غزل

ماڅرنګه راټول په څه هنر  کړلو زړګی
تا وخندل اوبېرته دې اوتر کړلو  زړګی
هم ستا  مینې خولعل کړلو ګوهر کړلوزړګی
چې ما داسې په خپله رضا درکړلو زړګی
پخپله مې دعشق دلیونتوب په ورانوسرکړ
پخپله مې له ځان سره په شرکړلوزړګی
دغم بلا، بلا پيټي مې ټول کړل ورپه شا
په ځان باندې مې دروندلکه دغرکړلو زړګی
سبا به چېرته داسې دبل ښکلي تمه پرې شي
که نن مې چېرته یوښګلي ته ورکړلوزړګی

نصرت الهام