په مړو سترګو او په مکردې خطا كړم
خطا څه سي په جهان كيدي رسوا كړم
اخر دكوم جرم سزا دي راكړه
ستا له لاسه زه اوس پشه او ورځ ژړاى كړم
ستا دغم پيټي درانه دي خو بيا هم زه
ورته ټيګ به شم دا پيټي به په شا كړم
اشنا راته قسم په مينه وكړو
چي له تا سره به ټول عمروفا كړم
خو بيا هم زما ګله له تا نه نشته
زه دا خپل قسمت له تا نه جدا كړم
سيلاب هيڅ وار خطاي نه پيژندله
خو دا وارداستا غمونو وار خطاكړم