړه كي دې وسواس هم ځاى ونيولو، ګوا ..
" چرته دغه چاړه خو به ماته هم دَ بروُټس ظالم هغه خنجر نه ثابتېږي ، چي په دوستي كي يې دَ جوليس سيزر ځيګر پرې پژلى وْ ؟ "
هغه به لا نور نور له هغه خنجر څخه دَ راتلونكي وخت دپاره وسوسې سازَولې ، چي رانا شامۍ هم ور مخته شوه او ډاكټروسا ته يې دَ عطرو دَ يوې شيشۍ سره سمه دَ شيشې جوړه غټه پياله څه وركړه ؟ چي سېلاني ته خپله وسا هم له خياله دَ قلوپطره په هغې ورځي كي ور ننوتي محسوسه شوله ، چي كله يې دَ زهرو ډك جام په غاړي باندي له ژوند څخه دَ فرار غوښتلو په نيت اړَولو -
_3 _
كه څه هم سوپيس دَ ملګرو دَ توقعاتو په سمون بيرته سكارف تړلو ته چمتو شوي وه او په پارټۍ كي خپل هغه لېونتوب ته يې له وسا او سېلاني سره دَ بې كچي ميني نوم وركولو خو سېلاني اوس لا نور هم له هغې څخه ځكه وېرېدلو، چي چرته هغه په دې پاته څو هفتو كي دئ دَ جهان او وسا له مخه رسوا نه كړي - نو ځكه به يې دَ هغې بې ځايه احترام كولو -
واي .. چي مار كله دوست كېدلى نه شي او سوپيس هم په خوئيو كي ماره وه ځكه خو كه يې څه هم اوس سېلاني نه تنګولو، خو چي له كله دَ هغې او رانا شامۍ تر مابېن په كلاس كي غال شوى وْ نو هغې په بېلا بېلو چلونو باندي رانا په لږ وخت كي دومره وَ چيچله چي يو ورځ هغې تر سېلاني پوري ځان ورسولو او په ژړا باندي چي يې هغه ته كومه كيسه تېره كړه نو په هغې كيسې كي نه يوازي دَ رانا رسواي وه ، بلكې دَ سېلاني نوم هم ورسره ګنډلى برېښېدلو نو ځكه هغوئ دواړو په ګډ ه ، لاكن له ټولو ملګرو څخه په پټه دا فېصله وكړه ، چي كه په هغو دواړو كي په چا باندي هم سوپيس تور وَ لګولو، نو دا بل به يې پوره پوره كومك كوي -
هرڅه هرڅه ، خو دَ فېصلې ورسته هم راناشامۍ او سېلاني دَ سوپيس له شره په امان ځكه نه شولو، چي هغې اوس يو نيم ځاى داسي خبري هم كړي وې ، چي ګني ..
" " سېلاني او راناشامۍ نن سبا پټ پټ له يو بل سره ليدل كتل كوي
او خلګو دَ هغې خبري په دې وجه هم منلې ، چي هغه په ښكاره بڼه باندي تر يوې تقوا داري مومني لا هم زياته پاكه مشهوره شوي وه خو په دې خبري كي هم اوس شك نه وْ پاته ، چي رانا او سېلاني به ګاى ګاى تر خپلو تش دَ هغې له شره دَ ژغورني په غرض ملاوېدلو -
دَ ګلوبل ډپلومه كورس هم زياته په ورستنئيو ورځو شپو كي وْ او امتحانونه هم سرته رسېدلو لګيا وْ ، چي سوپيس يوه ورځ په فون باندي وَ سېلاني ته له هغې سره دَ راتلونكي الوداعي پارټۍ دَ مخه دَ ليدلو خبره څه وكړه ، چي هغه دَ سوي زړه تاوْ ورباندي په دې هيله وَ ايستلو، چي كه هغې يې دَ بلېك مېلنګ هڅه وَ هم كړله ، نو راناشامۍ به يې كومك وكړي خو بيا چي يې په دې بله ورځ وَ رانا ته خبره وكړه ، نو هغې ورته وئيلو ..
" " له دمشق څخه زما مور راغلي ده نو ځكه دا به ښه خبره نه وي ، چي په اخير كي ورته خړمخي شم
هغې يې كه څه هم دَ فېصلې په سمه ملګري نه وه كړي ، خو سېلاني ته ئې دا وئيلو ، چي هغه به له سوپيس سره اول تعلق جوړ كړي او بيا به په ډېره نرمۍ باندي خبري ورسره وكړي ګوا په دې به يې يو رنګه ست كړي ، چي هغسي نه وكړي دَ كوم څه كولو دهمكۍ چي يې هغه ته وركړي ده -
_ 4 _
ټول كال په خپل ځاى ، خو دا يو څو ورځي داسي وې ، چي په سېلاني كي يې وينه وچه كړي وه نه يې دَ شپې اّرام كولى شو او نه يې په ستړو لمحو كي سكون په نصيب وْ ولي چي راناشامۍ هم په نن او په سبا كي وخت ته ديكه وركولو سره سره سېلاني دَ سوپيس سره دَ روغي جوړي كولو په نيت كي داسي ساتلى وْ ، چي نه يې كار كولو او نه له لاري وتله نو ځكه خو بلي خواته دَ سېلاني زړه دا منلي وْ ، چي سوپيس به بل سبا په الوداعي پارټۍ كي هغه حتمًا رسوا كوي او هرڅه هرڅه به ټكي په ټكي واي ولي چي اوس سوپيس له سېلاني څخه دَ تېري هفتې دَ هغو سخنو شكنځاوْ ، چي هغه په فون باندي ورته كړي وې له سوبه ډېره خوابدي وه او ګرسره يې له هغه سره خبري څه ؟ چي دَ هغه په خوا كتلو لا هم نه -
دې وخت به هم سېلاني په فلېټ كي ناست نوره وينه دَ راتلونكي هغو بد و لمحو په باب وچوله ، چي راناشامۍ ورته په فون باندي وَ وئيلو، چي نن مازيګر به هغه له ده سره دَ سوپيس په فلېټ كي په پنځه بجې ويني نو ځكه خو هغه ته څه اُميد پيدا شو او اوس كه څه هم درې بجې وې ، خو ژر ژر يې تياري شروع په دې سوب كړه ، چي هغه دَ وسا له راتګ څخه دَ مخه مخه له فلېټ څخه وتل غوښتلو-
پنځه بجو ته لا شل منټه پاته وْ ، چي سېلاني دَ سوپيس وَ فلېټ ته ور دننه شولو سوپيس كه څه هم لاس وركړو، خو دَ هېلو هاى كولو په ځاى يې فقط داسي ورته وَ وئيلو ..
" " اورېدلي مي دي ، چي سبا نه بل سبا دَ پارټۍ ورسته ستا فلائټ دى
" " هو ، په هغه ورځ دى ، لاكن دَ نيمي شپې وَ خواته
په دې باب مخته خبره ځكه نه وَ شوله ، چي رانا هم ورته دغه وه ، چي راورسېدله خو دَ حېرانتيا خبره دا وه ، چي هغه له دباندي څخه نه ، بلكې دَ سوپيس له خوني څخه راووتله او هغه هم داسي په خندا، چي سېلاني ته يو دم احساس وَشو، چي هغه بيا غولېدلى دى لاكن بيا چي رانا له سوپيس سره خبري شروع كړې ، نو دَ سېلاني زړه لږ په ځاى شو ولي چي هغې نه يوازي دَ سېلاني سائيډ نيولو، بلكې ورسره سمه جنګېدله هم خو سوپيس وه ، چي يوه خبره يې هم نه منله او دغه يوه خبره يې كوله ، چي هغې له ځان سره دا كست كړى دى ، چي ..
" هغه به له سېلاني څخه سبا نه بل سبا جامې ضرور باسي اوبس"
" " لاكن سوپيس په دې كي ستا له بدنامۍ سره سمه زما بدنامي خو هم كيږي تا دا سوچ كړى دى ؟
راناشامۍ دا خبره ډېره په تكرار سره ورته كوله ، لاكن سوپيس هيڅ نه منلو او لا نوره نوره په خپلي هوډي باندي ټينګېدله لګيا وه او وئيلو يې ..
" هر څه چي كېږي ..هغه دي وَ شي خو دې ځل زه دا غاور سېلاني دَ ډاكټر وسا او جهان له مخه داسي بې عزته كوم ، لكه ده چي زه په فون هغه ورځ بې عزته كړي وم "
او بيا كه به هرڅو سېلاني ورته وئيلو، چي په فون باندي خو تش دَ هغې او ده تر مابېن خبري شوي وې هغه نو اوس څله دومره زياتوب كوي ، چي دئ په جهان كي په نه څه باندي رسوا كوي ؟ او بلكې دا ټول څه هم په هغه وخت كي كوي ، چي زياته درست ملګري خپلو خپلو هېوادونو ته ځي لګيا دي لاكن هغې ماربچۍ به ورته وئيلو،چي ..
" " تا له ما سره لږ بد نه ، ډېر .. بلكې بېخي دېر بدكړي دي
يو ځل لا سېلاني ته په زړه كي راغلو، چي ورته وَ واي ..
" " ځه مخه دي خلاسه ده .. چي څه كوې ، هغه وكړه
خو بيا چي به يې له خياله وسا زړه ته راغله ، نو به يې ځانته وئيلو ..
" زما په رسوائي خو به هغه هم دَ خپلو هغو خوندكيانو له مخه كچه شي ، چي هغې ورته دَ سېلاني دَ ښوالي په باب ډېري دعوې كړي وې"
نو ځكه به غلى پاته شو او هر څه به يې په رانا شامۍ باندي پرېښولو-
لنډ ه دا، چي څنګه څنګه وخت مخ په وړاندي له ساعتونو څخه دَ منټونو او ګنټهې په لور تېرېدلو، نو رانا په خبرو خبرو باندي نه يوازي سوپيس او سېلاني ته هنداري ښئيلې ، بلكې ورو ورو دَ هغوئ تر منځ واټنونه كمولو كي بريالۍ كېدله هم لګيا وه او بيا چي كله دَ هغوئ تر منځ دَ كركو دَ روئيو په ځاى خوږې موسكاګاني پئيل شولې نو هغې سياڼه رانا شامۍ هم دَ مور سره وسط المدينه ته دَ تللو بهانه څه وكړه ؟ چي سېلانې يې هم وَ سوپيس ته يوازي پرېښولو-
خو چي هغې كله له سوپيس سره په سترګو سترګو كي خبري كولو ورسته څنګه په ډكه خله خندا كي دباندي ګامونه ږدلو، نو سېلاني داسي وَ سنجولو، لكه په دې درست ګېم كي چي له سوپيس سره دَ هغې هم لاس وي هم په دې خوهغه وَ رانا ته دَ خداى په امانۍ وئيلو دپاره لاس پورته كولو په وخت له ځان سره كرار غوندي داسي په سواليه انداز بُوڼېدلى وْ ، چي ..
" " اې سياڼه رانا.. دا كېدلى شي ، چي زما دَ ضمير په سودا كولو باندي به تا هم برى موندلى وي ؟
_ 5 _
" " هغه چاړه او دَ عطرو شيشۍ سره له پيالې څه شوه ؟
نن دَ هغوئ دَ واده دَ يوه نيمي مياشتي پسته هم سېلاني چي كله خپل سامان تړلو، نو يې لا دا خبره هغسي دَ سوال په شان په مزغو كي ګرځېدله او هڅه يې كوله ، چي په هغه بېګ كي يې وَ لټوي ، چي دَ هغوئ دَ واده دَ پيرزوئينو سره ګد په كي دَ وسا دَ واده كالي او جامې هم پرتې وې بس كه نه وْ موجود په دې بېګ كي ، نو هغه وْ دَ سوپيس خنجر او دَ راناشامۍ له خوا وركړل شوي دَ عطرو شيشۍ او پياله .. چي ګوره كومو پريانو وړي وه -
كه څه هم په وار وار هغه وَ ډاكټروسا ته وئيلي وْ ، چي هغه دي ټول سامان او دَ ملګرو تحفې ښه په احتياط وګوري ،چي ورڅخه پاته نه شي خو په هر ځل به يې دَ هغې له خوا دغه يو ځواب اورېدلو، چي ..
" " هر څه هرڅه په بېګ كي موجود دي او بې غمه دا بېګ هم له ځان سره پاكستان ته وړه
ځكه ، چي دَ هغې دَ ايم فل دَ تهيسس زباني ټيسټ لا پاته وْ او هغه به څو مياشتي ورسته ورپسې ورتله
هو.. سېلاني كه څه هم نن يوازي په الوتكي كي سپور بيرته خپل هېواد ته روان وْ ، خو ډېر خوشاله په دې وْ ، چي هغه دَ سوپيس له حصاره دَ همېش دپاره خلاسېدلو او په زړه زړه كي يې وئيلو ..
" " خېر دى .. وسا به هم دَ خپل قول په سمه په نهم اكتوبر را وَرسېږي
خو، الوتكه لا سمه وَ اسمان ته نه وه ختلي ، چې يو دم يې دَ وركي شوي چاړې اودَ عطرو دَ شيشۍ سره سم دَ پيالې دَ غائبېدلو په باب سودا په مزغو كي څنګه راپورته شوله ، نو بلا ډېري وسوسې او ويري يې هم له ځان سره ګنډلي پاكستان ته داسي بوتلې ، چي بيا دَ وسا تر ورتلو پسته هم دَ هغه په زړه كي تر هغې ورځي پوري كوټېدلې ، چي دَ وسا په ورتګ په هغه بل بېګ كي يې دواړه شيان په خپلو سترګو باندي ليدلي نه وْ چي هغې له ځان سره راوړى و ْ -
سېلاني پښتون زوى كه يوې خواته دَ وساعربلور په خپلولو باندي ډېر خوشاله وْ او ورباندي هوَسېدلو خو بلي خواته يې دَ هغې په خوني كي پرتو شيانوكي دَ سوپيس تهائي ماربچۍ له چاړې او دَ رانا شامۍ له پيالې نه يوازي تراهه كېدله ، بلكي خپله څېره يې هم په كي شپه او ورځ داسي ليدله لكه هغه چي پيرزوئيني نه ، بلكې دَ ده او دَ وسا دَ مرګ سامان وي ګوا كه يې دَ رانا شامۍ دَ عطرو په شيشۍ او پيالې كي دَ وسا ساه بند ه سنَجوله نو هم دغه رنګه يې دَ سوپيس چاړه هم دَ خپل مرګ وسيله ګڼله -
هو، شايد چي وجه هم دغه وه ، چي كه څه هم هغه خپله مينه په زرګونو كړيانوكي پئيلي ورستۍكړۍ وَګڼله ، خو دَ ليدلوخوبونو ، روزلو ارمانونو ، كړو سوچونو، ورڅرمه شوْ وسوسو او فكرونو، نيمګړو اّرزوګانو ، خوبولو خيالونو، زېږېدلوامېد ونو او دَ پېړيانو پېړيانو په شمېر دَ ستړو مزلونو زنځير يې لا ګوره چي څله نه پوره كيدلو؟