د ټرمپ اداره غواړي د متحدو ایالاتو د مهاجرت سیستم کې پراخ بدلونونه رامنځته کړي او ویل کیږي چې یاد بدلونونه به تر ډیره د استرالیا د مهاجرت قانون ته ورته وي.

د دغه هیواد د مهاجرت وزارت وایي د پناه غوښتونکو او کډوالو په قانون کې د تغیر راوستلو په خاطر یې کانګریس ته یوه نوې مسوده وړاندې کړې چې په موجوده قانون کې به اصلاحات رامنځته کړي او همداراز له دغه امله به متحدو ایالاتو ته د غیر مسلکي پناه غوښتونکو پر ځای مهارت لرونکي، شتمن او په انګلیسي ژبه پوه کسان په اسانۍ سره لاره پیدا کړي.

ولسمشر ‌ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ په یو کانفرانس کې د یادو بدلونونو کلک ملاتړ وکړو.
نوموړي وویل، "دا به زمونږ د مهاجرت په سیستم کې تر ټولو مهم اصلاحات وي، له دی امله به بې روزګاري کمه شي او معاشونه به لوړ شي او همدارنګه د مالیه ورکوونکو په میلیاردونو ډالر به هم وسپمول شي."

هغه زیاته کړه، "د دغه نوو بدلونونه په اساس د امریکا د ګرین کارټ په ورکولو کې به تر ډیره هغو کسانو ته ترجیح ورکول کیږي چې په انګلیسي روانې خبرې وکړي، د خپل ځان او کورنۍ مالي ملاتړ وکړای شي او همدارنګه د داسې مهارتونو لرونکې اوسي چې د امریکا اقتصاد ته ګټه ورسوي."