مالیزیایي چارواکو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی د جولای له میاشتې راهیسې لږترلږه ۵۰۰۰ غیرقانوني کډوال او ناراجستر شوي بهرني کاریګرنیولي دي.

د مالیزیا حکومت بهرنیو کډوالو او کاریګرو ته د جون تر ۳۰ تاریخ وخت ورکړې وو، ترڅو د دغه هیواد د مهارجرت ادارې سره ځانونه راجستر کړي، چې د دغه نیټې په پوره کیدو یاد حکومت د مالیزیا په بیلابیلو برخو کې د ناقانونه مهاجرت په وړاندې پراخ عملیات پیل کړه.

د مهاجرت د ادارې مشر مصطفی علي وایي، "په دغو عملیاتو کې چې لا اوس هم دوام لري ټولټال ۱۸ زره کسان تر اوسه په نښه شوي، چې په نتیجه کې یې د مختلفو هیوادونو لږترلږه ۵ زره غیرقانوني اتباع نیول شوي دي."

نوموړی وایي، په توفيف شویو کسانو کې ۱۵۲۰ بنګله دیشیان، ۱۴۷۶ اندونیزیایان او پاتې نور د ميانمار، ویتنام، تایلینډ او فیلیپین اتباع دي.

هغه همداراز وویل، چې په یادو عملیاتو کې ۱۰۸ مالیزیایي کار ګومارونکي هم نیول شوي.

هغه وويل، "حکومت په پام کې لري د هغو کسانو په وړاندې سخت ګامونه پورته کړي چې د دغه عملیاتو کې په لړ کې نيول شوي."

د مالیزیا ټولټال نفوس ۳۲ میلیونه دی، چې د نادولتي ادارو په وینا ۲ ملیونه قانوني راجستر شوي کاریګر لري او همدارنګه دې ورته زیات شمیره بې اسناده مهاجرین هم لري چې ډیری یې په سختو او خطرناکو ساختماني کارونو کې کار کوي.