در مات شوى يم

كله چې زه دعشق په ذات شوى يم
له هغې ورځې نه ميرات شوى يم

دهر ارمان له جنازې نه چاپېر
هروختې وېش په څېر د سقات شوى يم

اوس دې د سترګو سيپارو كې اوسم
د ليونۍ مينې ايات شوى يم

راشه چې غبرګ زړونه كړو غاړه غړۍ
ګرانې! را ماته شه در مات شوى يم

 



سيدجيلاني جلان


يادونه : دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ کتاب څخه راخيستل شوى دى