په عربی الااماراتو کی خپلوټولو مسا فرو ملګرو ته ډالی
تا به د ژوند ته خو شحال وی پښتونه دې وطن کې
برباد شولې تباه شولې زيبونه دې وطن کې
په سترګو با ندې ړوند يی نه بينا يی نه پو هيږې
دستا دسترګو سوې ټول رګونه دې وطن کې
ښيرې درته جنان کوی کالونه باندې ورک يې
په تا باندې راوری شنه غمونه دې وطن کې
چی لاره باندې درومی نو په لاره ګوتې شمارې
ديار په جدايی کی ای مجنونه د ې وطن کې
چی ستا ښکلې وطن کی تورې شپې تورې تيارې وي
نو تاته څه فايده کی څراغونه دې وطن کې
دشپيږو ميا شتو وروسته خو خرام داسی ګټل دی
په خيټه کی داوسی لړمونه د ې وطن کی
پنځه روپی پيدا کړی په وطن کی جنګ دعوی کړی
دا ولې دومره مست شی خورې دالونه دې و طن کی
دازړه می په تا سوزی ځکه ستا دموره ورور يم
دچا نور په چا سوزی پرادې زړونه دې وطن کی
که هر څومره خبرې درته وکړم غوږ پری کوڼ کی
پيسو در باندې کړی منترونه دې وطن کی
په غم با ندې ککړ يی تر مرې په خولو ډوب يی
لګيا يی څو وهی به څيټاکونه دې وطن کی
کاش کی ته هم دوطن په غرو کی شپون وه يا غيبون
خوستيه ځوانې مرګه پردې شپون يی دې وطن کی