د ژباړې ډولونه
د ژباړې د ډولونو په اړه ډېر څه ويل شوي دي، چې هر چا له خپل ليد لوري د ژباړې ډولونه وړاندې کړي دي، موږ دلته ژباړه په ټوليز ډول په دوو لويو برخو وېشو:
۱- انساني ژباړه
۲- ماشيني ژباړه
او دا هر يو ډول په خپله په ډېرو ډولونو وېشل کيږي، چې په خپل وار سره به وړاندې شي.

ماشيني ژباړه
د کمپيوټر او انټرنټ د رامنځ ته کېدو څخه کابو )۷۰( کاله کيږي، چې تر دې دمه يې په نړۍ کې داسې بدلون رامنځ ته کړی ، چې څو کاله دمخه يې چا په ذهن کې هم يو ډول طرح نه شوه جوړولای.
په همدې پرمختګونو کې د ماشيني ژباړې منځ ته راتګ هم شامل ؤ، چې کابو نيمه پيړۍ پخوا داسې پوستکالي (Soft Ware( جوړ شول، چې په خپلکاره ډول ژباړه کولای شي. دې پرمختګونو او اسانتياوو د نړۍ هېوادونه دې ته وهڅول، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي. هالنډ په (۱۹۸۳ زېږدي(كال کې اته نيم ميليونه ډالره د ماشيني ژباړې يوې څېړنيزې طرحې ته ځانګړې کړې وو ، چې خپله ژبه په ډېره اسانه بډايه کړاي شي، د انټرنټ له منځ ته راتک سره ډېر هېوادونه د ډېرې پانګونې لپاره د دې ډول پروژو تطبيقولو ته وهڅېدل. راځئ چې د ماشيني ژباړه وپېژونو چې ماشيني ژباړه (Machine Translation ( يا خپلکاره ژباړه (Automatic Translation( داسې يوه پوستکالي (Soft ware( ته وايې، چې دلومړنۍ ژبې (Source Language( متن يا متنونه د ځانګړي سيسټم په مرسته تر بېلابېلو مرحلو (ژبپوهنې، تحليل او تجزيه مرحلې( وروسته په موخنې (مقصدي( (Target Language( ژبه يا ژبو واړوي يا ژباړي او هغه متن د موخنۍ ژبې يا ژبو د ويونکو او لوستونکو په واک کې ورکوي.
البته پخوا به يوازې له انګريزي څخه فرانسوي، جاپاني، روسي او الماني ژبو ته ژباړه کېده، خو اوس دغه ماشين انګريزي په فرانسوي، الماني، هسپانوي، ايټالوي، جاپاني، چيني او نورو هم اړوي، د نړۍ د دغو ژبو ويونکي زموږ په شان دومره کړاو او ستونزو کې نه دي، بلکې هغوی که غواړي د بلې ژبې ګټورې ليکنې ولولي، نو د دې ماشين په مرسته يې ژباړي او په ډېره اسانۍ سره يې لولي، هغه داسې چې په کمپيوټر کې دغه کمپيوټري پروګرام ته متن ورکوي هغه يې هم ستاسې د خوښې ژبې ته اړوي او ستاسې په واک کې يې درکوي.
د کمپيوټري حافظې له منځ ته راتګ سره نړۍ د بې ساري هېښنده پرمختګ په لوري ځان چمتوكړ او د همدغې ځواکمنې او کم لګښتې وسيلې په مرسته د ټولو انګريزانو، فرانسويانو، جاپانيانو او ..... ورپېښې ستونزې اوارې شوي.
هغوی په يوه دقيقه کې زرګونه پراګرافونه په خپله ژبه او له خپلې ژبې نورو ژبو ته اړولای شي، دغه پروګرامونه په انټرنټ کې هم ځای پرځای شوي، چې همدغه کار په څو ثانيو کې ترسره کوي او که څوک د نړۍ په هره برخه کې وي؛ نو له دغه پروګرام څخه په کار اخيستلو هم خپل ټول هدف او خبرې نورو ته لېږدوي، او هم د نوور ژبو ګټور توکي په خپله ژبه کې لوستلای او کارولای شي.
د دغو پوستکالو (Soft Ware( په جوړولو کې تر ډېره زيار اېستل شوی دی، چې د انساني ژباړې په څېر ژباړه وکړای شي؛ خو له کومه ځايه چې د انساني ژباړې خبرې کېږي، هغه به هرو مرو له ماشيني ژباړې سره توپير لري، دا خو څرګنده خبره ده ، چې په پرمختللو ژبو کې به نوي توري او لغتونه رامنځ ته کيږي او نورې اصطلاحګانې به راوځي؛ خو د دې پروګرام جوړونکي کولای شي، هر کال دغه پروګرام ته نوې بڼه ورکړي او ټول وييونه پکې خوندي کړي او ټولې اصطلاحګانې او نوي لغتونه وروپېژني، کېدای شي، دغه پروګرام ځينې جملې داسې وژباړي، چې ګرامري تېروتنې به لري؛ خو انسان يې بياپه ډېرې اسانۍ سره کره کولای شي. ښايي اصلي ليکوال کوم ويى په خپله لهجه ليکلی وي؛ نو ماشين نه شي کولای هغه لهجوي لغت ته په بله ژبه کې انډول پيدا کړي، بله خبره دا ده چې ښايي په اصلي متن کې املايي تېروتنې وي او ماشين نه شي کولای چې هغه املايي تېروتنې سمې کړي او بيا ژباړه وکړي، انسان کولای شی، له املايي تېروتنو او ځينو لغتونو سره د مخ کېدو په صورت کې لوړو سرچينو، کتابونو او ژونديو سرچينو ته مخه کړي؛ خو ماشين په دې ځای کې له انساني ژباړې سره سيالي نه شي کولای. بل دا چې بازار ته داسې ماشينونه وړاندې شوي، چې د ډېرې ټيټې کچې درلودونکي دي او پېرونکي يې په يو وار کارولو سره ايسته غورځوي.
دا مهال ډېرې مؤسسې او ارګانونه په دې سيالۍ کې دي، چې دغه ډول نور سيسټمونه هم جوړ کړي؛ چې په خپلو څېړنيزو فعاليتونو کې ترې کار واخلي. ان په اروپايي هېوادونو کې داسې نور ماشينونه هم جوړ شوي، چې غږ په تورو او توري په غږ اړوي، دغه راز که تاسې په انګريزي کې ورته خبرې وکړﺉ، دغه ماشين يې په هماغه شېبه کې په فرانسوي، جاپاني او نورو ژبو اړوي، چې له دغه ماشين څخه زياتره په راډيوګانو کې کار اخلي په دې برخه کې يې يو ستر انقلاب راوستلی دی. داسې سيسټمونه هم شته؛ چې له علمي معيارونو سره د ژبپوهنې او منطق پر بنسټ جوړ شوي او هغه سيسټمونه په درېو ډولو وېشل کيږې:
۱- کنټرول شوي سيسټمونه (System Controlled Language(
۲- د کمپيوټر په مرسته ژباړه: (Computer Assisted Translation(
۳- بشپړ سيسټم اتوماتيکه (خپلکاره( ماشيني ژباړه FAHQT( (


۱- کنټرول شوي سيسټمونه (System Controlled Language(
د ماشيني ژباړې د کارولو او دودېدلو څخه وروسته وګړي په دې لټه کې شول، داسې ژباړيز سيسټم رامنځ ته کړاى شي چې د ژباړې د ارونو پر بنا يې تېروتنې کمې وي، دې موخې ته د رسېدو لپاره د هغه مهال پوهانو داسې سيسټم رامنځ ته کړ، چې لږې ژبې وژباړي او هرډول لغتونه يې په کې ځای پر ځای کړل، بله دا چې تقريباً دا سيسټم يې په څانګيز ډول يا هم په تخصصي ډول جوړ کړ، چې هره برخه کې به يو سيسټم جوړوي،چې د هغې څانګې ټول وييونه په اسانۍ سره پکې راټول کړي او په ژباړه کې د ډېرو تېروتنو مخه ونيسي.
دا سيسټمونه په ټوله نړۍ كې دود شول او په اروپا کې هم داسې سيسټمونه رامنځ ته شول، چې تر ټولو مهم يې دادي: Titus System, Lent, Potrans, Smart, Hook and Hatton او نور. د دغو سيسټمونو ډېری څو ژبي سيسټمونه دي او دا سيسټمونه د اروپاي دولتونو او ټولنو د مخامخ ملاتړ درلودونکي وو.
د يادونې ده، چې دا ډول سيسټمونه په لومړي ځل په کاناډا کې له انګليسي ژبې څخه فرانسوي ژبې ته د ژباړې لپاره وکارول شول او دومره مشهور شول، چې د ډېرو ماشينونو او وسلو نومونه به د همدې سيسټمونو له لارې ژباړل کېدل او د نړۍ ډېرو مشهورو کمپنيو؛ لکه: زيمنس، کارترپيلار او ..... د دې سيسټم له پېرونکو څخه دي.


۲- په کمپيوټر ژباړه: (Computer Assisted Translation(
دا ډول سيسټمونه د نيمه خپلکاره ماشيني ژباړې او هم د انسان په مرسته ماشيني ژباړې (Assisted Machine Translation( په نامه پېژندل شوي دي.
دا سيسټم د هغو امريکايي ماشيني ژباړو د سيسټمونو د ناکامۍ له امله رامنځ ته شو، چې وګړو به د امريکايي ژباړيزو سيسټمونو څخه خپګان ښوده، چې د امريکا د شيګاګو د پوهنتون ښوونکي يې د يوې څېړنيزې پروژې پيلولو ته وهڅول او پايله يې د دې سيسټم (Computer Assisted Translation( منځ ته راتګ شو، دا سيسټم ډېری د نويو ژباړونکو سره مرسته کوي او د وخت د لګښت له امله چندان تيزه ژباړه نه ده، خو د دقت له کبله به د ژباړې دا سيسټم ډېر ښه وي؛ ځکه چې ماشين به ډېر متن وژباړي، خو که لږې تېروتنې پکې وي انسان کولای شي، هغه په لږ وخت کې جوړې کړي او په پايله کې يوه ښه ژباړه منځ ته راوړې
۳- بشپړ سيسټم اتوماتيکه (خپلکاره( ماشيني ژباړه (FAHQT(
د مصنوعي هوش (Artificial Intelligent( او عصبي شبکې د تکنيک په برخه كې د وروستيو کلونو هېښنده پرمختګونو د ماشيني ژباړې په پرمختګ او پراخوالي کې ډېر نقش لرلى دي. هغه دا چې د چارو چټکوالي او دقيق والي د نړۍ پوهان دې ته وهڅول، تر چې يو داسې سيسټم رامنځ ته كړي، تر څو په ټوله او هر اړخيزه مانا ښه ژباړه وکولای شي، چې په دې لړ کې د بشپړې خپلکارې او لوړ کيفيت ژباړې ماشين يا (FAHQT( چې د (Fully Automatic High Quality Translation( مانا دى رامنځ ته شو.
دا سيسټم د پري ايډيټ (Preedit( او پوسټ ايډيټ (Post Edit( درلودونکي هم دي، پري ايډيټ لومړنۍ (SL( ژبې متن تر وړاندې تر ژباړلو د املايي او نورو تېروتنو لپاره ګوري او د ژباړې لپاره يې تياروي، تر ژباړلو وروسته يې پوسټ ايډيټ د (TL( موخنۍ ژبې په چوکاټ کې سم او کره كوي او د موخنۍ ژبې (TL( د ويونکو د ګټې اخيستنې لپاره يې وړاندې کوي.

د ماشيني ژباړې سيسټم له درېيو توکونو يا برخو څخه جوړ شوی، چې بيا دا درې برخې بيا د نورو برخو درلودونکي هم دي، هغه درې برخې دا دي :
۱- لغتونه ۲- نحو او جوړښت ۳- ماناپېژندنه
په دې هرې برخې بحث کول زموږ د موضوع لمن اوږدوي، چې په راتلونکې كې به د دې موضوع په اړه پوره بحث وشي.
د ماشيني ژباړې په اړه مې ځکه دومره تشريح ورکړه، چې که دا يو څو کرښې زموږ کمپيوټر پوهان او ژبپوهان راويښ کړي او په دې برخه کې خپلې ژمنى پوره کړي؛ چې زموږ ژبه هم د دې ډول سيسټمونو درلودونکې شي او د نورو علمي توکو په پيداکولو (ژباړلو( پسې دومره ډېر زيار ونه ګالي. که څه هم د نړۍ ډېرې ژبې له دې سيسټم څخه تر اوسه نه دي برخمنې شوي؛ خو بيا هم زموږ ژبپوهان او کمپيوټرپوهان بايد په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي او د ژبې چوپړ ته په رښتيني مانا سره مټې رابډ وهي.
زموږ په ټولنه کې داسې کتابونه هم شته، چې ډېرو ګڼو ليکوالانو ژباړلي دي، د دې کار د مخنيوي لپاره بايد يو داسې ډېټابېس جوړ شي، چې ژباړل شوي او تر ژباړې لاندې کتابونه د کتابونو د اصلي ليکوال د نوم او د ليکلو له نېټې سره درج شي او دټولو ليکوالو او نورو په واک کې ورکړل شي، چې په يوه کار باندې د دوو ليکوالو وخت ونه لګي، په دې کار سره به هم وخت وسپمول شي او هم به ډېر اثرونه وژباړل شي