سرليک: دتاک اوبه

خوږه يوه نغمـــــــــــــــه وه په سيتار نه مړيد م
دسترګوپــــــــــه جګړه کی په خپل وار نه مړيد م
تيارونه په روخصت نور دسپوږمۍ کلي ته راغلم
دزلفو نه راکوز شوم پــــــــــــــه رخسارنه مړيد م
سيليودغوټی پـــــــــه شونډو ايښی ولاسونه
ګلونو چی خوله واکړه په بهارنه مړيد م
دتاک څاڅکو اوبو نه څوواړه جامونه ډک شول
په غوړپ غوړپ می خالی کړل زه خمار نه مړيد م
هغه چی پري اشنا شو اوديوبل نه جداشو
نرۍ ګودرته تللي په ها لار نه مړيد م
(عزت) ورته لادوي سترګی په پور ريبارنه راوړي
لالی می ښايسته وو په ديدار نه مړيد م
محمدرفيق(عزت)