غزل

په دغــه چم كې جلال نه شته كه جمال نه شته دى

قعــطي قعطي ده وچكالي ده او وصال نه شته دى

زړګوټى مات شو ګودر سوړ دى چنار هيڅ نه وايي

چې په ليمو كې د مـــــين دمينې سوال نه شته دى

مـــــخ دې بلال چې تورتـــم د زلفوسپين ســـبا كړي

ستا د اوربل شپو ته خو خدايګو بل بلال نه شته دى

د سترګو تور مې درنه ځار كې وي قعـــــطي د رنجو

ګله كه څنګه دې د شونډوخوا كـــې خال نه شته دى

د ليونۍ زمــــــــانې زور ظــــــلم لا زور واخيــــــستو

خدايه دا ولي دې مغرورو ته زوال نه شتــــــــه دى

دپـــسرلي ګلپيغه څنــــــګه راشـــــــي دغـــــــه چم ته

چې كينــــه كښـــو زړوكې هيڅ د مينې خيال نه شته دى

چې مې د چم بچوڼې كړي د اورنګـــــانو كيــــــــــــسې

ابدالي نه شته دى ملګرو او خوشحال نه شتــــه دى

كه يــــې زما په شان د سترګو سيـــــــــپارې ولـــوستې

شيــخ به شي خپله پوه چې مينه كې اوبال نه شته دى

چـــــــې د ګودر د ســــــالوالو په خـــــولې وير وريږي

نوانديــښــمنه ځكه شـــــعر كې دې كمـــــــــال نه شته دى

يادګيرنه

نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى

په درنښت انديښمن ځاځى