د ګلپاڼو پړونى

د ګلپاڼو پاڼې

رنګ د محبت په شيبو پروت ښه دى
څه سرور په ويښو جذبو پروت ښه دى

للمې چې د زړونو كړي خړوب خړوب
مخ دې دښايسته پر اوبو پروت ښه دى

غېږ كې د شوګير اوسم په سرو سترګو
خوب مې دموسكا په تمبو پروت ښه دى

ستا پر سر پړونــــــــــــــــى د ګلــــپاڼو ښه
زما پر سر څادر د لمبــــــــو پروت ښه دى

را د نرګســـــــــــي ميو پيــــــالې ساقي
پرېږده زاهــدجان په توبو پروت ښه دى

ځوږ ځوږ چې جلانه شي خاموش ماحول
غږ، غږ د ټپو په چمبو پروت ښـــــــــه دى



سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل د ګلپاڼواتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى