کرکه مه کوه کاروانه !
پير محمد کاروان
عجيبه يمه له مينې مې زړه ډک دی
اوښکې اوښکې مې پرمخ وي را روانې
له خوښۍ، له هيجانه اوله درده
دبلبل غوندې مزاج زما دزړه دی
له نرګسوله ګلابوسره مينه
له غاټولوسره مينه
زه کومه بس له ټولوسره مينه
@@@
داپرون چې يې په جېب کې
پروت کاغذ دمفلسۍ و
ترپاچانه هم لږزيات راباندې ګران و
ځکه سترګې يې مړې وې
@@@
دغه نن يې چې په جېب کې
شين وزري نه ځاييږي
خوله کبره له غروره يې زړه تش دی
ترې وری شم په والله راباندې ګران دی
ارادت مې ورته ډېردی
ترصوفي اوترملنګه
ښکلی ښکلی راته ښکاري
ترځونډي اوترلونګه
@@@
دغه بل سړي ته ځيرشه
چې خبرنه په الف اونه په با دی
داسړی هم بس په دې راته زېبا دی
چې بې ځايه سرتمبه اوجاهل نه دی
په نري رموزپوهيږي
بس دعقل په کيلي يې
سرد کولپ غوندې خلاصيږي
دروازه يې دزړګي وي
دهرچاپرمخ پرانستې
@@@
دغه بل سړي ته ګوره
دسقراط غوندې يې عقل
دلقمان غوندې حکيم دی
په زړګي مې خوږلګيږي
نرم پوست لکه نسيم دی
عاجزي يې ده په زړه کې
عاجزي يې په څېره کې
ته به وايې چې يتيم دی
@@@
خويوبل دی نه يې سره په لاس کې شته دي
اونه سپين لري په لاس کې
نه دعالري په شونډو
نه امين لري په لاس کې
خوله کبره له غروره يې زړه ډک دی
@@@
شته يوبل چې نوی نوی
په سروسپينو دی اوښتی
درته نه ګوري له نازه
په لباس دتغافل کې يې ځان نغښتی
چې ستا اوښکې له جذبې نه
مرغلرې دهنرشي
بس دده په کورماتم وي
مات رامات يې په ځيګرکې
لوندپه زهروسپين خنجروي
خوزه بيا هم له دې دواړو
سره نه کومه کرکه
کرکه ښه نه ده کاروانه
زړه دې وژني هنروژني
دږلۍ غوندې وريږي
ترغاټؤلوښايستوکی ځيګروژني
دابدرنګ خلک هم نه ارزي په کرکه
خويوکارکول په کاردي
لکه پاڼې يې وباسه
ديادونو له ديوانه
هېروه يې په اسانه
چې دکرکې په مرض دې اخته نه کړي
بې غرض يې په غرض دې اخته نه کړي
٣-ثور-١٣٨٦-کابل خيرخانه مېنه