د ژوند د شريک په برخه کې

       د نارينه وو لپاره څواړين ټګي!
 کله چې نارينه د ځوانۍ پړاو ته ورسيږي نوپه خپل ذهن کې د ژوند د شريک لپاره معيارونه  او انځورونه جوړوي، غواړي چې  په تول پوره او په ټولو معيارونوبرابره مېرمن ومومي، خو کله يې چې جينۍ خوښه شي نو هغه ورته منفي ځواب ورکوي، تاسو فکر کوئ چې نجونې تل پوره غره انسان غواړي؟  چې په نړۍ کې ډېر لږ پيدا کيږي.
دا منم چې نجونې ظاهري ښکلا لرونکى، جذاب (راښکونکى)، مينه ناک او رومانټيک نارينه خوښوي، خو دومره هم نه چې تاسو يې فکر کوئ، که غواړئ چې پوه شئ نو دا ليکنه ولولئ.

درنښت :  د ښځو احترام وکړئ ځکه هغوى پرې خوشاليږي، کله چې نجونې پو شي چې مقابل لورى يې د نوروښځو بې احترامي کوي، ډېر ژرشاته کيږي اوله واره د دوستۍ تار پرې کوي، ما ډېر نارينه ليدلي چې ځينونجونو ته ډېرې جذابې وايي اوکه کومه يوه يې په تبه برابره نه وي سپکې ورته وايي او نومونه پرې ږدي، که ستاسو دغه ډل سلوک ستاسوملګرې وويني ډېره خواشينې کيږي چې تاسو د نورو نجونو سپکاوى کوئ. نارينه کولى شي چې له ډول ډول لارو نه د نجونو او ښځو احترام وکړي، لکه کله چې يوې ميرمنې يا جينۍ ته د موټر ور خلاصوئ  نو د ناستې بلنه هم ورکړئ . له ليدنې ورورسته يې د موټر يا يو ټاکلي ځاى پورې ملګرتيا وکړئ، په دې ډول کړو تاسو د نجونو په نظرډېر ښه کس برېښئ کېداى شي دا ډول سلوک يو چاته هسې زن موريدي او دووسي ښکاره شي، خو نجونې دا خوښوي.

په هرچا مهربانه اوسئ :  که پوه شئ نو حيران به شئ چې نجونې ستاسو ډېر عادي کړه وړه له نورو انسانانو سره څاري او ارزيابي کوي يې، سره ددې چې ستاسو سلوک د خپل ځان په مقابل کې هم ښه په دقت څاري، مهرباني، تېرېدنه، له خلکو سره مرسته  د نجونو د خوښۍ کارونه دي.

ايمانداره اومعنوي اوسئ : يو شمېر نارينه دې ته حيران وي چې ولې ځينې نجونې  ايمانداره او متقي نارينه خوښوي، هغوى فکر کوي چې نجونو ته دا ډول نارينه نه پيدا کيږي، خو ما له ډېرو نجونونه اوريدلي چې دا ډول ځانګړنې د هغوئ لپاره ډېر ارزښت لري، نجونې په دې باور دي چې ايمانداره او متقي خلک ډېروخت ګناه نه کوي او د اعتماد وړ وي
له خپلې کورنۍ سره مينه وکړئ : ښځې او نجونې د نارينه وو سلوک د هغوى له مور، پلار، خور، وروراو د کورنۍ له نوروغړو سره هم څاري، کله چې پوهه شي د کورنۍ غړي ورته ارزښت  او مينه لري نو جينۍ د امنيت احساس کوي او دا ډاډ هم تر لاسه کوي چې له دې سره به هم ښه سلوک او مينه کوي اود کورنۍ له غړونه به يې کمه ونه ګڼي.

واده يوه جدي مساله وګڼئ: يو شمېر نارينه وو ته واده ډېر بې ارزښته کار مالوميږي او هيڅ کله يې په هکله فکر او خبرې نه کوي، يو ملګري مې له واده وروسته ډېر ژر پرېکړه وکړه چې په فرانسه کې ژوند وکړي،کله مې چې ترې د علت پو ښتنه وکړه راته يې وويل چې ميرمنې مې له ډېر پخوانه د پيسو په ټولولو شروع کړې وه، اوس خورا ډېرې شوې دي، مونږ اوس کولاى شو چې په فرانسه کې دواړه پوهنتون ووايو، که له حقيقت نه تېر نه شو، د راتلونکي لپاره داډول فکرکول د ستاينې وړ دى، کېداى شي چې ټول نارينه دا ډول خپلو مالي موخو ته ونه شي رسېدلى، خو که تاسو ډېر واړه قدمونه هم پورته کړئ، داسې چې ستاسو مقابل لورى مو وويني نو بې له شکه چې تاسو سره واده ته زړه ښه کوي.
واده ته د تيارېدو يوه نښه، د مسئوليتونو اخيستلو ته تيارى دى، ډېر شمېرنارينه ګان غواړي چې د عمر تر پايه هغه د ځوانۍ په څېرازاد او بې باکه ژوند وکړي، ځکه خو د مسوليتونو په غاړه اخيستلو نه ځان وباسي، دا ډول کسان بايد پوه شي چې نجونې په ماشومانو يا ځوانيکيانو پسې نه ګرځي، بلکي هغوى  د ټول ژوند شريک پسې ګرځي، داسې څوک  چې په هره برخه کې يې ملاتړاو حمايه وکړي.
لمړيتوب
کله مو چې کومه جينۍ خوښه شوه او پوى شوئ چې ستاسو لېواله نه ده، يا يې ستاسو خواته پام نه دى، پکار ده چې تاسو ور مخکې شئ او پام يې څان ته واړوئ، داسې ډېر نارينه پېژنم چې له غرور نه مخکې کيږي، په دې مانا چې جينۍ ته د خپل زړه ور نه خلاصوي او يو شمېر بيا د منفي ځواب له لارې نه مخکې کيږي، لمړۍ ډله بايد پو شي چې په بې ځايه غرور هېڅ کله هم خپلې موخې ته نه شي رسېدلى او دوهمه ډله دې په الله پاک اعتماد وکړي او ودې وايي چې که د الله پاک خوښه وي خامخا بريالى کېږم.
زړورتوب
ډېر ځله نارينه ګان د اړيکې د شلېدو لامل کيږي، ځکه کله چې د پرېکړې وار رارسيږي، اقدام نه کوي، تاسو بايد پوه شئ چې ستاسوزړورتوب او مېړانه ښځو ته ډېر ارزښت لري، له خپل مقابل لوري سره مخا مخ  په جرات او ريښتينولۍ خبرې او سلوک وکړئ، هر خبره مو چې زړه غوړاي سپينه يې ورته ووايئ.پزې لاندې اوبه مه تېروئ، ريښتيني نارينه د ښځو ډېر خوښيږي.
ژباړن : ارش ننګيال