غزل
اتل افغان\\\\\\\کوهاټ
دافاصله چې منځ نه لرې وی هنداره نه وی
خپله څیره چې مې ملګرې وی هنداره نه وی
چې ښکاریدلی په کې نه دچا ظاهر او باطن
کاش چې دا زړونه مو ډبرې وی هندارې نه وی
ولې به خپل صورت دخپل صورت پیغور راکوه
ګرانه چې مخامخ خبرې وی هنداره نه وی
مونږ که خودلی نه وی ښکلو ته دفن سلیقه
اوس به دهغو سره زغرې وی هنداره نه وی
تاسره غم و دزخمی څیرو اتل افغانه
تابه راخیستی ملغلرې وی هنداره نه وی
14.09.2010
- اريوب
غزل : شمعه شوګير
چــــادچــــالاس د دعا په رنګ،رنګ کړياوچـــاخپل لاس دحناپه رنګ،رنګ کړيله تا نه لروګيلــــــــــــــــه مـــــــــــــونږه اختره!ماشومــان دې دخندا په رنګ،رنګ کړيچا لاسونه دجـــــــــــــــانان له غاړې تاؤ ديوجـــودونه د وفـــــــــــا په رنګ،رنګ کړيچې له چــــــــــا ځينې دی لرې محبوب لرېګرېوانونه دژړا پـــــــــــــه رنګ،رنګ کړيشمــــــــعې هم پـــ...
20.09.2010
- اريوب
غزلمېنه دې ګوره چې کري غمونهزړه کې ټوکېږي ستا تنکي غمونهدغم خمار دې ترنګوي د زړه جاملکه بېخود چې کړي ساقي غمونهد شرنګ نغمې د ترنګ فرېاد غږوي چې ماتوي رانه بنګړي غمونهماته مې تنده کړه لېمو په اوښکواوس ښکلوم به په زړګي غمونهرحېمې پاسه خوب ېولې ېې کهنن دې په وېښه زنګوي غمونه
...