ګوګل پلټونکي ماشين د لېږلو برېښناليکونو د بېرته اخستلو اسانتيا راپېژندلې ده !
واشنټن – امريکايي انټرنيټ پلټونکي ماشين ګوګل د خپلو پېرودونکو لپاره د يو لېږلي برېښناليک د بېرته اخستلو اسانتيا راپېژندلې ده؛ اوس د ګوګل پېرودونکي کولاى شي چې د ګوګل بل پېرودونکي ته يو لېږل شوى برېښناليک بېرته واخلي، د ګوګل مشر په يو مطبوعاتي کانفرنس کې ويلي چې د Gmail پېرودونکي که په خپل لېږلي برېښناليک کې کوم شک يا غلطي وويني په راتلونکي کې به کولاى شي چې د نوي اپشن نه کار واخلي او لېږل شوى برېښناليک بېرته راوغواړي.
کله چې د ګوګل يو پېرودونکى يو ايميل وليږي او د لېږلو تصديق يې کوي، په دې وينډو کې به يو بل اپشن هم شامل شي چې د هغې په مرسته به د Gmail پېرودونکى وکولاى شي چې خپل لېږل شوى برېښناليک بېرته را وګرځوي .
په لس سانيو کې چارجېدونکې بيټرۍ تياره شوه !
واشنټن – امريکايي سانسدانان د يوې داسې بټرۍ په تيارولو کې کامياب شول چې په چارجولو يې يواځې ١٠ سانيې لګيږي، په ساينسي مجله (نيچر) کې د خپاره شوي راپور پر بنسټ د امريکا (ميساچوس) د ټکنالوجۍ انسټي ټيوټ ساينس پوهانو ويلي چې د برېښنايي بټريو په لږ وخت کې د چارج کولو د طريقې د معلومولو نه وروسته به اوس نه يواځې په بټريو روانو کارونو کې چټکتيا رامنځته شي بلکه ورسره به ډېر کم جسامت لرونکي په درجنونو برېښنايي آلات تيار کړاى شي، کارپوهانو وايي چې ددې کاميابۍ په نتيجه کې به د موبايل ټليفون په جسامت کې هم د پام وړ بدلون راشي، په امريکا کې کارپوهان وايي چې په کار کې استعالېدونکي بټرۍ د اوس لپاره له ٦ نه تر ٨ ساعتونو پورې وخت نيسي چې دا به په راتلونکي کې په پنځو دقيقو کې چارجيږي.