غزل : شمعه شوګير
چــــادچــــالاس د دعا په رنګ،رنګ کړي
اوچـــاخپل لاس دحناپه رنګ،رنګ کړي
له تا نه لروګيلــــــــــــــــه مـــــــــــــونږه اختره!
ماشومــان دې دخندا په رنګ،رنګ کړي
چا لاسونه دجـــــــــــــــانان له غاړې تاؤ دي
وجـــودونه د وفـــــــــــا په رنګ،رنګ کړي
چې له چــــــــــا ځينې دی لرې محبوب لرې
ګرېوانونه دژړا پـــــــــــــه رنګ،رنګ کړي
شمــــــــعې هم پــــــکې پوره ونډه اخيستي
محفلــــــــــــــــونه د رڼا په رنګ،رنګ کړي
13.09.2010
- اريوب
مسافر پلار
راشه كړه جامى بدلې خلق اختر ته خوشخاليږېجامى نه بدلوم مورې مسافر پلار مى ياديږېدامنم مورې اختر دى د دنيا خلك خوشخال دىزه په شان لكه يتيم يم په ما خاورې راوريږېتير اختر كى راسره وڅومره خوند څومره مزې وىنن هغه مهربان نه شته په پرادې وطن ګرځيږېجامى نه بدلوم مورې مسافر پلار مى ياديږېزما خيال او فكر واړه دخپل پلار په غم كى غرق دىنن مى سخت زړګې خفه ده زړه مى درد كوى خوږيږېمورې پلار به مى اوس هم زموږ يادونه...
16.09.2010
- اريوب
غزل
اتل افغان\\\\\\\کوهاټ
دافاصله چې منځ نه لرې وی هنداره نه وی
خپله څیره چې مې ملګرې وی هنداره نه وی
چې ښکاریدلی په کې نه دچا ظاهر او باطن
کاش چې دا زړونه مو ډبرې وی هندارې نه وی
ولې به خپل صورت دخپل صورت پیغور راکوه
ګرانه چې مخامخ خبرې وی هنداره نه وی
مونږ که خودلی نه وی ښکلو ته دفن سلیقه
اوس به دهغو سره زغرې وی هند...