څو هايکو ګانې

فرهاد هلمند

تۀ چې لاړې په ما ګرانه
يو اټېک راباندې وشو
ددې خپل زړګي له لوري

اوس د اوړي ورځې نه دي
اوس بې حده ګرمي نه ده
پېښور راته انګار شو

سبا به عام انتخابات کېږي
نيشنل پارټي مې ډېره خوښه ده خو
په بې نظيرې باندې هم مين يم


زما د زړه په امريکه کې اوسي
خو په دې زړه باندې مې ډېر يرېږم
زما جانان د اسامه غوندې دى

افغانستان د پښتنو وطن دى ؟
که پاکستان د پښتنو وطن دى ؟
په پښتنو باندې بمونه اوري !!!

پښتانه دوه تلويزيونونه لري
يو د معيار له کچې ډېر پرېوتى
بل د پښتو هډوکي مات کړۀ راته

پاکستانى او پنجابى نه يم
افغانستان کې مې هم واک نشته
زه يو پښتون ! چې لا وطن نه لرم