د چا سترګې په رنجو ډیرې ښکلیږي
د چا ښکلې د خپل یار په لیدو کیږي

ځنې سترګې په خپل ذات کی ښایسته وې
نه یي یار نه یي رنجو ته اړتیا کیږي

د چا زړه کی د دنیا مینه چې نه وي
د هغه زړه بیا د خدای مینې ته کیږي

د دنیا مینه کی درد او رنځ همیش وي
د الله مینه د هر درد دوا کیږي

ای بنده هر څه چې په دنیا وکړي تیریږي
یو عمل ده ستا د ژوند چې پاتي کیږي

د دنیا رنګینې پاتې له هر چا دي
یو په ښو باندې ستا قبر رڼا کیږي

که جانان درسره سل کاله ژوندی یي
اخر تګ دي تور لحد ته تنها کیږي

نور فکرونه د دنیا د مینې پریږده
د دنیا هستي پخپله فنا کیږي

دا انبار د دولت څه کړي ای انسانه
اخر یو کفن دی مرګ کې په تن کیږي

که هر څومره جایدادونه دلته جوړ کړي
په دنیا دي اخر تور لحد کور کیږي

,کوچی٬ ټولو وروڼو خوندو ته دا وایه
نن هم وخت ده کنه بیا ناوخته کیږي

هر سړی د خپل اعمالو جوابګو وي
خو ویل د خدای په لار کې ثواب کیږي
کوچۍ احمدزۍ