د استرالیا فدرال حکومت غواړي په یو شمېر هغو پناه غوښتونکو مالي مرستې بندې کړي چې له نایرو او مانوس ټاپوګانو څخه استرالیا ته د درملنې لپاره راغلي دي.

په دغه بدلونونو کې چې اټکل کیږي په قابو ۱۰۰ استرالیایی پناه غوښتونکو به اغیز ولري، د هغوی په مالي مرستو کې به په هرو دوو اوونیو کې د ۲۰۰ ډالرو کموالې راځي او همدارنګه هغوی اړ دي ترڅو د حکومتي ودانیو څخه بهر شي.

د استرالیا د کډوالو چارو وزیر پیټر ډوټن وایي، "د پناه غوښتونکو څخه تمه کیده کله چې د هغوی درملنه بشپړه شي بیرته مانوس او نایرو ټاپوګانو ته ستانه شي، هغوی دلته د لنډمهال لپاره راوړل شوي وو، خو هغوی د بیرته ستنیدلو څخه انکار کړې او حقوقي قضیي یې پیل کړي ترڅو بیرته ونه لیږل شي."

نوموړي زیاته کړه، "زه غواړم دا خبره هغو پناه غوښتونکو ته څرګنده کړم چې درملنه یې بشپړه شوې خو د بیرته تګ څخه انکار کوي، چې د استرالیا حکومت به وروسته له دې هغوی ته هیڅ ډول مالي مرستې نه ورکوي او باید بیرته ستانه شي."

نوموړي همداراز وویل، "مونږ کلک هوډ لرو چې هغو کسانو ته به هیڅکله په استرالیا کې ځای نه ورکوو چې په ناقانونه او قاچاقي کشتیو کې استرالیا ته راغلي وي."

خو اخوا بیا د حکومت دغه کار د کډوالو او بشري حقونو پلویانو له کلک غبرګون سره مخ شوی، او یاد بدلونونه یې ظالمانه ګڼلي او خبرداری يې ورکړی چې بې وزله پناه غوښتونکي به سخت اغیزمن کړي.

همداراز د حکومت اپوزیسیون د لیبر ګوند ویاندې شاین نیومن هم حکومت تورن کړی چې زیانمن خلک قصدآ په نښه کوي او هغوی بې کوره کوي ترڅو بیرته ستنیدو ته اړ شي.