غزل
ستوري يمه اخ سپيني سپوږمۍ ته ورنيږدي يمه
زه دارمانونوسري ډولۍ ته ورنيږدي يمه
ما د ديدنونو ګرمي هم ده تيره کړي خو
اوس که دبيلتون سړي سيلۍ ته ورنيږدي يمه
ايبلي ايبلي پښي څه په باريکولاروراغلمه
دوه پړاوه لري خو کيږدۍ ته ورنيږدي يمه
اوس مي ځان په ځاې کې دې اوس سترګي مي په سترګو کي
اوس دښايستونو ښاپيرۍ ته ورنيږدي يمه
څنګه به تصوير دخپل احساس پکي پيدانکړم
زه چي دايني غوندي جينۍ ته ورنيږدي يمه
بيا به دانشمله دوصال خبري وکوو
اوس خو بند په بند دبند کړۍ ته ورنيږدي يمه
شېخ زايد پوهنتون خوست
20.10.2011
- اريوب
نه هغه مست یم او نه دنګ د مینارې غوندې یماوس د وجود په اوږو بار د جنازې غوندې یمای! چې مې وژنې نو چاړې او خنجر څله راوړې؟زه خو په مازې باد ورکیږم د ایرې غوندې یم... رانه چاپیر دی د حالاتو د لمبو سمندر زه یې په منځ کې د شډلې جزیرې غوندې یمپه دومره خلکو کې هیڅ چا زړه پورې و نه نیومپه دومره خلکو کې زه څومره بې اسرې غوندې یممه مې راسپړه کنه ګرانې راته وبه ژاړېدستا جلان اوس د دردونو د کیسې غوندې یم...
12.11.2011
- اريوب
غزل
منم خود خوا یو پخپل لور د ښکلا رایه غواړو خو دبڼو په سره جګړه کې د زړو بایه غواړو که درد وي،اور وي،که خوښي خو پکې غرق غرق چې یو مونږ دې په هر حال کې اشنا مینه بې پایه غواړو زړه چې مې ډیر شي ناقرار ،ورته ستا ظلم یاد کړم دغه ماشوم ته خوب، له ډاره او له ترایه غواړو خدای خو دې زر په دې وطن کې داسې وخت راولي چې مزدور نه وي،مونږ مزدور له بله ځایه غواړو چې یار انکار وي د ناز،زه سوال او زرۍ جل...