هله پيڅه كې مې نيسه

څڼې لويشه اوبه راکړه د قاتلې تندې شور شوم
ته د شنو د ښتو سپرلی شوې زه د وچو غنو اور شوم

شوخ نظر دې ګل پلوې د وريتې مينې نشان کړم
ښايي اوس پاک مسلمان شوم ښايي رګ رګ كې دې خورشوم

هله پيڅه کې مې نيسه چې تويېږمه جانانه!
د شلېدلې ايينې غوندې د پرې وړانګو انځور شوم

اوس مې وړي پرکږلېچونوخدايزده کوم ګړنګ مې وخوري؟
اوس د باد پر اوږو سپور شوم اوس د ماتې پاڼې ورور شوم

لکه دنګ سپين غر ياغي وم خو بس ستا د ښايست پښوته
لكه څلې د مړو خاورو دا څه چل و؟ درنسکور شوم

اوس دې ګرد پاکوم ګرانه له ګلچين ګلچين نظر نه
د ليمو نه لږ څه پاسه د بڼو لاندې دې تور شوم

ځان کرمه ځان رېبمه عجيبه غوندې جلان يم
اوس د خپلو جذ بو فصل اوس د خپلو جذبو لور شوم



سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل دګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخسيتل شوى دى