غزل 

منم خود خوا یو پخپل لور د ښکلا رایه غواړو
خو دبڼو په سره جګړه کې د زړو بایه غواړو

که درد وي،اور وي،که خوښي خو پکې غرق غرق چې یو
مونږ دې په هر حال کې اشنا مینه بې پایه غواړو

زړه چې مې ډیر شي ناقرار ،ورته ستا ظلم یاد کړم
دغه ماشوم ته خوب، له ډاره او له ترایه غواړو

خدای خو دې زر په دې وطن کې داسې وخت راولي
چې مزدور نه وي،مونږ مزدور له بله ځایه غواړو

چې یار انکار وي د ناز،زه سوال او زرۍ جلانه!
داسې شیبې خو همیشه مونږه له خدایه غواړو

سیدجیلاني جلان .کابل ژوندون راډيو تلویزیون