څوګ خپلې وينې تويه وی

څوګ خپلې وينې تويه وی پرې خدمتونه کوی
څوګ دبل وينې تويه وی خپل پرې عشقونه کوی
څوګ شول ډاډخيټې خوري شراب ديتيم پلارپه وينو
څوګ ديتم په بد خال ژاړی فر يادونه کوی
څوګ د کرسي لپاره وژنې وږې تږې خلک
څوګ دی بې وسه وږو تږو ته ويرونه کوی
څوګ په موټرو کی سپريږې دوطن په وينو
څوګ دړندو غوندې په لارو کی سوالونه کوی
څوګ غليم پيژنې غليم ته په زړګې پاخه دی
څوګ دغليم په خوله خپل ورور وژنې قتلونه کوی
څوګ دايران په لار دوبی ته ځی له تندې مړه شول
څوګ وږی تږې په د لارو کی مزلونه کوی
څوګ د دښمن په خوا کی نا ست د ډلر په خا طر
څوګ دهر څه تير په دښمن باندې وارونه کوی
څوګ سيدکريمه ستا په شانته خوب ارام نه لری
څوګ بختور دی دجنان غیږ کی خوبونه کوی
سيدکريم خوستي الا امارات العين