فیسبوک د انسان قاچاق وړونکو لخوا جوړ شوي ډیری هغه تجارتي پوسټونه لرې کړي چې موخه یې اروپا ته د کډوالو جذبول وه.

ډیری دغه ډول پوسټونه په عربي ژبه لیکل شوي وه چې د کډوالو د سفر ویډیوګانې او ناسم ثبوتونه هم ورسره خپاره شوي وه. په دغو پوسټونو کې انسان قاچاق وړونکو ادعا کوله چې د مدیترانې سمندرګي له لارې یې د ترکیې څخه یونان ته، او له مصر څخه ایټالیا ته د کډوالو بریالي سفرونه ترسره کړي دي.

د مهاجرت د نړیوال سازمان مشر په وینا، قاچاق وړونکي په ټوله نړۍ کې هر کال ۳۵ میلیارده امریکايي ډالر جوړوي چې دغه ستر ناقانونه تجارت په سمندرونو کې د مهاجرینو د مرګ ژوبلې اصلي لامل دی.

راپورونه وايي یوازې سږ کال د هغو کډوالو د مړینې شمیره ۲۴۰۰ ته رسیدلې چې د مدیترانې له سمندرګي څخه اروپا د تیریدو هڅه یې کوله.

د فیسبوک یو ویاند ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، "د خلکو قاچاق غیرقانوني دی او هغه پوسټونه چې دغه کار ته خلک هڅوي، فسبوک کې ورته اجازه نشته او له منځه به وړل کیږي. مونږ ټول هغه پوسټونه او ویډیوګانې لرې کړي کوم چې ګارډین ورځپاڼې له مونږ سره شریک کړي وه."

هغه همداراز وویل، "مونږ له خلکو غوښتنه کوو چې دغه ډول ناقانونه پوسټونه چې د فسبوک د ټولنیزو معیارونو څخه سرغړونې کوي له موږ سره شریک کړي، ترڅو په چټکه توګه زمونږ د کارپوهانو د نړیوالو ټیم لخوا لرې شي، او د اړتیا په وخت کې د قانون پلي کولو ته لاره هواره کړي."