ای پښتني خویندو !
تاسو زما بس دغه خواست واورې
د زړه له کومي دا اواز واورې
زمونږ ملګري ګلهمن دي دلته
د دوی پر زړو باندی پرهر دی دلته

ای پښتني خویندو !
چې کله کور نه بهر شې
د خپل صوبې نه بهر شې
د پښتو پت وساتئ
د پلار غیرت وساتئ
ځکه چې مونږ پښتانه
نړې کښې خپل څه تاریخ
او څه کلتور لرو
مونږه یلدیږو په نړې کښې
ډیړ غیرتي او با حیا پښتانه
زه خو دا نه وایم
چې
علم پریږدئ
تاسو تعلیم مه کوئ
خو !
تعلیم هاغه چې
تاسو نه خپل ځان هیر نشي
خپل ایمان هیر نشي
خپل مقام هیر نشي
ځکه چې تاسو به هم
د چا به لور
د چا به خور یئ
د چا به عزت جوړیږې
د بچو میندي به شې
تاسو هاغو ته به
څه او واېئ
ځکه چې تاسو خپله
کله لاهور ته راغلئ
په ګډاګانو سر وئ
زمونږ د پوهنتون هلکان
تاسو نه تاؤ وې
لکه محفل کښې ګلي
چې ډمي ګډیږي
د هر یو کس په خله به دا وینا وه
د کوه قاف نه ښاپیري راغلي
څه په کښې دا به وئیل
نه
د جنت حوري دي
خو دوي بربنډي ښکاري
زمونږه جونې دوي نه
ډیري ښه دي

ای پښتني خویندو !
تاسو زمونږ جګه شمله ګوزار کړو
مونږ سره پښتو ونکړو
مونږ له پیغور جوړ کړو
مونږ له پیغور جوړ کړو
مونږ له پیغور جوړ کړو