غزل
ته د مینې سمندر وې لکه څاڅکی څنګه وړ شوې؟
ناڅاپي په نه خبره ، زړه دې ټول کړو رانه موړ شوې
تا خو سره جهنمونه د غوښتنو لرل یاره
لکه یخ وهلې ځمکه په نمجنه سیلۍ سوړ شوې
نه نه هغه دې دروغ شول چې ویل دې ته مې زړه یې
نه نه لاړې ، ته خو لاړې د غرور د بنګلې پوړ شوې
زه دې پریښوم پرهرژلی لکه پاتې زخمي جنګ کې
ته د شنه هوس له پاڼو لکه شنه هینداره جوړ شوې
درته وې مې ځان دې ساته خو تا نه منل جلانه
ګوره دې شل کلنۍ کې د اتیاوو کالو زوړ شوې