نږدي دری اونۍ وړاندی هغه مهال چې په بلخ کې د نظار شورا او جنبش مخ پټو ملیشو د ګډ حکومت کا واکه مشروعیت ننګاوه، غني یې دېکتاتور او خاین باله، تنظیمي غوښتني یې کولې او لازمه داه وه چې ارګ میشتي ځانتپلی معامله ګر یې په وړاندی ودریږی، د عبرت درس ورکړی د دوی د غوښتنو په مقابل کې د افغانستان د تل پاتی امن او عزت په لور ژمن ګامونه اوچت کړي.
مګر نه، دوی د دي پرځای چې له داړونکي سپی عطا نور سره حساب وکړی، دوستم د ثابت شوی جرم په تور عدالت ته را وکاږي او دغه د قدرت جزیری د قانون تابع کړی.
په ټولنیزو رسنيو کې مو ولوستل چې د افغان سولې مخکښ فعال او وتلي سیاسي شنونکې نظرمحمد مطمین صیب د غني په حکم، یوازی پدی ګناه ونیول شو چې ولې د جګړې منطق ناولي ګڼي او هغه تسلیمی چې دوی ورته د سولې نوم ورکړي له پوښتنی سره مخ کړی.
ځکه مطمین صیب ارګ میشت اردلیان پدی پړ بلل چې ارګ ولې سولې ته کار نه وایې، د افغان وژنی توطیه پایته نه رسوی، د جګړې د ادبیاتو زیښت والی سوله نشی راوستلی، ارګ د سولې له پنځم ستونه خلاص کړی، هغوی چې د سولې په راتګ سره فکر کړی چې غصب څوکۍ، دنګ محلونه او سیاسي ګوندي ګټي یې له لاسه وځي، دسولې ملي بهیر ته یې شا کړي او په هر څه یې د انحصار ولکه کړي ارګ دی د هغوي پر ځای د ولس سره کړی ژمنو او ملي لومړیتوبونه راخپل کړی.
له دغه خواشینونکي خبره څو شیبي وروسته ما ډیر ژر د ښاغلی مطمین صیب سره د اړیکۍ نیولو هڅه وکړه مګر بیا بیا پاتی راغلم، وروسته مي د وکیل احمد متوکیل صیب د زوی څخه د ښاغلی مطمين د کورنی احوال واخیست، چې هغه یې راته د زوی شمیره ولیږله، مشر زوی یې تر روغبړ وروسته د پیښي ټول خواشینونکې جریان بیان کړ، او داچې حکومت په خاص ډول د ملی امنیت اداره دوی ته د هیڅ ښه او بد حال نه وایې، بلکې غولونکي خبری ورته کړی او حتا د مور او میري چلند ورسره کوی.
څو ساعته وروسته په ارګ پسي تړلو مجهول الهویته او جعلی فیسبوکیانود ملا جلیل اخوند په نامو یوه مستعاره پاڼه کې درواغژنه اعلامیه خپره کړه، چې ګواکي له کابل څخه د طالبانو د بهرنیو چارو وازت مرستیال مولوی جلیل اخوند ته یوی منسوبي ډلی له لوری تښتول شوی، مګر هغوی ډیر ژر په دي پيښه کې خپل لاس لرل رد کړل.
وروسته تر دي د ملګرو له زیاتو هڅو او لیدنو څخه کرزی ته د ملی امنیت مشر ښاغلی ستانکزی ومنله چې مطمين له دوی سره دي، مګر دوی نه دی نیولی، بلکې د غنی په حکم یې نیولي ځکه د ولس سپارښتني ورکې ځای نه لری او غني په دوی فشار راوړی چې پټ یې وساتي او د هیڅ چا سپارښتنه به نه منی.
د وروستیو معلوماتو له مخي نوموړی د ملی امنیت په تورو خونو کې د ګوندیمارو او غرضی ډلو ټپلو د اجرتی او کرایې عناصرو له لوری تر سختي شکنجي او ځورونی لاندی نیول شوی دي، د جبری اعتراف بار بار هڅي یې شوی، چې خوشبختانه د نوموړی د بی ګناه والی له امله یې څه نه دي ثابت کړی.
ولي پر دي سربیره بیا هم دغه عناصر کوښښ کړی تر څو مطمین په زور او اکره دیته اړ کړی تر څو په راتلونکي کښې د سولیزو مبارزو څخه لاس واخلی، د شراب خورو، مفسدینو او اخلاقی مافیا رازونه بربنډ نه کړي، د امریکایې تاړاک او خپلسریو چې د ډرون وحشت پارونکي ړندي بمباری او د افغانانو د حرمت لوټل د جګړې د اصلي ازوغه په توګه پری سترګي پټي کړی، کرایې مفتیان چلینج نه کړی، هر هغه چاته چې دوی یاغی باغی وایي او یا یې ترهګر بولي ناحقه او ظلم ونه بولی، په ارګ کې بربنډ فساد او رسوا توطیو څخه چې ارګ میشته دلالان د یو ستر قام په استازولی یې کړي، ځانته کار بولی رالوڅي نه کړی.
ځکه د ګډ حکومت ځانچاری، خپلسری او د سرچوک ډانګماری دي کچې ته رسېدلی چې اوس د وسلوال مخالف سره د سولې په سر خاوری چې وبه یې زغمي، ښه راغلاست به ورته ووایې بلکې هغوی چې بی اجری په ګران افغانستان کې د یوی عزتمندی سولې، واقعی امن او ټیکاو لپاره کار کړی، ګواښل کيږی، فرصتونه ورڅخه اخیستل کیږی، د منزوی کېدو هڅۍ یې کیږی او حتی د مطمین صیب په ډول د غني د ځانګړې فرمان په اساس زندان ته اچول کیږی او وحشي ځوروني ورکوی.
هغه چې که ژر تر ژره مطمین ازاد نشي، د حیثیت اعاده ونشی او په راتلونکې کښې یې له بیا تکرار څخه د سولې فعالینو او ولس ته ډاډ ورنه کول شی، په ښکاره د بیان د آزادی سپکاوی، د افغانستان د خلګو د ملی ارادی توهین، د سولې سره څرګنده دښمني، د زورواکۍ او انارشیزم کمونیسټي دور ته چې ۸۰ کلونه دی ورګرزیدل دی.
ځکه موږ د سولې فعالینو او ولسي جوړښتونو د تیري یکشنبی په ورځ او بیا را وروسته د سه شنبه په ورځ د مطبوعاتی ناستو او مدنی حرکتونو تابیا لرله، ولې دا د امنیت شورا او ارګ میشت وو چې د مطمین صیب د ژر تر ژره خلاصون او حیثیت د ګرزیدو ژمنه یې کړي وله.
اوس هم وخت شته، چې ګډ حکومت پدی اړه خپل نیت وښيې، را ولاړ شوی شکونه پایته ورسوی کنه ډیر ژر به د یوی پراخی ولسی همغږی چې د هیواد په لر او بر کې یې په اړوند همداوس چمتوالی روان دی د ارګ بیباکې ته به د پای ټکې کیږدی، او دا په دیوالونو کې رایسار حاکمیت به ناخوښي انجام ولری.
د خپلواک او لوی افغانستان په لور
په درناوی