رحیمه پشتونجار
سرې سپرغی د اوښــــــــــکو مې جانانه پټوی نه شم
بــــــــې له تــانه یاره سترګې چاتـه غــــــــړوی نه شم
مـــــــــــــنم شاعـــــــــران واړه دمیـــــــنې لیوني ګڼي
چیــرته یې جانــانه لیــونو کې دې مونـــــــــــدی نه شم
ژاړي راتــــــــه پیغـــله دارمــان اوښـــــکې غټۍ ،غټــۍ
تا چې یې ګیډۍ ته د کمــــڅو ځونډی کــــوی نــه شم
سترګې مې سجدو کې د ارمان دعــــا تــــه لپــې شي
دا څـــه بې وسی ده په تـــوبـــــــو زړه صـــبروی نه شم
ډوب مې یې د لمر په شان د زړه په ماښـــــامونـو کې
ستا بیا راختو ته د سهار سترګه لیـــــــــــدی نه شــم
نیسي رحیــــــــــــمه د حق په لـــــــــوري د دعا لپې
څو چې مې د یـــــــــار د شملې زه ګل د ریدی نه شم
پشـــتونجار