غزل : شمعه شوګیر
دافغــــــاني کلتــــــــــور هنداره یمه
مخ ته ولاړه ستــــــا لــــــه پاره یمــه
راځه راځه زمــــــاپه لیمویې ایږده
جانانه ستاد قـــــدم لاره یمــــــــــــــه
ستاکه سینه ده په مرمیــــــــوغلبل
زه هم دپڅې چـــــــــــــــاړې داره یمه
ښکلا مې څه کوې که ښکلې نه یم
په عقل ښه پخـــــــــــه هوښیاره یمه
شمعه همــــــــــــدې غمونو وسوزله
په خپل جانان مې بې اعتباره یمه
18.01.2011
- اريوب
غزل :رحيمه پشتونجار
ژوند راځنې لاړلــــــــــــــو نیستي راخپـــلويمرګ ته ورتر غــــــاړې شو هستي راخــپلويژونده ابدي شه د مـــرګي په سړه غیږه کېښکل کړه ځنکدن چــــــې زنده ګي راخپلويخور مې شه ایـــــمانه د لحد په تورتمونو کېراکړه روڼې شپې چـــــــې بنده ګي راخپلويمینه غواړم مینه خـــــو په مینه پاکه میــنه زهداسې چې رضــــــــــــــــــا د الهـــــي راخپلويروح د ملنګۍ مې درته تش کچکول نیولی دیخدا...
20.01.2011
- اريوب
غزل
په دغــه چم كې جلال نه شته كه جمال نه شته دى
قعــطي قعطي ده وچكالي ده او وصال نه شته دى
زړګوټى مات شو ګودر سوړ دى چنار هيڅ نه وايي...