اداري فساد .

کرزي ، بش ته شکايت وکړ چې په کابل کې کيسه خرابه ده او د اداري فساد مخه نيول بېخي ناشوني شوي دي .
بش ورته په ډېرې تسلۍ ځواب ورکړ :  مونږ يو سپى لرو چې غلۀ او خاينين پېژني او ورپسې غاپي. ته غم مه کوه په دې به يې مالوم کړو .
کله چې دغه سپى د کابل په هوايي ميدان راکوز شو تر ارګه به يې چې هرسړى ليده ورپسې غپېدۀ ،  ارګ ته په رسېدو يې زړه و چاودېد .

يوه سياسي ټوکه ورسره مل کړئ .

ټوکمار