غزل



بلا بلا، تمه پيدا شوه چې مسکۍ غوندې شوې
ځکه زما، تمه پيدا شوه چې مسکۍ غوندې شوې
د مړ، مړژواندي ژوند، د هيلو ګلان و غوړېدل
ژوند ته مې بيا، تمه پيدا شوه چې مسکۍ غوندې شوې
مورې هغه دنيا زما شوه چې دعا دې وکړه
ددې دنيا، تمه پيدا شوه چې مسکۍ غوندې شوې
بلا دولت به راسره و خو نهيلى ومه
هسې وړيا، تمه پيدا شوه چې مسکۍ غوندې شوې
هرڅه دې مړاوي وي خو اوس مې د زړګي د ګلاب
د غوړېدا، تمه پيدا شوه چې مسکۍ غوندې شوې
ما وې که تا باندې هم کېناستل د مينې پېريان
ځکه مې دا، تمه پيدا شوه چې مسکۍ غوندې شوې
ستا له ژړا نه قربان ستا له اوښکو وګرځمه
څه د خندا تمه پيدا شوه چې مسکۍ غوندې شوې

نصرت الهام