: غزل

ما د ټول جهان واکمن ته لاس نيولی
هميشه مې لوی څښتن ته لاس نيولی

خدايه ما په دومره ښکلي زندګۍ کې
د جانان د خت لمن ته لاس نيولی

ګناهګار به وم چې سوال مې نه قبليږي
ما خو هر وخت خپل وطن ته لاس نيولی

چې مين وي د ديدن امکان يې نه وي
پدې باب مې هر مين ته لاس نيولی

ستا غوښتنه مې په بار بار ترينه کړي
ستا د کور مې هر يو تن ته لاس نيولی

د عشق تبه د طبيب په دارو نه ځي
ګوهر ستا د بڼو ستن ته اس نيولی



نورالدين ګوهر خوست افغانستان