مصرييزې
نصرت الهام
په زړه ټــپي پــــه زړه غمجن شه
د مينتوب په درد، درد مــن شه
سپينې جامـې پرېږده خيــرن شه
دا تــاتـــه چـــا وې چــې ميـن شه
په سپينه ږيره دې په مخ اوښکې راځينه
دا چـې په تلو، تلــو کې ودرېږي
جوړې يارۍ تــه يـــې زړه کـــېږي
چې سترګې پورتـه کړي شرمېږي
جـــينۍ زمـــا پــــه زړه پـــوهېـــږي
ځکه جوړې د ورځې درې، درې بــدلوينه
مــين پـــه مــــينې مــحبــت وي
سترګـو کې نښــې د الفـــت وي
پټ په سينه کې يې قيامت وي
پــه جيـــنکو کــې دا عادت وي
لــوګــى بــانه کړي ژړا يار پــسې کــوينه
دچــا د زلـــفـو تـــار يــادېـــږي
څوک په قربان او ځار يادېږي
د چـــا د کــــلــي لار يـــادېــــږي
هـــره ټپه کـــې يـــار يــــادېـــږي
خور دې ړنده شي چې خپل ورور نه يادوينه
په خپـله خوښه په خپل زړۀ شوې
زما ځــواب تـــه پـــاتې نــۀ شوې
ناڅاپه ورک شولې چې څۀ شوې
څــادر دې واغــوسـتو ويدۀ شوې
پــه زړه دې نـــشته د يــارۍ ســـوي داغــونه
بيــا خو نو خدايه ما پناه کـه
دا يـــې لا بــله شـــوه کــاواکـه
بس دى نور، وتى يم لــه واکه
مورې شلخى ټوپک مې راکه
په مـــا ميـــينه جـــينۍ بــل تـــه ورکــــويـــنه