غزل

نصرت الهام

زما سر چې زنګانه ته غاړه ورکړه

زما اوښکو ګرېوانه ته غاړه ورکړه

زما اوښکې او خولې شوې سره ګډې

ما چې ستړی ژوندانه ته غاړه ورکړه

یو دې یاد دی بل دې غم زما په زړه کې

پښتانه هم پښتانه ته غاړه ورکړه

څوک په ښار کې له یارانو نه په څنګ ځي

چا په دښته کې شپانه ته غاړه ورکړه

ما پخپله د خپل زړه دښمني وکړه

ما پخپله بېلتانه ته غاړه ورکړه