غزل
پير محمد کاروان
شرنګ نه کړي د بنګړو غوندې ګرم نه دي جنګ وهلي
دا زړونه مو د وسپيې په شان دي زنګ وهلي
له چا نه به د عقل او د هوش خبره واورو
پاچا شراب خوړلي دي ملنګ دي بنګ وهلي
سرونه د خوړ کاڼي دي ويده دي نه ويښيږي
هرڅو که په څپو د حادثو غورځنګ وهلي
راځئ ماتې پرې تيږې د غميو په لټون کړو
لاسونه مو د ډېرو دعاګانو منګ وهلي
ساده دي کليوال دي لاس او پښې يې دي بايللي
خيالونه مو په ښار کې جينکو په څنګ وهلي
غمي مو د وختونو دي لاهو په سيند په خپله
په غلا رانه په پډه دي پردي نهنګ وهلي
د صبر په اوپو ترېنه لاس ومينځه کاروانه!
ګلاب ګلاب ياران دي د پرديو رنګ وهلي