غزل
لاري وحو پښې مو تڼاکي مزل نه لڼډيږې
پوه شوم چې ما دارمانونو منزل ډيرلری دی
هسې څو تري دښکلا په نوم را ټول کړو سره
کني زمونږ ه تخيل نه غزل ډيرلری دی
لاس چې ور اوږد کړمه نوګوتي په اغزو لږيږي
زړه کي نيږدې يو په جود رانه ګل ډير لری دی
چاچي کړو هر سهار اوهر ماښام دعلم په نوم
دهغه قوم دهغه ژبي اجل ډير لری دی
اوس يي يادونو ته بي شماره اوښکې توي کړمه
سلام يي نه راځي له ما دانشمل ډير لری دې
24.11.2011
- اريوب
غزل
ته د مینې سمندر وې لکه څاڅکی څنګه وړ شوې؟
ناڅاپي په نه خبره ، زړه دې ټول کړو رانه موړ شوې
تا خو سره جهنمونه د غوښتنو لرل یاره
لکه یخ وهلې ځمکه په نمجنه سیلۍ سوړ شوې
نه نه هغه دې دروغ شول چې ویل دې ته مې زړه یې
نه نه لاړې ، ته خو لاړې د غرور د بنګلې پوړ شوې
زه دې پریښوم پرهرژلی لکه پاتې زخمي جنګ کې...
06.12.2011
- اريوب
غزل د ستا په شان نه یم منم د ګل په رنګ هم نه یم خو دا به هم منې اشنا چې ډیر بدرنګ هم نه یم ... لکه پښتون ولاړ پر برید د ناقراره ژوند یم سوله مې هم زړه نه مني راضي په جنګ هم نه یم یو څوک خوشته چې مې په ستړي وخت کې مخ وراوړي شکور د اوسپنې په شان خاورو کې زنګ هم نه یم چې ته مې زړه کې ژوندی ساتې لکه بله ډیوه زه به دې هیر کړم؟ نه قربان دومره بې ننګ هم نه یم د خلکو مینه ده ،دنګ خیال مې بولي دنګ مې بولي...