ټپيــــــــــزې
وريځې خورې پاس په آسمان کړې
نن می پوره دغه آرمان کـــــــــــــــــړې
راته راپاتی زما گران کـــــــــــــــــــړې
خدايه نری نری باران کــــــــــــــــــــــړې
چې د جانان کډې تړلې پاتې شينــــــــه


دهری ورځې حساب راکـــــــــــــــــړه
سترگی زما سترگو ته واکــــــــــړه
زما د مینې پور ادا کــــــــــــــــــــــــړه
ماته د سترگو تاوان راکـــــــــــــــــړه
چی ته به نه وی ما به لاری ته کاتنـــــــه


راڅخه لری گرځه گرانـــــــــــــــــه
دا زمانه ده ډيره ورانـــــــــــــــــــــه
خدای مکړه شی به پریشانـــــــه
څنگ ته می مه راځه جانانــــــــه
صبا به بوی د لونگين درځنی ځينـــــه


يو خو دی دواړه سترگی تورې
بل دی نظر زما په لـــــــــــــــورې
دا وران خندل لکه چی پلورې
څنگه خواږه خواږه راگـــــــورې
پلو راونيسه چی زړه درواچومـــــــه


نيکمل ځاځی